په بند محکوم دوه جنرالان لا هم په خپلو دندو کې دي

0 1,034

د ملي دفاع وزارت دوه جنرالان چې څارنوالۍ په بند محکوم کړي، لا هم په خپلو دندو کې دي

 

په سردادر محمد داوود خان روغتون له برید وروسته دفاع وزارت په لسګونه مسوولین په دنده کې د بۍ غورۍ له امله څارنوالۍ ته معرفي کړي، چې اوس یې په محکمه کې د فساد موضوع برسېره شوې ده.

باوري سرچینو ویلي، چې د ملي دفاع وزارت دوه جنرالان، چې له یوه تر دوو کلونو بند سزا ورکړل شوې، د اجراییه ریاست د ملاتړ له کبله اوس په خپلو دندو کې پاتې دي.

((جنرال عبدالرزاق سیاوش او جنرال سلام نجرابی، چې په سردار محمد داوود خان روغتون ترهګریز برید کې په دنده کې د بې غورۍ له کبله محاکمه شوي وو، اوس د اجراييه رییس عبدالله عبدالله په ملاتړ خپلو دندو ته دوام ورکوي.))

ملي دفاع وزارت بیا نه مني چې دغه جنرالان دې د فشار له کبله په خپلو دندو کې پاتې وي.

له دې ټولو سره، وړمه ورځ هم ملي دفاع وزارت په ۲۰۹ شاهین قول اردو د برید په  تړاو ددې قول اردو مشر د بې غورۍ له کبله، په یو کابل بند محکوم کړ.

اوس نیوکې دا دي، چې په دولتي ادارو کې ځینې مسوولین چې په لویو پېښو او د فساد په دوسیو کې ښکېل وي، د چارواکو ملاتړ له ځان سره لري او قانون یوازې په هغوی د تطبیق وړ دی چې پیسې او زور نه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply