سناتور مکين /سید حسین پاچا

0 1,402

د پاکستان نه بغير په افغانستان کې سوله نشې راتلی

له شيطانه تمه کول د ځان، زموږ او د نړۍ غولونه ده

امريکا په لوی لاس پاکستان د جهاد او زموږ د وينو له برکته سيمه ييز اتومي ځواک کړ، پاکستان ورته هغه وخت لا هم ريښتيني نه وو او اوس خو د چين و روسيه سره په نوې يارانه کې به بيا هم نه وي. پر ضياء باور يوه لويه تېروتنه وه او اوس يې هم تکراروي

ښاغلی سناتور جان مکين دې ځان، موږ او نړيواله ټولنه نه تېر باسي. که امريکا په ريښتينې له ترهګرۍ سره مبارزې ته لېواله وي، تر هر څه مخکې دې لومړی د ښاغلي سرتاج عزيز د هاروډ پوهنتون هغه تعليمي اعتبار بې اعتباره کړي چې له دغه پوهنتونه يې ترلاسه کړی. نوموړي د دغه پوهنتون هغه علمي پرستيژ ته ستر هر اړخيز زيان اړولی. د خپلو ګټو لپاره يې د حقاني شبکه وطالبان او هم داعشيان د افغانوژنې او خپله د امريکايانو او د ناټو د وژلو لپاره ساتلي او ترې ننګه کوي.

که ښاغلی جان مکين او حکومت يې رښتيا په سيمه او نړۍ کې سوله وثبات غواړي، نو خپله او يا دې هند ته اجازه ورکړي چې زموږ نوی ځوان نسل د اتومي وسلو او نورو مډرنو وسلو او نوې تېکنالوژۍ په زده کړه او ورکړه کې لا زياته مرسته وکړي. موږ ته دې اتومي وسلې راکړي او افغانستان دې د بنګال غوندې له هند سره نظامي ستراتيژيک تړون لاسليک کړي چې له امله يې دلته نور د پاکستان لاس چورلټ ورلنډ شي.

په بله مانا تر څو چې پاکستان اتومي ځواک وي دلته په سيمه او نړۍ کې ارامي نه راځي. مخکې ورته روسيه و زموږ جهاد ومهاجرت او اوس ورته اتومي وسلې لويه پلمه ده. له نړۍ به پرې باج اخلي، هم به يې د ترورېزم او هم به يې پر خپل اتومي ونظامي ځواک لګوي او لا به څربه کيږي. که امريکا او ناټو پرې زور ((فشار)) راوړي، نو خپلې اتومي وسلې او هم به چين وروسيه ورته ډال کوي او موږ و نړۍ به پرې ګواښي. هغوی ته به امريکا وناټو پلمه کوي او خپله ډبله سوداګري به مخې ته وړي.

کهامريکااوناټولهموږسرهدترهګرۍسرهپهمبارزهکېرښتينېوي،نو

  • يا دې په رښتينې زموږ د سولې وثبات ((ټيکاو)) ذمه واري واخلي،
  • او يا دې د پاکستان له شرارته چې موږ، سيمې و نړۍ ته متوجه دی له موږ د اتومي وسلو او تېکنالوژۍ په زده کړه او ورکړه کې رښتينې مرسته وکړي او زموږ اردو دې په مجهزه توګه سنبال کړي چې د پاکستان د لاسوهنو پر وړاندې له خپل ځانه سمه دفاع وکړی شو،
  • يا دې هند ته اجازه ورکړي چې له موږ سره د ترهګرۍ او د شتو امنيتې ګواښونو پر وړاندې د اتومي وسلو پر وکړه، زده کړه او نوې تېکنالوژۍ کې مرسته وکړي چې د پاکستان له لاسوهنو او نيابتي يا نااعلان شوې جګړې نه په امان شو.

که داسې نه وي، نو داسې هېڅکله نه شي کېدای چې هم به مالي ونظامي مرستې ورکوي او هم به ترې د خير تمه کوي چې له موږ سره د سولې په راوستو کې مرسته وکړي. پاکستان خپلې ملي، اقتصادي او ستراتيژيکې ګټې لري. تېر ته په کتو او هم د ايستيبليشمينټ په صورت کې به هېڅکله پاکستان دېته لېواله او ژمن نه شي چې د افغانستان په تړاو خپله کړنلاره بدله کړي. تر پرونه يې امريکا وناټو او نړيواله ټولنه په روسيه ډارول او له دې ورسته به د چين وروسيه په نوې يارانه کې لا وېره د غربي نړۍ کونې ته کښېږدي او لا مالي ونظامي مرستې به ترې شکوي او سيمه ونړيواله ډبل لوبه به يې ښه ګرمه ساتلې وي. افغانستان بايد د خپل ځان ساتنې لپاره له هند سره هر اړخيز نظامي ستراتيژيک تړون ولري چې د تل لپاره د پنجاب لاسوهنې ته د پای ټکی کېښوول شي.

که له خپلې لاسوهنې لاس نه اخلي او د افغانستان پر ضد د حقاني ترهګره شبکه او طالبان ساتي، روزي يې او د ورانکارو فعاليتونو لپاره ورته وسلې وپيسې ورکوي او يا ورته نورې لازمې اسانتياوې ورکوي، نو افغانستان هم بايد د نورو اقليتونو دفاع ته ورودانګي او له هغوی نه د دفاع غږ پورته او هر ډول اسانتياوې ورته برابرې کړي. وان عاقبتم فعاقبوا بمثل ما عوقبتم به نوره خبره له زغمه وتلې ده.

دا چې پاکستان د خپلو ګټو لپاره چين و روسيه او هر چا ته لاس اچوي، نو افغانستان هم دا حق لري چې د خپل ځان د دفاع لپاره له هند او بل هر چا ته لاس وراوږد کوي. دوی خو د خپلو ګټو لپاره روسانو ته وروڼه وويل او ګلان يې ورته غاړې ته ورواچول، نو موږ هم له هند سره خپلې د دوستۍ ژورې اړيکې لا پسې پراخه کړو. له دې پرته موږ ته بله لاره نه ده راپاتې او نه مو څوک د پخوان په شان په خپل ناپيېلتوب کې پرېږدي. موږ د پاکستان له لورې د هر ډول ګواښ لاندې يو او د دې ګواښ مخنيوې د هرې ممکنې لارې وشي او خپل ځان بيرته پر خپلو پښو ودروو.

په درنښت

سناتور مکين: د پاکستان نه بغير په افغانستان کې سوله نشې راتلې

https://www.pashtovoa.com/a/no-peace-in-afghanistan-without-pakistan/3925310.html

امريکا غږ : د خادم حسين مرکه

https://www.pashtovoa.com/a/3926183.html

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply