پاکستان به څومره بدل شي؟

0 605

 

پاکستان به څومره بدل شي؟

په دې کې شک نشته چې د ملي یووالي حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني دریځ او نړیوالې لابي پاکستان تر سخت فشار لاندې راوستلی او وارخطا کړی یې دی، خود افغانستان پر وړاندې د پاکستان په دریځ کې لا هم دا جوت بدلون نه لیدل کېږي چې پاکستان دې له افغانستان سره په خپلو تېرو کړنو ښکاره پښېماني وښیي او په دریځ کې له لویه سره بدلون راولي.

د پاکستان پر وړاندې د ولسمشر غني دریځ په دې د ستایلو وړ دی چې خبره یې له عذرونو، زاریو او شف شف څخه واېستله او په ډاګه یې هم مخامخ پاکستانیو مقاماتو او هم نړیوالو ته وویل چې پاکستان باید د افغانستان پر ضد له خپلې پیل شوې او نا اعلان شوې جګړې لاس واخلي، کنه د دې جګړې لمبې به د پاکستان لمن هم وسوځوي.

د افغانستان پر وړاندې د پاکستان دریځ ته په پام ولسمشر غني د افغان سولې لپاره دوه بعدونه وټاکل. لومړی بعد له پاکستان سره سوله او دولت پر دولت مذاکرات، دویم بعد له طالبانو سره د سولې بین الافغاني مذاکرات. پاکستان وخت ناوخت له افغان حکومت سره د سولې په برخه کې د مرستې ژمنه کړې، خو د ماشومانو په څېر یې خپلې ژمنې ژر له منځه وړې دي.

افغان حکومت په ځانګړي ډول ولسمشر غني خپلې اړتیاوې او مجبوریتونه له پاکستانه پرې کړي او د هغو لپاره یې نور بدیلونه ټاکلي دي، ځکه چې پاکستان د افغانستان له همدغو مجبوریتونو څخه د منفي فشار په توګه استفاده کوله او افغانستان به یې تل له دې خوږ ګوتې نیولی وو چې د تورخم او بولدک لارې به یې ورباندې وتړلې.

یانې پاکستان یا دا مهارت نه درلود چې سیاسي او اقتصادي مسایل سره جلا وساتي او یا یې په لوی لاس اقتصادي او سیاسي مسایل سره ګډول او کله به هم چې د دواړو هېوادونو موضوعات د سرحدي او ځینو نورو موضوعاتو په خاطر سره خړ پړ شول، نو سملاسي به پاکستان افغانستان ته د وارداتي توکي ټرانزیټي لارې وتړلې او له دې لارې به یې پر افغان حکومت فشار زیات کړ، مګر د چابهار بندر پرانیستلو، د هند د هوایي کوریډور په ایجاد او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د دوه اړخیزه همکاریو په ایجاد سره پاکستان نور د ټرانزيټي لارو په بندولو سره افغانستان یا افغان حکومت د خپلو فرمایشونو او پرېکړو منلو ته نشي مجبورولی.

افغان حکومت په دې برخه کې د قدر وړ لاسته راوړني لري او دغه لاسته راوړنې ځکه باید تقدیر شي، چې موږ کرار کرار د پاکستان له احتیاجه وځو او که خدای کول یوه ورځ به د پاکستان له لوري افغانستان ته د را وارد شوي تروریزم ا وافت له جنجاله هم خلاص شو.

مګر په دې برخه کې د هېواد په کچه سیاسي او ملي اجماع ته اړتیا ده. یانې تر څو چې د ملي ګټو په اساس زموږ سیاسیون د پاکستان پر وړاندې معقول دریځ اختیار نه کړي او یا د افغان حکومت د دریځ ننګه ونه کړي، نو تر هغو به پاکستان په خپل دریځ کې د بدلون جدي اړتیا احساس نه کړي، مګر پر پاکستان د نړیوال فشار تر څنګ که افغان سیاسیون واحد معقول دریځ اختیار کړي، نو باور دی چې پاکستان ډېر ژر د افغانستان په اړه په خپل دریځ کې بدلون راولي.

 

محمد بشیر یوسفزوی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply