حکومت اصلاحاتو ته ژمن دی / ايمل پیاوړی

0 484

اوسني حکومت ته اکثره ستونزې او ناخوالې له تېر حکومته په میراث ور پاتې دي، یو له دغو ستونزه څخه اداري فساد دی. له بده مرغه د ولسمشر کرزي د واکمنۍ پر مهال فساد په هېواد کې هم پراخ شوی و او هم یې ځېلې او رېښې دومره غځولې وې چې ځینې ادارې یې د فلج کېدو تر کچې نږدې کړې وې.

تر ټولو بده لا دا چې د حکومت او ولسونو تر منځ د واټن د زیاتوالي یو تر ټولو عمده لامل همدغه اداري فساد و، ځکه د فساد له امله ادارې نافعالې وې، د خلکو کارونه پر وخت نه اجرا کېدل، له مراجعانو سره سم چلند نه کېده او مسوولانو د همدغه فساد له امله خلکو ته د اساسي خدمتونو او اسانتیاوو برابرولو ته نه یوازې پام نه کاوه، بلکې دې برخې ته بېلې شوې پیسې یې لوټلې او په خپلو کې سره وېشلې او له همدې امله ولس پر مقاماتو بې‌باوره او د دوی تر منځ د بې‌باورې، کرکې او نفرت فضا حاکمه وه.

ملي یووالي حکومت د خپل واک په لومړیو ورځو کې د جنګ د مدیریت تر څنګ له فساد سره جدي مبارزې ته مټې را بډوهلې او د فساد ضد مبارزه یې دکاري لومړیتوبونو په سر کې وه، خو په دغه مبارزه کې ځکه هغومره و نه ځلېده، څومره چې تمه کېده چې له یوې خوا هېواد په جنګي حالت کې و او له بل پلوه په سیاسي او امنیتي برخه کې انتقال کې و. تر څنګ یې د تېر حکومت پر مهال فساد دومره زیات او پراخ شوی و چې له هغه سره د مبارزې له‌پاره زیات وخت ته اړتیا لیدل کېده.

له اداري فساد سره د مبارزې په موخه لومړی په عدلي او قضایي ارګانونو کې فوق العاده بدلونونه راغلل او تر څنګ یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو په تېره بيا په ملي دفاع وزارت کې د شته فساد له منځه وړلو ته زیات پام وشو چې له امله یې په ملي دفاع وزارت کې د فساد کچه فوق العاده راکمه شوه، پر قراردادونو له سره کتنه وشوه، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ډاډ ورکړل شو چې هیڅوک د دوی له اعاشې، اباطې او امتیازاتو غلا نه‌شي کولای او که یې وکړي، د هغو څو ستوریزو جنرالانو په څېر به عدلي او قضایي ارګانونو ته د څېړنو له‌پاره ور وپېژندل شي چې د فساد له امله دا مهال په څرخي پله زندان کې د خپل عمل سزا ګالي.

کورنیو چارو وزارت ته په دغه وزارت کې له فساد سره د مبارزې او د اصلاحاتو راوړلو په موخه د ولسمشر له لوري بار بار سپارښتنه شوې او په دې برخه کې جدي کار دوام لري. حکومت له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې تل په ولس د ملاتړ او غږ اوچتولو غږ کړی دی، ځکه دوی په دې برخه کې د ولس رول اساسي بولي.

همدا رنګه حکومت له لویه سره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست فعال کړ او په دولتي ادارو کې د استخدام پروسه یې همدوی ته وسپارله، ځکه پخوا چې هر وزارت او ادارې د مامورانو د استخدام صلاحیت درلود؛ نو هم پکې فساد زیات و او هم د پوهې کچې، مسلک، مهارتونو او تجربو ته زیات پام نه کېده.

ولسمشر غني د دولت د کارکوونکيو د کاري مصوونیت او د باور فضا د را منځ ته کولو لهپاره د استخدام صلاحيت د اداري اصلاحاتو کمېسیون ته وسپاره چې ولسمشري بنسټ نېغ په نېغه د هغه اجرات وڅاري او کنټرول یې کړي. حکومت ټینګار کوي چې د کارکوونکيو په انتخاب او یا انتصاب کې د تخصصي کادري نظام او شفافیت فرهنګ د را منځ ته کولو لهپاره باید معیارونه شفاف او موجه وي او د هغو په اجرا کې هر اړخېز دقت وشي.

ملي مشارکت او د حکومت په تخنیکي، اداري او اجرایوي بدنه کې د هېواد د ټولو قشرونو شاملول د ملي یووالي حکومت او په تېر بيا د ولسمشر غني له اساسي اصولو څخه یو دی، خو ملي مشارکت د کفایت د معیارونو د راټیټولو په مانا نه دی، بلکې معیارونو ته په پام د افغانستان له بېلابېلو نقطو ځوانانو ته د عمومي کانکور له لارې د مشروع رقابت لاره برابرول دي.

حکومت اصلاحاتو ته ژمن دی

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply