ولې الکټرونکي پېژندپاڼې؟ / محب هارون

0 776

په موجوده وخت کې د خلکو له غوښتنو سره سم د نړۍ په زياتو برخو کې اليکټرونيکي پېژندپاڼې وېشل کېږي چې په عصري نړۍ کې دغه اقدام بې‌ساری مخ پر وړاندې روان دی او هغه هېوادونه چې په پخواني سيسټم او مېتود کار کوي، هم همدې سيسټم ته يې لېوالتيا ښوولې ده. دغه سيسټم ډېر اسانه او د هېواد د امنيت او تل‌پاتې ودې په برخه کې رغانده رول لوبوي.

مګر هغه هېوادونه چې د ميکرو پروسسر په بنياد د سمارټ کارټ تيکنالوژی تطبيقوي، له جدي انډېښنو سره مخ دي او پر دغه سيستم څه نيوکې لري.
خو له دې سره سره الکټرونیکي مېتود زيات شمېر فايدې لري، چې تفصيل يې لاندې دی؛

الکټرونيکي پېژندپاڼې او ډيجيټل نړۍ
په تېرو لسيزو کې د اي ډي سيسټم او د ډيجيټل تبادلې شمېر په چټکتيا سره زيات شوی دی او په زياتو برخه کې اسانتيا را منځ ته شوې ده. له ۱۹۹۷ څخه را په دې خوا د نړۍ پرمختللي هېوادونه په دې تکل کې وو چې د پېژندپاڼو په برخه کې پوره بدلون او انقلاب راولي چې له هماغه وخته يې په داسې يو سيسټم طرحه، ډيزاين، توليد او نړۍ ته وړاندې کړ چې وروسته په دې وتوانېدل چې هم په فزيکي او هم په ډيجيټلی توګه د ميليونونو خلکو د توجه وړ وګرځي.

پرمختللي هېوادونو هم د همدې سيسټم له لارې نور پرمختګ هم کړی چې په ۲۰۱۴م کال کې يې دغه سيسټم په موبايل کې هم رواج کړ چې ډیر په اساني سره د موبايل په سپينه صفحه د يو کس پېژندګلوي مالومولای شي.
نن ورځ له ۶۰۰ څخه زيات شمير هيوادونه د ملی اليکترونيکي کارتونو درلودونکي دي. د دغه اليکترونکی پيژند پاڼو د پیژندلو برسيره د نورو قضيو د حلولو په موخه هم استعماليږي.

چې په عمومې توګه د شرکت د زیربناوو د خونديتوب، د کاري ځای ته لاس رسي، همدارنګه په ټول هيواد کې د ټولنيز امنيت، د موټرو جوازونه، روغتياوي برخو خدمات، د ټرانسپورټ برخې پوره خدمات او د بانک کارټونو له‌پاره استعمال لري.

الکټرونيکي پېژندپاڼو کې کارول شوې ټيکنالوژي موثره ده
په پېژند پاڼو کې کارول شوي ټيکنالوژي د اوسني عصر يوه غوښتنه ده چې په ذريعه يې د تجارت په برخه کې کولای شو په پوره او باوري ادرس له يوه ځایه بل ځای ته په ډېره اسانۍ په زيات مقدار مبلغ ولېږو چې له فراډ او درغلي څخه پاک او شفاف سيسټم دی. ورته ټيکنالوژي د درغليو د مخ په زياتېدو ګواښ په نښه کولو کې پوره مرسته کوي.
دغه تګلاره د نورو خدماتونو او پېښو د ثبتولو له‌پاره هم استعمالېږی لکه د تايداتو، انلاين پيرودلو، ډيجيټل لاسليکونه، تصديق او پېژندګلوي او د سفر کارټونو له‌پاره کارېږي.
همدارنګه ډېر په اساني د طيارو د ټکټونو د اخيستنې په موخه هم استعمالېږي.

ملي الکټرونيکي پېژندپاڼې به په روڼتيا کې رغانده رول ولوبوي
د الکټرونيکي پېژندپاڼو په تاسيس سره به د هېواد په ملي امنيت او اقتصادي برخو کې پوره پرمختګونه راشي چې د پېژندپاڼو په جوړولو کې به پوره شفافيت او روڼتيا را منځ ته شي. په جوړولو کې به يې پوره يو ډيټابيس ولرو چې په اينده کې به ډېر په اساني سره د شجره نسب مالومات هم کولای شو چې په ثبت سره به يې هغه فعاليتونه او کړنې چې د کلونو تر منځ مو کړي وي په همدغه ډيتابيس کې ثبت او محفوظ وي.

دغه سيسټم د امنيت په برخه کې د خلکو د څارنې له‌پاره هم استعمالېږي.
په ټوله نړۍ کې دولتونه هڅه کوي چې د خپلو وګړيو له‌پاره يو اغېزناکه اقتصادي پراختيا، باوري، خوندي او شفافه لاره په کار واچوي چې وکولای شي په ډېره اساني سره خپلو موخو ته ورسېږي. دا ټول فکټورونه د امنيت په برخه کې شوني دي؛ نو الکټرونيکي پېژندپاڼې د امنيت په برخه کې بې‌ساری لاس‌رسی پياوړی کولای شي. د الکټرونيکي تذکرو په استعمال سره دولت کولای شي پوره اصلاحات او د ارامي فضا را منځ ته کړي او د بې‌ثباتي اغېز راکم کړي.

«د اليکترونکی پیژندپاڼو د تيکنالوژی په ذريعه سره کولاې شو چې ډير په اسانه د کال عوايدو دولت ته تحويل کړو، همدارنګه د رايو په وخت کې د ليری پراتو سيمو څخه ډیر په اسانئ رايی واخلو، هغه فاصله چې په سل ګونو او لس ګونو کيلو متره وهله کولاې شوو چې د اليکترونیکی پيژند پاڼو په ذريعه حل و فصل کړو.
د افغانستان اليکترونيکی پيژندپاڼي چې په مشترکه ډول د وزارت مخابراتو او معلوماتي تيکنالوژی، وزارت داخله، وزارت عدليه او وزارت مالیه پروژه ده چې مجموعي مصارف يې ۸۰ ميليونه امريکايي ډالر تخمين شوي دي. چې ياد مبلغ د انکشافی بودجی څخه ورکول کيږي.

د الکټرونيکي پېژندپاڼو پیل پر ځای ګام دی چې زيات شمېر امکانات پرانيزي، ډاډ تر لاسه کوي، د بشري پرمختیاوو ګټو څخه پوره ګټه اخلي، د قانون حاکميت او امنيت تضمينوي. دې پروژې ته بايد له زړه هرکلی ووايو او پلوي يې وکړو.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply