فلسطین؛ د عربي هېوادونو له لاسه وتونکی هویت

0 589

لیکوال: طلال سلمان
ژباړه: حمیدالله حمیدي

مشهور لبنانی لیکوال او خبريال طلال سلمان لیکي، عربي هېوادونه له بیت المقدس څخه د نه ملاتړ له کبله خپل هویت له لاسه ورکوي. نوموړي په خپله خپره کړې مقاله (اې فلسطینه ستا خوا ته درځم) کې لیکي، له دې وروسته عربي هېوادونو ته نه کوم هویت ور پاتې دی او نه هم ارمان. طلال لیکي دا هویت به یې تر هغه وخته له لاسه وتلی وي، تر څو یې چې فلسطین خپل کړی نه وي.
طلال سلمان په خپله مقاله کې وړاندې لیکي، چې فلسطین د همدې اعرابو قرباني شو، هغه فلسطین چې یو وخت د قذافي او صدام حسین ارمان و او د ټولو عربي هېوادونو هویت ور پورې تړلی دی.
دی لیکي د فلسطین خلکو د یوې مزایدې په پایله کې یوه ټوټه خاوره له لاسه ورکړه، حقونه یې تر پښو لاندې شول اوس داسې ښکاري، چې د همدې عربي هېوادونو د بې پروایۍ له کبله، د فلسطینیانو یوه لویه جغرافیه له لاسه وتونکې ده.
همدا اوس هم ګڼ شمېر فلسطینیان په خپله خاوره کې بېځایه شوي دي، په لوی لاس يې د امریکا او اسرائیلو په مداخلې نومونه د هغو مرسته رسوونکو خیریه ټولنو له نوملړونو لرې کېږي، چې غواړې له بېوزلو فلسطینیانو سره مرستې وکړي. خو عربي هېوادونه دا هر څه په خپلو سترګو ویني او پټه خوله دي. دغه راز ډېری عربي هېوادونه په دې خوښ دي چې د فلسطین د ارمان بوج یې له اوږو سپک شي.
سلمان وړاندې لیکي، غربي هېوادونه هڅه کوي چې شتمن، پوه او تجربه لرونکي فلسطینیان خپلو هېوادونو ته جذب کړي او یا یې هم وهڅوي چې په نورو هېوادونو کې پانګونې وکړي چې دغه کار کلونه وړاندې پیل شوی دی. د بېلګې په توګه یوسف بیدس اوس په پاریس او د نړۍ په نورو هېوادونو کې لویې پانګونې لري. دغه راز له وطنه محرومو فلسطینیانو د عربي هېوادونو په پرمختګ او رغونه کې پراخه برخه اخیستې ده، د بېلګې په توګه د قطر، سعودي عربستان او لبنان هېوادونو په جوړولو کې.
سلمان بن طلال وړاندې لیکي، اخوان المسلمین لومړنۍ ډله وه چې د فلسطین د آزادۍ لپاره را پورته شوه. له هغه وروسته د فتح سیاسي جنبش جوړ شو او شعار یې د فلسطین ازادي وه. په ورته وخت کې ډېرې نورې ډلې هم پیدا شوې چې غوښتل یې د فلسطین لپاره ازادي واخلي، خو په دې وخت کې عربي هېوادونو ظاهره داسې مداخله وکړه چې ګواکي دوی له یادو بنسټونو سره همغږي دي او غواړي له فلسطین سره د آزادۍ په اخیستو کې مرسته وکړي، خو وروسته معلومه شوه چې اصلي موخه یې د همدې بنسټونو پاشل او له منځه وړل وه.
د سلمان بن طلال په مقاله کې راغلي، چې په فلسطین کې را ټوکېدلې ټولنې، دومره واک نه لري، دوی هڅه کوی، چې د یوه دولت په توګه را پورته شي، خو نه شي کولی. ځکه دوی خپله ډېره خاوره له لاسه ورکړې ده او د اسرائیلو په لاس کې ده. اسرائیل هره ورځ پر دې اشغال شوې ځمکه ښارګوټي جوړوي، داسې چې نور د ځمکې اصلي څښتنانو ته څه ور پاتې هم نه دي.
له اسرائیلو سره د امریکا مرسته، د ټرمپ له خوا بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه پېژندل او خپل سفارت هلته لېږدول او د عربي هېوادونو پټه خوله پاتې کېدل ټول هغه څه دي چې خبره د فلسطین پر زیان او د نورو په ګټه تمامه شي.
عربي رژیمونو فلسطین یوازې پرېيښی دی.
سلمان په خپله دې مقاله کې لیکي، چې له اسرائیلو سره د امریکا بې کچې مرسته او د عربي هېوادونو له دې ارمان څخه لاس په سر کېدل چې فلسطین باید آزاد کړي، اشغالګرو ته دا موکه په لاس ورکوي چې د فلسطین لا نورې ډېرې سیمې لاندې کړي او په دې سیمو کې بې شمېره لوړپوړيزې ودانۍ او ښارګوټي جوړ کړي. فلسطینیان اوس ځانونه بېخي یوازې ګڼي او ځینې مبارز ځوانان او پېغلې یې هره ورځ په خالي لاس د هغو اسرائیلي عسکرو پر وړاندې لاریونونه کوي چې په پرمختللو وسلو سمبال دي. دوی له دښمن سره کله په خالي لاس او کله هم د سړې وسلې پر مټ جنګېږي.
لیکوال لیکي، په ټوله کې عربي وطن او هویت د خطر له جدي ګواښ سره مخ دی. عربي هېوادونه د هویت له ذلت سره مخ دي او دا ذلت به تر هغه پورې دوام کوي، تر څو یې چې له لاسه وتلی بیت المقدس بېرته لاس ته راوړی نه وي. ډېری عربي هېوادونه د بیت المقدس د لاسه وتلو پړه خپله پر فلسطینیانو ور اچوي، خو اصلي خبره دا ده چې پړه په ټوله کې هغه که اوس وي او یا هم پخوا د عربي هېوادونو پر غاړه ده. په ۱۹۴۷ کال کې ملګرو ملتونو د فلسطین د وېش پرېکړه وکړه، خو بیت المقدس او بیت لحم ته یې د ځانګړي وضعیت لرونکو سیمو نوم ورکړ چې د ملګرو ملتونو په واک کې به وي، خو دغه پرېکړه عملي نه شوه. د امریکا کانګرېس په ۱۹۹۵ کال کې یوه مصوبه درلوده چې له فدرال دولت څخه ‌یې غوښتي چې بیت ‌المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژني. اوس چې له هغه وخته ۲۳ کاله تېرېږي، د امریکا ټولو ولسمشرانو د امریکا د سفارت انتقال او د اسرائیلو د پایتخت په توګه د دغه ښار په رسمیت پېژندل ځنډولي وو.
د ټرمپ دغه اعلان د امریکا متحده ایالاتو د څو لسیزو هغه پالېسي بدله کړه چې ویلي یې وو، د بیت‎ المقدس برخلیک باید له فلسطینیانو سره د خبرو اترو له لارې چې د دوو دولتونو د حل‎ لارې په نوم یادېده، مشخص شي. د ټرمپ د دې پرېکړې پر وړاندې ګڼ شمېر هېوادونو غبرګونونه وښودل او په ډېری هېوادونو کې یې پر ضد لاریونونه وشول. د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان بېړنۍ غونډه په ترکیه کې جوړه شوه. د ترکیې ولسمشر په غونډه کې د خبرو پرمهال نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې وویل، د ټرمپ دا پرېکړه له اخلاقو لرې، پوچه او د فلسطین د رټنې په مانا ده. اردوغان وویل چې ان لېوان پر مېږو داسې حملې نه کوي، لکه صهيونيستي رژیم چې پر فلسطین له ۱۹۴۶ کال را په دېخوا کړې دي. د ترکیې ولسمشر له امریکا وغوښتل چې د بیت المقدس په اړه خپله کرغېړنه پرېکړه بېرته واخلي، ځکه په هېڅ صورت دوی ته د منلو وړ نه ده. په دغه غونډه کې د ځینو عربي هېوادونو مشرانو ګډون نه و کړی. له هغه وروسته ملګرو ملتونو د بیت المقدس په اړه بېړنۍ غونډه را وبلله. د بیت المقدس په اړه د ملګرو ملتونو په بېړنۍ غونډه کې ۱۷۲ هېوادونو ګډون کړی و. تر بحث وروسته یې د ټرمپ د پرېکړې پر خلاف رایه ورکول پیل کړل چې په پایله کې، ۱۲۸هېوادونو د فلسطین په ګټه رایه ورکړه. ۹ هېوادونو د امریکا په شمول د اسرائیلو په ګټه رایه وکاروله. ۳۵ نورو هېوادونو چې کاناډا او استرالیا هم پکې وو د رایې له ورکولو څخه ډډه وکړه. تر غونډې مخکې ټرمپ خبرداری ورکړی و چې له هغو هېوادونو سره به اقتصادي مرستې بندې کړي چې د ده د پرېکړې پر ضد رایه ورکوي. تازه د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس اسرائیلو ته د سفر پر مهال ویلي چې دا یې بیت المقدس ته لومړی او له ویاړه ډک سفر و. د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس دې خبرې اسلامۍ نړۍ ته یو ځل بیا روحي ضربه ورکړې ده او په خواله رسنیو کې د هغه پر وړاندې ګواښوونکي عکس العملو ښوودل شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply