جګړه نه، جرګه!/محمد بشیر یوسفزوی

0 728

جرګه زموږ ملي دروند منلی دود او د ملي کشالو او ستونزو اساسي حل لاره ده. همدارنګه سوله الهي امر او زموږ د خلکو اساسي غوښتنه ده. جګړه برعکس بدمرغي، ویجاړي، بربادي او بدبختي ده. له څلورو لسیزو راهیسې زموږ هېوادوال د جګړې ډېرې بدې او ترخې خاطرې لري.

زموږ هېوادوال نور له جګړې ستړي دي، ځکه نو د جګړې پرځای جرګه غواړي او د جرګې ناره غبرګوي. د سولې جرګه، د وحدت او یووالي جرګه، داسې جرګه چې په جنګ کې ښکېلې خواوې د مذاکراتو له لارې په یو ټغر راټول کړي او یو د بل له بدبینۍ، وژلو او نابودۍ څخه یې را وګرځوي.

موږ داسې جرګه غواړو چې له برکته یې زموږ هېواد او هېوادوال سولې ته ورسېږي. ثبات ته ورسېږي. د عزت او پرمختګ خاوندان شي. د وژنو، دربدریو، کډوالیو او بدمرغیو توره کمپله ورټوله کړي، خلکو ته ډاډ، ارام او سکون ورکړي.

مګر اساسي خبره داده چې نه جګړه یوازې په کرکه ورکېږي او نه هم جرګه یوازې په هیله مندۍ کېږي. د دې دواړو لپاره عملي ګام او اقدام ته اړتیا ده. د ټولو ګډ اقدام ته.

هیله ده چې ولس په دې برخه کې اصل ابتکار په لاس کې واخلي. خصوصاً قومي مشران، متنفذین، دیني علما او د ټولنې نور بانفوذه اقشار دې مخته شي، د جګړې د پایته رسولو او جرګې کولو لپاره دې عملاً مټې رابډوهي.

که چېرې د هېواد متنفذین او علما په بېلابېلو سیمو، کلیو او ځایونو کې سره جرګه شي او بیا خپلې هڅې سره شریکې کړي او په ګډه د ولسوالیو، ولایتونو او زونونو په کچه جرګې جوړې کړي، نو باور دی چې د دوی هڅې او کوښښونه به ډېر ژر رنګ راوړي.

ځکه هر بهیر چې د ولس له منځ څخه د ولس په همغږۍ او ملاتړ راوټوکېږي، نو همغومره ژر نتیجې ته رسېږي. کله چې وسله وال مخالفین په دې پوه شي، چې ولس نور دوی نه غواړي او په واحد صف کې د دوی پر وړاندې ودرېږي. نو باور دی چې یا به له مخالفته لاس اخلي او یا به هم سیمې پرېږدي، ځکه هغوی نه د ولس پر وړاندې ودرېږي او نه هم دومره قوت او جرئت لري چې له ولس سره په مخالفت کې ودرېږي او یا دې د وسلې استعمال ته زړه ښه کړي.

د جګړې پرځای جرګه د ولس په هلو ځلو نتیجې ته رسېدلی شي. تر هغو چې ولس سراسري حرکت رامنځته نه کړي او عملاً لاس په کار نشي، نو تر هغو به د جګړې قربانیان وي او هره ورځ به د بدمرغه جګړې له امله متضرر کېږي.

که موږ په رښتیا هم له جګړې کرکه لرو او واقعاً له جګړې ستړي یوو، نو بیا راځئ چې سره  جرګه شو او دا کار له خپله ځانه پیل کړو، په خپلو کلیو او سیمو کې سره را جرګه شو او بیا د خپلو دغو جرګو لمنې خپلو نږدې کلیو او سیمو ته وغځوو او بالاخره د هېواد په کچه یو چتر ایجاد کړو، داسې چتر چې د بدمرغه جګړې د ختمولو لپاره اساسي لارې چارې ولټوي او وسله وال مخالفین یا د سولې له لارې عادي ژوند ته ستانه کړي او یا یې د زور له لارې نابود کړي. هغه مهال به نو د جګړې پرځای د جرګې شعار رنګ راوړی وي. د ژوند رنګ، د ښادۍ رنګ، د پرمختګ، هوساینې او سوکالۍ رنګ، داسې رنګ چې د ټول ولس سوکالي او نېکمرغي په کې نغښتې وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply