د افغان جګړې هندسي جوړښت / فرهاد داوري

0 752

مقدمه:

مائو وايې (جګړه ويني تويونکی سياست دی او سياست بېله ويني تويني جګړه ده)، د جګړې ستراتيژيک عُمق د سياسي موخو لاسته راوړل دي، جګړه د قدرت تاوتريخجن استعمال دی، پدې استعمال سره د سياست تطبيق ريښتنی کېږي، نو د جګړې هيڅ لوری بې هدفه سياست نه کوي او نه هم هيڅ سياست بې هدفه جګړه کوي، پدې مقاله کي هڅه کوم چي د افغان جګړې لپاره هندسي جوړښت وړاندي کړم، تر څو د جګړې د شکلياتو او معنوياتو له مخي معيارونه معلوم سي، د افغان جګړې د حل لپاره اوس نړيوالي هڅي رواني دي، تر څو پر حللارو توافق تر لاسه کړل سي.

د افغان جګړې شکل

په افغانستان کي د رواني جګړې منطق له درو اړخونو څېړلای سو، لومړی د افغان دولت له وجودي پاليسۍ له اړخه، دوهم د نړيوالي ټولني په ځانګړي ډول د امريکا د تروريزم پر وړاندي د مبارزې له اړخه او درېيم د طالبانو د قدرت غوښتني له اړخه، دا درې ډوله منطق پدې جګړه کي نغښتی دی، ياني افغان جګړه مثلثي منطق لري، ځکه د هر اړخ منطق بېل دی او د مختلفو تکتيکونو څخه ګټنه کوي.

د امريکا د تروريزم سره د مبارزې پاليسي آمرانه ده، تر څو هغه ډلي چي د امريکا او نړۍ ګټو ته زيان رسوي، په ظاهري بڼه ورټل سي، خو ددې تر څنګ امريکايي عسکرو ته داسي ذهنيت ورکړل سوی دی چي د تروريزم پر وړاندي په ايډيالوژيکه بڼه مبارزه وکړي، امريکا د تروريزم د قوت تصوير په خپلي ټولني کي وړاندي کړی دی، نو ځکه يې هر فرد د تروريزم پر وړاندي د نفرت تصويرونه په خپل مغز کي لري، نو تر ډېره بريده د امريکا جګړه عمودي او په ځينو حالتونو کي افقي اړخ لري. له بل پلوه افغان حکومت ددې جګړې پر وړاندي د خپل ملي حاکميت د ژغورني او ساتني په موخه حرکت کړی دی، تر څو ملي حاکميت له جنګياليو ډلو څخه خوندي کړي، په افغان سرتيرو کي فکري او ايډيالوژيکي عنصر په کم ډول رُشد کړی دی، دوی تر ډېره بريده ځکه جګړه کوي چي په همدې امر سوي دي، د همدې لپاره معاش اخلي او د همدې لپاره وسله ورکړل سوېده، په ډېره کمه سلنه کي دا سرتيري فکري او ايډيالوژيکي جګړې کوي، نو ځکه ويلای سو چي د افغان جګړې شکل عمودي دی، ياني امرانه جګړه ده، که امر نه وي سرتيري د خپل فکري محور له مخي ماشې ته ګوته نه ور وړي، حتا ځيني يې د طالبانو سره تعامل کوي، تر څو ځان وساتي، خو د طالبانو جګړه عمودي او افقي اړخونه دواړه لري، له يوې خوا طالبان د سياسي او محيطي عکس العمل په ترڅ کي را پورته سوي دي او له بل اړخه ځيني بيا د جهادي مفکورې له مخي درېدلي دي، نو ځکه هغه طالبان چي د جهادي مفکوري له مخي توپک اخلي، هغه ايډيالوژيکي او فکري جګړه کوي.

د جګړې ماهيت په سنګر کي د سرتيرو د اعمالو څخه معلوميږي، افغان حکومت په تآسف سره پدې ندی توانېدلی چي په سرتيرو کي فکري او ايډيالوژيک نفوذ وکړي، بلکي يوازي د معاش او وظيفې له مخي يې جګړې ته هڅوي، نو هغه جګړه چي فکري او ايډيالوژيکه نه وي، عمودي جګړه ده او هغه جګړه چي د فکري اختلاف او ايډېالوژيکي ارزښتونو له مخي کېږي، هغه افقي جګړه ده.

د افقي او عمودي جګړې منطق:

د تېر کوچني اختر په ورځو کي کله چي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ درې ورځنی اوربند اعلان سو، حکومتي عسکرو او طالب جنګياليو پر مخونو سره مچ کړه، لاس تر غاړي ودرېدل، حتا په ځينو ځايونو کي يې ښه ډېر وژړل او پر خپلو کړنو يې پښېماني وښودل، که دا ډول کړني تحليل کړل سي، دا پدې مانا ده چي عسکر او طالب فکري اختلاف نلري، يوازي د قدرت د مرکزيت لخوا په جګړې امر سوي دي، دوی د امر تابع دي نو ځکه جګړه کوي، نو هغه جګړه چي د آمر د امر له مخي مخته وړل کېږي، عمودي جګړه ده، که چيري عسکر او طالب فکري او ايډيالوژيکي اختلاف درلودای، نو په اوربند کي به يې هم يو له بله نفرت کولای، خو معادله سرچپه وختل.

په طالبانو کي د افقي جګړې اړخ د حکومت تر افقي اړخ زيات دی، ځکه په طالبانو کي زيات داسي کسان سته چي د فکري او جهادي اړتيا له مخي درېدلي دي، خو په افغان حکومت کي داسي عسکر په کمه اندازه دي چي د فکري اړتيا له مخي يې توپک اخيستی وي، په ټوليز ډول ويلای سو چي د افغان حکومت او طالبانو جګړې دواړي عمودي اړخ لري، ياني د مرکزي قدرت د امر تابع دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply