محمد اشرف غني؛ خپل  سیاسي مخالفین څه ډول له مخې لرې کړل؟/ احمدشاه راشد

0 874

د ۲۰۱۴م کال له جنجالي او اوږدو ټاکنو را وروسته د دواړو مخکښو ټاکنیزو ټیمونو ترمنځ د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري په منځګړيتوب  د ملي یووالي په نوم یو ایتلافي حکومت رامنځته شو. د ملي یووالي په نوم یاد ایتلافي حکومت له هماغه لومړیو ورځو په داخلي اختلافاتو کې را ښکېل شو.

په لومړیو کې د یاد نظام د دواړو ټاکنیزو ډلو د مشرانو او بیا وروسته د هرې ډلې دننه اختلافونه رامنځته شول او دا اختلافونه ورځ تر بلې په ډیرېدو شول، هېواد کې  روان وضعیت نور هم د بحران لوري ته کش شو او دا وضعیت لا هم ورځ تر بلې په زور اخیستو مخ پر وړاندې روان دی.

د ملي یووالي حکومت د هوکړې له مخې د دې نظام دوه کلنه موده آن یو کال وړاندې پوره شوه هم د جان کیري په دخالت دا موده آن تر پنځو کلونو وغځېده. ډیری په دې باور دي چې په هېواد کې روان خراب امنیتي وضعیت د حکومت دننه سیاسي اختلافات او د واک د ویش پر سر یو د بل پښو ویلو له کبله دی او حالت لا هم د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ ښه په ګرمه روان دی.

غني؛ دوستم یې ولې ځانته او بیا آن جلا وطنه کړ؟

په ۲۰۱۴ م کال کې، چې کله محمد اشرف غني د جمهوري ریاست ټاکنو ته ځان نوماند کړ، جنرال دوستم یې خپل لومړی معاون وټاکه، په داسې حال کې، چې له دې وړاندې  محمد اشرف غني جنرال دوستم قاتل او یو جنایت کار شخص ګڼلی وو او دده د محاکمه کولو غوښتنه به یې کوله. ولې ده خپل لومړی معاون وټاکه او موخه یې هم د ترک تبارو د اکثریت رایو اخستل وو.او په دې کار ورسره په ټیم کې پښتون ټبره خلک له ده نه خفه او ګیله من شول دوی دا احساس کاوه، چې دوستم همغه دوستم دی، چې په زرګونو خلک ( طالبان) له تسلیمېدو نه وروسته په بندو کانټېنرونو کې مړه کړل. ځکه جنرال دوستم په خپل قوم کې په پراخه کچه نفوذ لري او د خپل قوم ټوله رایه یې محمد اشرف غني تر لاسه کړه.

او، چې کله دواړه ټاکنیز ټيمونه د امریکا د پخواني بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړیتوب  د ملي یووالي حکومت تشکیل کړ او واک یې په پنځوس- پنځوس د دواړو ټیمونو تر منځ تقسیم کړ.  جنرال دوستم  په شمال کې د حکومت د پوځي امکاناتو نه په استفادې د طالب او داعش په نامه باندې خپل سیالان او خاصتآ پښتنو د ضعیفه کولو هڅې پیل کړې او په لوی لاس یې خلک خاصتآ پښتانه په شمال کې د حکومت پر وړاندې صف نیولو ته مجبور کړل،  او ورځ تر بلې امنیتي وضعیت په شمال کې د خرابېدو په لور رواند دی.

او د خپل معاون او د جوزجان د پځواني والي انجنیر ایشجي سره یې جنجال ښکاره او ایشجي په دوستم تور پورې کړ، چې زه یې جنسي زورولی یم له تحقیقاتو وروسته هم معلومه شوله، چې ایشجي ته جنسي زور ورکړل شوی دی. ددې موضوع په اړه د افغانستان حکومت، ملګرو ملتونو، د امریکا او نورو هېوادونو سفارتونو دا موضوع وغندله او د جنرال دوستم د محاکمې غوښتنه یې وکړه. د سیاسي معاملي وروسته جنرال دوستم له افغانستانه د مریضۍ په پلمه ترکې ته ولېږل شو. او دوستم څو ځل هڅه وکړه، چې افغانستان ته راشي ولې د حکومت لخوا ورته اجازه ورنکړل شوه او بیخې بې واکه شو.

احمد ضیا مسعود:

د ۲۰۱۴ م کال د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې احمدضیا مسعود د زلمي رسول د ټیم غړی وو او د محمد اشرف غني سرسخت مخالف ګڼل کېده او جمعیت اسلامي ګوند فعال غړی وو، چې کله د ولسمشری ټاکنې دوېیم پړاو ته لاړې احمدضیا مسعود د سیاسي معاملې له مخې محمد اشرف غني په مشری د تحول او تداوم له ټیم نه خپل ملاتړ اعلان کړ. او په دې سره یې خپلې اړیکې د جمعیت ګوند سره خرابې شوې.

د ملي یووالي حکومت په تشکیل سره احمدضیا مسعود د محمد اشرف غني لخوا د ښې حکومتولی په چارو کې خپل فوق العاده سلاکار وټاکه. او د یو څه وخت تېرېدو وروسته محمد اشرف غني د احمدضیا مسعود د لرې کېدلو فرمان صادر کړ او سبب یې هم دا څرګند کړ، چې په خپل کار کې ناکام وو او داسې ویل کیږي، چې احمدضیا مسعود د رسنیو له لارې خبر شو.  د محمد اشرف غني لخوا له دندې کوښه کړل شوی دی.

نوموړي ګواښ وکړ، چې د حکومت په ضد به پراخ لاریونونه وکړي او  مسعود زیاته کړه، چې د محمد اشرف غني حکومت دوام به په افغانستان کې بحران ته لاره هواره کړي.

بلکې محمد اشرف غني د یوه سنجول شوي پلان له مخې لومړی احمدضیا مسعود د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم نه را جلا کړ. چې نوموړي ټیم د جمعیت اسلامي ګوند استازي توب کاوه او له یو څه وخت وروسته یې له دندې ګوښه او بې صلاحیته کړ.

د شمال امپراتور!!؛

د ملي یووالي حکومت په راتګ سره دواړه ټیمونه په خپل منځ کې د حکومت په وېش سره جنجالونه درلودل په داسې حال کې، چې د دواړو ټیمونو په داخل کې هم په پراخه کچه مخالفتونه را پیدا شوي وو د جمعیت اسلامي د ګوند د اجرائیه شورا مشر، د بلخ پخواني والي او د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم برجسته غړي عطا محمد نور د افغانستان د جمهور رییس محمد اشرف غني سره د جمعیت ګوند په نمایندګی خبرې پیل کړې ګواکې؛ عبدالله عبدالله له دې وروسته د جمعیت ګوند نماینده ګي نشي کړی او د عبدالله عبدالله سره د دوی اړیکې  خرابې شوې دي . او په ځینو مواردو ورسره موافقې ته ورسېد یو شرط دا وو، چې عطا به د بلخ له ولایت نه استعفا ورکوي او عطا هم خپله استعفا محمد اشرف غني ته وړاندې کړه  له یو څه ځنډ او یو ځل بیا د عطا او ارګ تر منځ د مشکل د نه حل اوازه پورته شوله او په دې وخت کې محمد اشرف غني د عطا لخوا ورته وړاندې شوې استعفا منظوره کړه او د بلخ لپاره یې نوی والي وټاکه، چې دا کار ارګ د اجرائیه ریاست سره په تفاهم کړی وو او د عطا او عبدالله عبدالله تر منخ جنجال لا  جنجالي حالت ته داخل شو اوس داسې معلومیږي، چې د محمد اشرف غني سره د عبدالله عبدالله اړیکې تر هر بل وخت نه نېژدې شوې دي.

د عطا استعفا منظورول:

کله چې محمد اشرف غني د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا منظوره کړه، او د بلخ لپاره یې نوی والي تعین کړ، د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور خپله ورکړل شوې استعفا د ارګ سره د تېرې شوې  معاملې یوه برخه بولي او ټینګار کوي، چې کومه معامله چې له ارګ سره شوې وه په هغه کې زما استعفا هم وه، د هغه معاملې نورې برخې نه دي عملې شوي نو زما استعفا هم عملي بڼه نلري او خپل لرې کېدل یې د جمهور رییس محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د لرې کېدو سره تړلي او دا یې هم ویلي، چې دده د لرې کېدو او یا نه لرې کېدو فیصله به د جمعیت ګوند کوي تر اوسه پورې د جمیعت ګوند او ارګ تر منځ خبرې روانې دي خو تر اوسه کومې نتیجې ته نه دي رسېدلې.

امریکا؛ د ارګ او عطا ترمنځ

د جنوری په شپاړسمه نېټه باندې د امریکا د جمهور رییس معاون مایک پینس له جمهور رییس محمد اشرف غني سره تلیفوني خبرې وکړې د نورو موضوعاتو تر څنګ یې دواړو لورو د بلخ ولایت د سیاسي مشرتابه په اړه هم خبرې وکړې مایک پنس په ټینګار له افغان حکومت څخه ملاتړ کړی چې د بلخ له مستغفي والي عطا سره کار وکړي چې دغلته د خبرو له لارې په سوله ییزه توګه د مشرتابه انتقال ترسره شي.دا د ولسمشر اشرف غني او د بلخ د ليرې کړای شوي والي عطا محمد نور ترمنځ تر راپورته شوي کړکېچ وروسته لومړی ځل دی چې د امریکا یو لوړپوړی چارواکی په دې مسله کې له افغان چارواکو سره خبرې کوي. له دې دوه ورځې وروسته په افغاسنتان کې د امریکا له خوا د نوي ټاکل شوي سفیر هم ویلي، چې  واشنګټن د بلخ ولایت پر سر د راټوکېدلي جنجال د سوله ییز او بیړني حل ملاتړی دی. جان باس دا د افغانستان کورنۍ مساله یاده کړې او ویلي یې دي چې ددغه هېواد د اساسي قانون په چوکاټ کې حل شي. د امریکا سفیر دا هم ویلي چې ولسمشر د قانون له مخې د چارواکو ټاکلو او لرې کولو واک لري او ټولې خواوې باید ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي. او اوس د افغانستان او عراق کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد، چې افغانستان ته سفر کړئ وايي چې د حکومت او بهرنیانو زغم به د عطا نور له پاره ډېر نه وي او د عطا نور مخالفتونه نه شي زغملای. خلیلزاد له اریانا نیوز سره مرکه کې ویلي چې نړۍ ډېرو ناندریو ته اجازه نه ورکوي. نوموړي ویلي عطا نور هوښیار دی، دا به سهوه وي چې له نړیوالو ځواکونو سره مقابله وکړي. هغه زیاته کړې:”فکر نه کوم چې نړیوال ځواکونه به اړ شي، څو د ولسمشر پرېکړه په نور په زور ومني، (دغه مسئله) دې د قانون په چوکاټ کې ژر حل شي. هغه په کندهار کې د جنرال رازق د مخالفت په اړه ویلي چې ملک الطوایفي د منلو نه ده او نړۍ به بې طرفه پاتې نه شي

د جزیرو د جوړولو تر شا د چا لاس دئ؟

کله، چې په ۲۰۰۱ م کال کې امریکا په افغانستان باندې حمله وکړه، او د طالبانو امارت یې سقوط کړ، له هغه وخت نه کوښښ کېده، چې افغانستان په دریو جزیرو باندې وویشي، د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم په خپله یوه لیکنه کې لیکلي، چې د ۲۰۱۲ م کال په جریان کې حامد کرزي د سولې د پروسې د چټک کولو او په قطر کې طالبانو ته د سیاسي دفتر د پرانېزلو لپاره مشورې کړلې، په همدې وخت کې ما په ارګ کې د طالبانو له دوه لوړ پوړو چارواکو سره ملاقات درلودو هغه کوښښ کړ، چې زما له طریق نه جمهور رییس ته پیغام ورکړي، چې د امریکایانو سره د سولې  موضوع سخته ونه نیسي کوښښ د وکړي، چې  د سولې هڅې تېزې کړي او د طالبانو سره د یوه مصؤونې لارې د جوړولو هڅه دې وکړي. د خبرو په جریان کې یوه د طالبانو چارواکي د طالبانو امارت د سقوط په وخت، چې په ۲۰۰۱ م کال کې پېښه شوې وه قیصه وکړه؛ چې زه د هغه نوم نه اخلم څکه هغه اوس هم ژوندی دی هغه داسې ووېلې :«روز های آخر حکومت طالبان بود، ما از ولایات شمالی کشور عقب نشینی کرده بودیم، بمباریهای امریکائیان دوام داشت، فشار بالای ما زیاد بود. در چنین شرایطی جنرال محمود رئیس ISI از من تقاضا بعمل آورد که برای یک ملاقات نهایت مهم بدیدارش به شهر کویته بروم. این تقاضا برای من غیر عادی بود، زیرا ساحۀ مسوولیت من متفاوت بود. بعد از اصرار جنرال پاکستانی موضوع را با ملا محمد عمر اخند در میان گذاشتم و از وی پرسیدم که آیا موافق است من به کویته رفته با رئیس ISI ملاقات کنم؟مشر ملا صاحب توأم با تردید موافقه کرد و گفت محتاط باشم. من به کویته رفتم. لحظۀ ملاقات با جنرال محمود فرا رسید. جنرال یک نقشۀ بزرگ افغانستان را بروی میز هموار کرد، سه قلم را که رنگهای مختلف داشتند برداشته سه دایره بروی نقشۀ افغانستان کشیده و گفت، ما با امریکایی ها بموافقه رسیده ایم، طالبان دیگر ختم شده اند، این سه بخش افغانستان است، یکی در شمال دیگری در مرکز و دیگری در جنوب غرب. اتحاد شمال در شمال حکومت خواهد داشت، یک حکومت در مرکز و شما در جنوب منحیث حکومت طالبان باقی خواهید ماند. شما با این طرح موافقه کنید، حکومت شما از بین نخواهد رفت و بمباری ها نیز خاتمه می یابند. من موافقه نکردم و به کندهار برگشتم، نظر امیرالمؤمین را درین رابطه جویا شدم. ملا محمد عمر اخند با جدیت و عصبانیت این نظریه و این معامله را رد کرد. بدینگونه ملاقات من با جنرال محمود بی نتیجه ماند. چند سال گذشت، من یک دوره زندان را نیز سپری کردم. روزی در یک کنفرانس در یکی از کشور های خارجی مردی بمن نزدیک شد. خودش را معرفی کرد. گفت من امریکایی هستم، من ترا میشناسم ولی تو مرا نمی شناسی. چند سال قبل در بین من و تو فقط یک دیوار فاصله بود. زمانیکه تو با جنرال محمود در کویته ملاقات داشتی و نامبرده برایت یک پیشنهاد داشت، تو آنرا نپذیرفتی، اگر می پذیرفتی من از اتاق دیگر نزدت می آمدم و به توافق رسمیت می بخشیدم (…)». او دا قیصه وروسته پخواني جمهور رییس ته هم بیان کړه. نو داسې معلوميږي، چې په شمال کې د عطا شتون او په جنوب کې د خونخوار رازق شتون، چې اوس د ارګ له لوري د بلخ پخوانی والي عطا نور له دندې ګوښه کړل شوی ولی د بلخ ولایت نه خوشې کوي او ورسره په څنګ کې د کندهار د امنیه قومندان رازق خبرې، چې زه د ملي یووالي حکومت په دنده نه یم ګومارلی او نه مې له دندې لرې کولای شي د دوی د خبرو او د عبدالکریم خرم د لیکنې په اساس خپله امریکا په افغانستان کې د جزیرو شتون په افغانستان کې غواړي او ملاتړ یې کوي.

په درناوي

احمدشاه راشد

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply