له جنایت پسې جنایت/محمد بشیر یوسفزوی

0 589

له تېرې اونۍ راهیسې افغانستان او زموږ هېوادوال د وسله والو طالبانو د وحشتونو او جنایتونو شاهدان دي. پر کابل انټرکانټیننټل هوټل، جلال اباد ښار کې د ماشومانو د ملاتړ پر نړیوالې ادارې، کندهار کې په مېله ځای کې او کابل کې د جمهوریت روغتون تر څنګ په تروریستي بریدونو او چاودنو کې زموږ هېوادوال شهیدان او ټپیان او د دوی کورنۍ د ویر په ټغر کېناستې.

طالب وسله وال نه یوازې اسلامي او انساني حقونو ته درناوی نه لري، بلکې جنګي اصول هم تر پښو لاندې کوي، ځکه دوی له وژنو، وېرې خورولو، وحشت او جنایت مه واره د هېواد او هېوادوالو لپاره هیڅ ډول برنامه نه لري.

یوازې په یوه اونۍ کې د دوی په ترهګریزو بریدونو کې د شهیدو شویو او ټپي شویو کسانو کورنۍ دومره متضررې شي، چې  دغه زیان به تر لسیزو پورې هم جبران نه شي، ځکه په دغو پېښو کې موږ ځینې داسې کسان هم له لاسه ورکړل چې اغېز یې یوازې تر خپلو کورنیو  پورې محدود نه و، بلکې پر ټولنه یې هم فوق العاده اغېز درلود او په دغه حساس پړاوو کې افغانستان د دوی کار او خدمت ته زیاته اړتیا لرله.

دغو تروریستي بریدونو او چاودنو کې د وژل شویو کسانو ویر به ژر هېر شي، خو د دوی د نه شتون له امله له رامنځته شوي اغېز او حالت څخه به د دوی کورنۍ نه یوازې تر اوږدمهاله وځورېږي، بلکې د هغوی ناوړه اغېز به هم تر ډېره موجود وي. د هغوی اولادونه به له زده کړو بې برخې شي او د اولادونو سالمې روزنې ته به یې هغسې پام ونشي لکه د خپلو قرباني شویو پلرونو او وروڼو په وخت کې چې ورته کېده.

افغانستان له کلونو راهیسې د طالب وسله والو د پرلپسې جنایتونو شاهد دی او هر ځل موږ د دوی د دغو وحشتونو له لاسه ګڼ هېوادوال له لاسه ورکوو. مګر دا هیڅ نه ده معلومه چې طالب وسله وال د دغه ډول وحشتونو او جنایتونو ترسره کول له اسلامي او انساني پلوه څنګه توجیه کوي.

له بده مرغه افغانستان د طالب وسله وال په نوم له ډېر بې رحمه او سخت زړي دښمن سره مخ شوی دی، داسې دښمن چې نه د قوانینو، اصولو او ارزښتونو په نوم څه پېژني او نه هم د چا د ژوند پروا لري. دوی یوازې د خپلو پردیو او بهرنیو بادارانو په لمسون او اشاره داسې بوږنونکې پېښې ترسره کوي چې نه یې په تېر کې بېلګه لیدل شوې او نه به یې هم په راتلونکي کې ساری ولیدل شي.

حکومت او ولس ته ښایي چې طالب وحشي ته د سولې ور غځېدلی لاس نور را ټول کړي او له هغوی سره د سولې او مذاکراتو ټولې لارې وتړي. د هېواد په هره برخه کې د هغوی مرکزونه او پټنځایونه په نښه کړي او تر هغو یې وځپي تر څو چې دوی د اوربند او سولې غوښتنه نه وي کړي، له طالب وحشي سره بالمثل عمل پکار دی، ځکه  تر هغو چې دوی د زور له لارې مات نشي، نو سولې ته غاړه نه ږدي او نه به هم له  خپلو جنایتونو څخه لاس واخلي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply