د کابل د خونړي برید اصلي موخه د هند او اندونیزیا استازؤلۍ(سفارتونه) وو/ ښکلا احمدزۍ

0 953

د کابل د وروستی خونړي برید اصلي موخه د هند او اندونیزیا استازؤلۍ(سفارتونه) وو، چې پۀ څنګ کې ورسره د کورنیو چارو پخوانی وزارت او د سولې عالي شورا دفتر هم موقعیت لري.
ددې پېښې جدي پلټنه کۀ وشي، ښایي څرګنده شي، چې دا د سولې د تؤدو خبرو سبوتاژ کوونکې کړۍ دي، چې پۀ نظام کې د پنځم ستون پۀ توګه لکه د لستوڼي ماران ننؤتي او طرحې او پلانونه لۀ پکیستانه ورته راځي. اندونیزیا پدې وروستیو کې لۀ طالبانو سره د سولې پۀ خبرو کې ښکېل هیواد دی او د سولې عالي شورا استازو هم درې ځلې نومؤړي هیواد ته رسمي او بلا نارسمي سفرونه وکړل. اوس باید ملت ډېر هوښیار او پۀ ځیرکتیا ګام واخلي.
پدې پېښه باندې موږ ولیدل چې ظاهراً د ځینو جنګي او فکري طالبانو خواه هم بده ده. کۀ دا خبره یې لۀ زړۀ وي، حکومت ته پکار دي، چې دې پېښې ته ښه هوا ورکړي او د هغو طالبانو د راخپلؤلو او یا لږ تر لږه لۀ جګړې د لاس پر سر کېدو هڅه وکړي، چې لۀ دا ډؤل بریدونو سره مخالف دي.
د طالبانو پۀ لیکو کې هم کۀ کوم څوک د لږ ویښ ضمیر والا پاتې وي، باید دا پېښه یې برخلیک څرګند کړي او لږ ترلږه وسلَواله مبارزه نوره بس کړي. ? ځکه دې پېښې وښوده، چې دلته یؤ کافر بهرنی هم پکې ونۀوژل شو، بلکې ټول بېوزله افغانان د اور د لمبو خؤراک شول

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply