دعوت ته د نهه ویشتم
خپرنیز کال په مناسبت د مبارکۍ پیغام
دوکتور محمد عثمان تره کی – فرانسه
د افغانستان د جګړې د پیل نه راهیسې، مهاجر افغانان چه د نړي په مختلفو هیوادونو کې یې تیت او پرک ژوند له سره تیراوه د لاندې دوه دلیلونو په بنست یوې اغیزمنې مطبوعاتي کمونیکیشن لاسوند ته اړتیا لیدل کېده:
ــ خپل منځي اړیکې د تامینولو په مقصد
ــ د وطن د حالاتو نه خبرتیا
دغه اړتیا د افغانستان نه د باندې افغاني مېډیا او مطبوعات افغانانو ته ور په برخه کړ.
د کډوالتوب په لمړیو کلونوکې د نړي په ګوت ګوټ کې بې شمیره خپرونو په کار پیل وکړ چه زیاتره ېې د بهرنیانو له خوآ تمویل کیدلې. د وخت د تیریدو سره جوخت افغاني مطبوعات د عامه ارزونې د فلتر نه تیر شو. یوازې هغه خپرونې پاتې شولې چه د لاندې امکاناتو نه برخمنې وې:
ــ د تمویل ډاډمنې سرچینې
ــ مسلکي مدیریت
ــ تکړه قلمی همکاران
ــ د لوستونکو هرکلي.
د افغان مهاجرینو په منځ کې، دعوت د افغاني مطبوعاتو په کورنۍ کې د هغه لږو خپرونو څخه ګڼل کیږي چه د نوموړې معیارونو په بشپړیدو، توانیدلې نهه ویشت کاله عمر وکړی.
دعوت د هیواد د اوږدې غميزې په کلونو کې چې له هرې خوا د تاریخي شخصيتونو، افغاني ملي ارزښتونو او ملي مشترکاتو د پيکه کولو او ورکاوي طوفان را الوتی وو، د خپلو قلمي وفادارو همکارانو او پر وطن مينو افغان شخصيتونو په مټ، د ملي پرتم، ملي وفاق، ملي ارزښتونو او ګډ وطن د ساتنې او دفاع توغ پر خپلو اوږو ولري.
دعوت د خپل عمر په اوږدو کی د افغانانو او په ځانګړې توګه د افغاني کډوالو په منځ کی د نظر د تبادلې د باوري وثیقې په توګه پیژندل شوې ده. د ملي تفاهم زمینه برابره یې کړي ده. د ژبې، قوم، سیمې او مذهب د تعصبونو په وړاندې د ټینګ ملي مورچل د دریځ نه د مقابلې جوګه شویده او د افغانانو د سیاسي شعور د ودې په استقامت یې اوچت ګامونه پورته کړیدي.
د پیژندل شوې قلمي همکارانو سره اړیکې، په پښتو، دري ژبو خپرونې او د هغوي ترمنځ انډول، د افغانستان او نړي د مهمو وروستي خبرونو خپرول، دعوت ته د ژوند د بقا ضمانت او د یو ستندرد اخبار بڼه ورپه برخه کړې ده .
زه د دائمي همکار په توګه د دعوت چلونکو ښاغي بزګرته د دعوت د نهه ویشتمې کلیزې په مناسبت مبارکي وایم او ورته د هیواد په خدمت کې د لازیاتې هڅې او زیار هیله کوم .
فرانسه
د دسامبر څلورم ــ ۲۰۱٧م کال
دوکتور محمد عثمان تره کي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320