د رسنیو غیر مسوولانه چلند/ اېمل پیاوړی

0 1,055

د رسنیو په اړه دغه مشهوره معقوله چې له  پرښتې څخه شیطان او له شیطان څخه پرښتې جوړي پر افغاني رسنیو ډېره ښه تطبیقېږي، ځکه چې زموږ رسنۍ په خپلو خپرونو کې دومره بې احتیاطي کوي چې هم د هېواد له قوانینو او هم د رسنیو له اصولو څخه ښکاره سرغړونه کوي.

موږ وینو چې رسنۍ په خپلو سیاسي پروګرامونو او بحثونو کې داسې افراد او اشخاص را غواړي چې هغوی یوازې او یوازې د خپلو عقدو د سړولو، شخصي کینو د پاللو، نورو ته د توهین او سپکاوي کولو، تورونو پورې کولو او انګېرنو د اشباع لپاره له رسنیو څخه د تبلیغاتي وسیلې په توګه استفاده کوي.

د ځینو رسنیو د سیاسي او تحلیلي پروګرامونو چلوونکي د دوی له پوښتنو او څرګندونو څخه واضح معلومېږي چې له ځینو افرادو، اشخاصو، احزابو او جریانونو پورې تړلي دي، دوی له رسنیو او خپلو پروګرامونو څخه د فشار د وسایلو په توګه ګټه اخلي او له دې لارې ځینې اشخاص او ادارې دېټه مجبوروي چې د دوی د غلي کولو لپاره ورته باج او پیسې ورکړي.

د عامو وګړو او چارواکو په څېر رسنۍ هم قوانینو او خلکو ته ځواب ویونکي دي او دوی باید خپلو کړنو ته ځیر شي او مسوولانه چلند وکړي. ډېر وخت دوی په لوی لاس د حکومت او د امنیتي او دفاعي ځواکونو حیثیت او باور ته زیان رسوي، دوی په ځینو ځانګړو راپورونو کې یوازې له منفي زاویو ګوري او هغه خلک په کې ګړوي چې یا د معلوماتو په خلا کې وي او یا هم په لوی لاس د حکومت او امنیتي او دفاعي ځواکونو په اړه د نورو ذهنیت خراب کړي.

حتی د رسنیو د منفي تبلیغاتو ګټه د افغانستان دښمنانو ته ځي، ځکه موږ ډېر ځله لیدلي چې کله ترهګر د هېواد په کوم ښار او سیمه کې ترهګریز برید ترسره کوي او یا کومه سیمه کلابندوي، نو رسنۍ د پېښې له ځایه په خپلو ژوندیو پروګرامونو کې حتی ډېر محرم شیان هم خپروي چې خلکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د زیان اوښتو لامل کېدلی شي. د بېلګې په توګه پر شمشاد تلویزیون د برید پرمهال موږ ولیدل چې دوی د ځانګړو او کمانډو ځواکونو عملیاتي تکتیکونه بیا بیا خپاره کړل.

یا طلوع تلویزیون د جمهوریت روغتون تر څنګ د تروریستي برید پرمهال د پېښې له ځای او بېلابېلو روغتونونو څخه د پېښې د قربانیانو او ټپیانو داسې انځورونه او ویډیوګانې خپرې کړې چې هم یې د کتونکو پر روان بد اغېز درلود او هم یې د افغانستان دښمنانو ته ګام په ګام معلومات ورکول. د دغه وړ پېښو په اړه د ژوندیو برنامو او د ویډیوګانو د خپرولو زیان دادی چې ممکن دښمنان هغه مهال د کوم بل ناوړه برید د ترسره کولو تابیا وکړي.

حکومت ته ښایي چې په دغه وړ مواردو کې د رسنیو لپاره ځانګړي حدود وضع کړي او همدارنګه هغوی ته ووایي چې د خپلو پروګرامونو او خبرونو ځواب ویونکي دي او که د دوی د رسنۍ له لارې کوم چا غیر مسوولانه څرګندونې وکړې، نو یوازې اړوند کس نه، بلکې په خپله رسنۍ هم مسووله ده او د دغه مسوولیت له امله باید عدلي او قضایي ارګانونو ته ځواب ویونکې وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply