د دعوت مجلې ۲۵۰مه ګڼه

استاد عمر پاڅون

286

د دعوت مجلې دوه سوه پنځوسمه ګڼه دې درنو لوستونکو ته مبارکه وي. محمد طارق بزګر دې تل ژوندی وي، الله تعالی دې ورته اوږد عمر ورکړي چې د دعوت ډیوه تل روښانه وساتي.

دا دی دعوت د شپږدیرشو کلونو شو چې درې نیمې لسیزې یې شاته برېښودې. زه د دعوت سره د ۱۹۸۸ کال راهیسې په اړیکه کې یم. دعوت لومړی په اتو مخونو کې چاپېده. د دعوت د جریدې پاڼې ورځ په ورځ زیاتې شوې چې ورو ورو یې د مجلې بڼه خپله کړه.

دا دی نن د دعوت مجلې سره د دعوت ویبپاڼې سره هم هممهاله پرمخ ځي. په ۱۹۸۰مه لسیزه کې شوروي اتحاد سره د افغان مجاهدینو جهاد ښه په درز روان وو.

له پېښور سربېره په لویدیځ کې په لس ګونو نه بلکه په سل ګونو جریدې او مجلې خپرېدې خو د ګوتو په شمیر څو کلونو نشریاتو وروسته به یې پخپله وروستۍګڼه  لیکلی وو چې (د اقتصادي ستونزو له امله نه شو کولای چې خپلو نشراتو ته ادامه ورکړو).

همدغه یوه ستونزه به په هره ګڼه کې لیدل کېده چې خپرونه به ورسره ورکه شوه. ما په ۱۹۸۹ کال په پیل کې په یوه مجله کې همدا پورتنی ستونزه ولوسته. حق حیران شوم ځکه دا مجله په پېښور کې د افغانانو د داسې یو غښتلی تنظیم وه چې د میاشتې یې په ملیونونو ډالر د جګړې مصرف وو.

خو د میاشتې د یوې مجلې له پاره شل زره کلدارې یې نه لرلې چې خپله مجله پرې چاپ کړي.

اوس سړی ښه قضاوت شي کولای چې د دعوت مجله که پرون چاپي وه نن په بریښنایي ډول پرله پسې خپریږي.

د دعوت د ۳۶ کلونو نشراتو افتخار محمد طارق بزګر ته رسیږي چې یواځې په یو سر یې تر ننه دې ځای ته رسولې ده. نن که افغانان د نړۍ په هر ګوټ کې اوسي او غواړي چې د خپل هېواد او د سیمې د حالاتو څخه خبر شي ډیر په اسانۍ کولی شي. چې په خپل موبایل تلیفون کې دعوت ولولي او د وطن، سیمې او نړۍ له حالاتړ ځان خبر کړي.

دعوت بېلابېلې ادبي، سیاسي، ټولنیزې، اقتصادي، علمي … لیکنې لري، او ګلانو ماشومانو ته یې جلا ځای ورکړی دی.

په پښتو، دري،  انګلیسي او کله ناکله په نارویژي څلورو ژبو نشرات لري. زه به د دعوت ستاینه په دې لنډۍ سره وکړم:

ستا د ښایست ګلونه ډیر دي

ځولۍ مې تنګه ده زه به یې کوم یو ټولومه

زه په خپل وار سره د دعوت درنو لوستونکو، لیکوالانو، مینه والو او فرهنګیانو څخه هیله کوم چې د دعوت سره خپله مالي او معنوي مرستې دایم او قایم وساتي. تر څو په لویدیځ کې دغه ډېوه تل روښانه وي.

په پای کې د دعوت مینه وال، لیکوال، لوستونکي، مالی او معنوي ملاتړي دې تل ژوند او بریالي وي. (امین)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.