وحشي دښمن،بی کفایته چارواکي/ډاکټر ګل مرجان منګل

0 981

د ظلم پر سر ظلم، د وحشت پر سر وحشت خو پته نشته چې تر کله  به همدغه حالت روان وي؟
تیره ورځ د کابل په پیښه کې په لسهاوو شهيدان او په سلهاوو زخمیان، همدارنګه دوه ورځی وړاندې په ننګرهار کې ورته عمل له هغې وړاندې په کابل کې پر کنتننټال همدغه خبره له هغې وړاندې په لسهاوو څه چې په سلهاوو همدغه ډؤل پیښئ چې د افغانستان په مختلفو ولایاتونو کې په ډیر بیشرمانه او وحشيانه ډؤل تر سره شوې خو پر وړاندې يې حکومت چې د ولس د سر او مال ساتنه یې تر ټولو مهمه دنده ده ناتوانه بی کفایته هر وخت په مخنیوی کې پاتې راغلی، نه یوازی چې د پیښې عامیلین یا ورسره مرسته کونکي يې نه دي نیولی بلکی تر اوسه یو چارواکی هم پدې خاطر چې خپله دنده یې په سمه توګه نه ده تر سره کړی هم له دندې نه دی ګوښه کړی او یا همدغه بې کفایته خپله دا شهامت نه دی ښودلی چې له دندې پخپله ګوښه شي همدارنګه  نه حکومت کوم چا ته  جزا ورکړی ده، همدغه علت دی چې نه د پیښو مخنوی کیږی او نه يې هم مخه نیول کیږي. ولس باید نور د دغه جنايتونو پر وړاندط چپ  پاتې نه شی.
دا چې دښمن په اسلاماباد کې تر ملا ځانمرګی وسکټ وتړي بیا راځې، راځی د کابل تر کنتننټال او یا د افغانستان کومې بلی سیمې ته ځان رسوی پداسې حال کې چې په لارو کې په لسهاوو تلاشۍ یا چک پوستې  ولاړ وی او تلاشۍ کوی خو ځان مرګي بیا هم  هدف ته رسسوي، نه نیول کیږی، مالومه او واضع خبره ده چې ځری له کوره دی 《ځیری چې له کوره وی هغه خونه خوره یا خواره وي》.
هر ځانمرګی برید د یو نیټ وړک یا جال په ډؤل تر هدفه ځان رسوی چی دغه نیټ یا لین په لاندې ډؤل دی هیله ده چې د امنیتی او استخبراتی ارګانونو د پاملرني وړ وګرځي!
دا چې یو څوک په ځان پورې  ځانمرګی وسکټ تړي  پداسې حال کې چې افغانستان يې  له وړاندې په سترګو هم نه وي لیدلی یعنې نه وی بلد، تصادف خبره نه ده، په دغه کار کې د منطقو له مخي څلور ډوله افراد لاس لري چې هغه عبارت دی له:
۱/فکر یا د پلان جوړولو کسان چې  هغه اسلام اباد په ځانګړی توګه د پاکستان استخبرات یعنې ای اس ای ده.
۲/ په پاکستان کې یو تعداد مدرسی چې په سر کې يې یو تعداد  دينې عالمان چې د استخبراتو سره له نږدې کار کوی د تنکیو ځوانانو مغز مينځې ځانمرګی يې تربیه کوي.
۳/ لوجستکی یا د ترانسپورټ کسان چې هغوی ته د طالب یا د حقانی شبکه وايې دوی همدغه ځانمرګی هدف ته رسوي.
۴/ د ترانسپورت یا لوجستیک سره مرسته کونکی چې دا په داخل د دولت کې کار کوي، دغه کسان ساده یا عادي کسان نه دي دوي هغه کسان دي چې یا د حکومت لوړپوړي مامورين دی  یا هم زورواکی او یا هم د شورا واکیلان دي چې د تورو ښیښو موټرو په لرلو سره او د خپل غیری قانونی موقف څخه په  ناوړه ګټې اخیستنی سره دغه ناوړه او وحشی عمل د پيسو او یا نورو مخو لپاره تر سره کوي. زموږ په ګمان خو تر ټولو پست او رزیل کسان همدغه وروستی ګروپ یا افراد دي چې دغه ډول وحشت او دهشت ته لاره همواوي خپل بی ګناه او بې دفاع هيوادوال په شهادت رسوی. دوی د خدای پاک تبا او برباد کړي.
اوس به راشو زموږ  امنیتی او استخبراتی ارګانونو ته، د هغوی دندو ته همدارنګه د دوی  بیکفایتی او بې مسولیتی ته چې عدت شوی دي. همدارنګه که دوی خپلې  دندې نه پيژنې غواړو دوی ته د دوی دندې وروپیژنو او خپلو دندو ته يې متوجه کړو.
استخبرات:
استخبرات باید پیښه په نطفه کې خنثا کړي دا پدې معنی  کله چې د کومې پیښې طرحه جوړیږی او یا يې پلان جوړیږی هغه ځای باید په لومړۍ سر کې استخبراتو ته مالوم وی چې چیرته دا کار تر سره کیږی، ځکه دا داسی نه ده چې هر پلان د بیل ځای ولري او یا دبیل بیل کسان ولري حتماً یو مرکز لرې او یو ګروپ افراد دي چې پلان جوړوي چې همدغه پلان  اسلام اباد  ورپسې د پاکستان استخبرات ای اس ای جوړوی، د افغان استخبراتو لومړۍ دنده ده چې د پاکستان د استخبراتو پلانونه ورته مالوم وی او د دوی د پلانونو څخه باخبره وي،  ورپسې  له همدغه ځایه  په ځانمرګی پسې پل راواخلی ځانمګری د پیښې په ځای کې وړاندې له برید څخه  همدارنګه هغه چا چې ورسره مرسته کړي ټول ژوندی ونیسې . نو که  افغان استخبراتو ته د دا دومره پیښو سره سره چې  کالونه دوام لري چې  د افغانستان په مختلفو ولایاتونو او سیمو کې پیښې شوی دی تر اوسه د ځای او هغه افراد چې همدغه پیښې تنظیم او طرحه کوي بیا ورسره ددترانسبور مرسته کیږی په اړه ورته پته نه وي په ډاګه ویلای شو چې دوي بې کفایته نا اهله کسان دي باید له یو سر تر بله ټول له دندو څخه لرې پر ځای یې مسلکی کسان وګمارل شي.
لوړ پوړو امنیتې او استخبراتي چارواکو!
ایا تاسو ایمان او ویجدان لرئ؟ پداسې حال کې چې هر ورځ په افغانستان کې خونړۍ پیښې پیښیږی په سلهاوو کسان پکشئ شهیدان او زخمیان کیږی تاسو لوړ پوړو چارواکو تر اوسه پورې نه کوم یو خپل مسولیت ومنه، نه له تاسو څخه کوم یو استعفا ورکړه او نه مو کوم د ښکته پوړ امنیتی او استخبراتي کسان د بې کفایتۍ له وجې له دندو ګوښه کړل.
وړاندیز:
د حکومت  څخه چې په سر کې یې دوه مشران یعنی غنی او عبدالله قرار لری د ولس غوښتنه دا ده چې په لیاز  د خدای لږ شرم وکړئ، لږ د خدای پاک څخه ویره وکړئ! دا نو حکومت دی چې تاسو روان کړی دي!؟ دا نه حکومت دی او نه د حکومت د کولو طریقه ده، نور نو ولس  تر پوزې پورې رسیدلی دی، بس ده همدومره وينې بس دی چې وبهیدې، بس دي همدومره مرګونه بس دي چې هیدرې ورباندې ډکی شوی، بس دی دا کونډې یتمان چې پاتي شول، نور دغه حالت هیڅ افغان نه شی زغملی، ولس غواړی چې دغه حالت بدل شی، دا مبح وینه تویونه باید پای ومومي.
تاسو دوو مشرانو ته پکار ده چې په امنیتې ارګانونو کې ژور بدلون راولئ نا اهله، بې کفایته، په پیسو او واسطو مقر کسان چې په استخبراتی او امنیتي ارګانونو کې کار کوی له دندو لری کړی پر ځای يې پاک، با تقوا، مسلکی په هیواد او ولس مین او غمخور کسان پر دندو وګماري.
او که تاسو دوه د سر کسان عبدالله او غنی دا کار نه شئ کولای په امنیتی او استخبراتی ارګانونو کې مثبت تغیر نه شئ راوستلی بیا خو نو لږ د خدای پاک څخه وويریږئ له دندو لاس په سر شئ نور د افغانانو وینه مه تويوي.
ولس ته وړانديز:
اې افغان ولسه تر کومه به د هر ورځ وینه تويوي؟ تر کومه به لکه د پسونو قربانیږی؟ تر کوم به ستا پر وینو  دا بې کفایته او نا اهله کسان لوبې کوی؟ لږ ځان وښوروه! لږ بیدار شه لږ د خپلې وینې پوښتنه وکړه. کله چې  حکومتی چارواکی ستا د سر او مال ساتنه چې د دوی دنده ده نه شي تر سره کولای دوی حق نه لري چې پر خپلو دندو پاتی شی راپورته شه، رابیدار شه دا بیکفایته  په زور له چوکیو څخه لرې کړئ ، نور مه پریږدئ چې دوی  ستاسو د وینو او ژوند سره لوبې وکړي.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
28/1/2018

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply