ناهیلی مه اوسه / ډاکتر فاروق اعظم

0 1,203

دا د الله (ج) سنت او د ‍طبیعت فطرت دی چی هري تیارې وروسته رڼا ده او هر ماښام پسۍ سبا وی. تر سختۍ وروسته اساني او تر زحمت وروسته راحت دی. ښادي د غم په زانګو کی زانګي او برئ د تکلیفونو په غیږ کی لوئیږي. همدا سختۍ دی چي آرامۍ ته خوند او مفهوم ورکوي. ټینګ ایمان او مستمر کوښښ دی چی انسان پر سختیو بریالی کوي. د بریالیتوب درجه د ایمان د قوت او تلاښ په اندازه اړه لري. پر موسی (ع) او یارانو یی ډیره سخته وه. د فرعون له ظلمه د سینا پر خوا فرار سول. فکر یی کاوه چی تعقیب به نه سي. خو فرعون او لښکر یی ورپسې وه. موسی او ملګري یی بحر ته نژدی سول. پوه سول چی فرعونیان یی اوس هم تعقیبوي. وویریدل چی څه به کوي؟ شاته فرعون او لوی لښکر یی او مخته بحر. د فرار بله لار نه وه. چی څومره د فرعون فوج ورنژدې کیدی، هغومره پر دوی د فرار دائره تنګیده او ویره یې ډیرېده. کله چی د فرعون پوځ دومره ورنژدی سو چی دوی تر شا لیده، نو د موسی (ع) ملګري سخت وارخطا سول او علیه السلام ته یی وویل چی إِنَّا لَمُدْرَكُونَ (یقینا ونیول سوو). د موسی قیادت رشید او پر مضبوط ایمان استوار زعامت وو؛ خپلو ملګرو ته یې ددغسي سختي ناهیلۍاو شدید بحران په وختکي پوره ډاډ ورکړ چی: كَلَّا، إِنَّ مَعِيَ  رَبِّي سَيَهْدِينِ (هیڅکله نه، زما سره زما رب دی او هغه به ژر لار راوښئي.) هغه وو چي الله (ج) د لار هدایت ورته وکړ. دوی نجات وموند او فرعون او لښکر یی غرق سول. دلته د موسی پر خپل خدای عزوجل پوره باور او توکل وو.

          همداراز، د ابراهیم (ع) او د کورنۍ کیسه یی را یاد کړو. هغه خپله ښځه او ماشوم زوی د مکی په لویه سوځونکې دښته کي یوازي پریښوول. ښځي (هاجر) یې ابراهیم (ع) ته وویل چی آیا دا د خدای (ج) امر دی چی موږ په دغه لویه بیدیاکی یوازی پریږدې؟ هغه وویل: هو. د هو د کلمې په اوریدو سره هغی قناعت وکړ او په ډير اطمئنان په هغه بیدیا کی پاته سوه. ددغه ایمان او توکل په برکت، هغه وچ دښت اوبه پیدا کړې، هلته ژوند جوړ سو او له هغه ځایه یو عظیم انساني تمدن راپورته سو.

          کله چی محمد (ص) او ابوبکر (رض) له مکی څخه یثرب (مدینة) ته هجرت کاوه او په لار کي په یو غار کي له دښمنانو پټ وه، هغوی هم په دغسي یو امتحان او ازمویښت کی واقع سول. دوی په غار کی وه چی دښمنان یې پر شاوخوا راوڅرخیدل او محاصره یی کړل. له دښمنانو څخه څو کسه ددوی د غار په خوله کی ولاړ وه او ویل یی: دلته دي. ابوبکر (رض) وویرید چي دښمنانو ونیولو. په همدغه وختکي پیغمبر (ص) ورته په ډیر ډاډ وفرمایل: لا تحزن، آن الله معنا (مه ویریږه، الله زموږ سره دی). د عظیم قائد همدغه ډاډ د هغه ملګرئ مطمئن کړ چی د کفارو نقشه ماته او د الله (ج)کلمة اوچته ده (کلمة الذین کفروا السفلی، و کلمة الله هي العلیا. والله عزیز حکیم).

     دلته مي زموږ د چکنور ملاصاحب واقعه را یاد سوه. د غازي ملا امیرمحمد اخند چي په چکنور ملاصاحب مشهور وو، کیسه درته کوم. د استقلال د غزا په وار (۱۹۱۹م) د ننګرهار د هزارناو په سیمه کی د پرنگی په مقابل کی د مورچو د کيندلو پروخت د ملاصاحب سره ډير لږ کسان وه.  گل امیر شینواری (د مشهور صوفی شاعر حـمزه شینواری خسر) چی د ملاصاحب مخلص وو، پوښتنه ځینی وکړه چی په دومره لږو کسانو به د پرنگی د لوی لښکر سره څنگه مقابله کوو؟ ملاصاحب مبارک په ډیر متانت، یقین او قوی روحیاتو ورته ومسل او ویویل: بـچیه! غم مه کوه. په ډیرو سړیو نده،  الله تعالی به ددی میدان ټولی ډبری کفارو ته غازیان کړی. د ملاصاحب پر دغه مبارک آیت یقین وو چی ډیرځله یوی کوچنۍ باایمانه ډلي د بی ایمانو پر یوی لوئی ډلی بری موندلی دی خو په صبر او استقامت. بـیشکه الله پاک د صابرانو مل دی (كَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ. والله مع الصـبرین).  همداسی وسوه؛  و سیمی ته د پرنگی د پوځ په رسیدو سره له هری خوا بـیشمیره غازیان راپـیدا سول. پر پرنگی اول ډز هم ملاصاحب وکړ او دده له ډز سره غازیانو پر انگریزی لښکر داسی هجوم ورووړ چی هغوی یی ټول تارومار کړل.

     هو، که پر دې د یو مسلمان یقین وي‌ چی «ان الله علی کل شئ قدیر –  د الله هرشی په وس دي» او یا الله اکبر دی، نو بیا یی پر دې هم باید یقین وي چی د نړۍ هر لوی طاقت د الله (ج) د طاقت په وړاندي هیڅ دی. هر ظالم او طاغوتي طاقت به د ایمان لرونکو په وړاندي ژر یا وروسته ماتیږي. اوسنی ناورین به انشاء الله تعالی پر افغانانو تیر سي او متجاوزین به حتما شرمیدلې ماته خوري. موږ بري ته هیله من یو او په دغه هیله ژوندي یو. ناهیلي د مسلمان د ژوند په قاموس کی نسته؛ داځکه ایمان او یأس (ناهیلي) دواړه په مسلمان کي نه سره یوځای کیږي. خو، زما ډیر تشویش له دې څخه دی چي نو بیا ؟.

 لومړی فبروري ۲۰۱۸م

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply