په سوله کې نور وضاحت هم راغی/اېمل پیاوړی

0 656

پلازمېنه کابل او د هېواد په نورو ښارونو کې وروستیو ترهګریزو بریدونو د سولې په اړه د خلکو فکر، ذهنیت او هیله مندي بدله کړه، ځکه د دغو بریدونو ترسره کېدو داسې وښوده چې لا هم وسله وال مخالفین سولې ته غاړه نه ږدي او تر څو یې چې وس کېږي، نو د عامو وګړو وژلو او بدمرغه کولو ته ادامه ورکوي.

سوله د افغان ولس او حکومت اساسي غوښتنه ده چې حکومت بار بار وسله والو مخالفینو ته له هر ډول قید او شرط پرته د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې بلنه ورکړه، خو هر ځل دوی دغه د ولس او سولې غږ ته نه یوازې لبیک نه دی ویلی، بلکې ښکاره یې رد کړې او په ځواب کې یې وحشت او جنایت ته مخه کړې.

حتی په دې وروستیو کې یې پلازمېنه کابل کې د تروریستي برید په ترسره کولو سره داسې انساني فاجعه رامنځته کړه چې د طالب وسله والو پر وړاندې یې د ولس کرکه او نفرت راوپاراوه او  دغو بریدونو د سولې په اړه د حکومت دریځ هم بدل کړ.

ولسمشر غني پرون د جمعې په ورځ د لمانځه له ادا کولو وروسته ملت ته په خطاب کې د سولې په اړه هم واضح او قاطع خبرې وکړې، هغه وویل، له هغو طالبانو سره چې وروستي جنایتونه او ترورستي بریدونه یې ترسره کړي دي او بیا یې د هغو د ترسره کولو مسوولیت هم منلی دی، له هغوی سره د سولې مذاکرات نه کېږي.

جمهور رئیس غني حتی په نورو هغو طالبانو چې ځان افغان او مسلمان بولي غږ وکړ چې د افغان ولس له قاتلانو او ترهګرو دې خپله لاره جلا کړي، خکه نن د حق او باطل صفونه سره جلا کېږي. هغه په ټینګار سره وویل د افغانستان د خلکو او دولت صف د حق صف دی او هغوی چې د تروریستي بریدونو او جنایتونو پلویان نه دي، نو د حق له صف سره دی یو ځای شي.

افغان حکومت پخوا ویل چې یوازې له داعش ډلې او بهرنیو تروریستانو سره د سولې مذاکرات نه کوي او هغوی به سخت وځپي، مګر له ټولو افغان وسله واله طالبانو سره د سولې مذاکراتو ته له قید او شرط پرته چمتو وو، خو د دغو وروستیو بریدونو له ترسره کولو وروسته حکومت حتی له طالبانو سره د مذاکراتو په برخه کې هم محدودیت او شرط وضع کړ او هغه دا چې هره هغه ډله چې افغان وژنه کوي او په وروستیو بریدونو کې لاس او مسوولیت لري له هغوی سره د سولې مذاکرات نه ترسره کېږي.

د سولې مذاکراتو په برخه کې د دغه وړ محدودیتونو وضع کول هم ګټه لري او هم تاوان، ګټه یې داده چې د سولې په برخه کې وضاحت رامنځته کېږي او دښمن ته څرګند دا پیغام ورکوي چې که د سولې اراده لرې، نو لومړی باید له افغان وژنې لاس واخلې او د سولې مذاکراتو ته ځان تیار کړې، داسې امکان نه لري چې هم دې ترهګریز بریدونه ترسره کوي او هم دې د سولې په نامه د خلکو د تېراېستلو هڅه وکړي.

د دغه شرط او محدودیت تاوان دادی چې ممکن د افغانستان دښمنان او د حکومت ځینې داخلي مخالفې سیاسي کړۍ ورڅخه د حکومت د ملامتولو او د سولې پروسې د ټکني کولو لپاره استفاده وکړي او داسې وښیي چې حکومت د سولې نیت او اراده نه لري، نو ځکه دغه ډول شرطونه  او محدودیتونه وضع کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply