داعش ډله څه ډول افغانستان ته راغله؟ / حمیدالله حبیبي

0 1,225

داعش هغه ډله چې د نوم په اورېدو سره یې د ډار، وحشت، تېري، بې رحمۍ، او وژنې څېره د هر انسان مخې ته درېږي. دې ډلې د ۲۰۱۳ میلادي کال په اپرېلمیاشت کې د لومړي ځل لپاره په عراق کې د اسلامي دولت په نوم اعلان وکړ چې تر اعلان وروسته یې یو شمېر سیمې د عراق له حکومت څخه ونيولې او خپلو فعالیتونو ته یې د سوریې پر لور دوام ورکړ کله یې چې په سوریه کې فعالیت چټک او رېښې يې ټينګې شوې نو خپل نوم یې (د عراق اسلامي دولت) څخه د (شام او عراق اسلامي دولت) ته بدل کړ.

دې ډلې د ۲۰۱۴ میلادي کال په جون کې پرله پسې لویې بریاوې ترلاسه کړې، د عراق د شمالي برخې مهم ښارونه چې تر ډېره پرې عراقي کردانو ولکه لرله، نېول او د تېلو ډېرې څاګانې یې لاسته هم ورغلې. که څه هم ابوبکر البغدادي د اسامه بن لادن له خوا په عراق کې د یوې اسلامي ډلې د مشر په توګه ټاکل شوی وو او په لومړیو کې داسې انګېرل کېده چې داعش د القاعدې یوه برخه ده، خو ابوبکرالبغدادي د ۲۰۱۴ د جون پر ۲۹مه نیټه اسلامي خلافت اعلان کړ.

له دې اعلان څخه لا څلور میاشتې نه وې تېرې شوې چې ډېری اسلامي تندلارو ډلو په ځانګړي ډول د «انصار بیت المقدس» چې د مصر په هېواد کې فعالیت کوي، له ابوبکر بغدادي سره بعیت وکړ. د۲۰۱۵ کال د مارچ په میاشت کې د نایجریا د بوکوحرام تندلارې ډلې هم خپله وفاداري ورسره ښکاره کړه، خو که په لڼده کې یې ووایو د یوه کال په موده کې په یوولس هېوادونو کې تندلارې ډلې له داعش سره یو ځای او ابوبکر بغدادي ته یې خپله ژمنتیا او وفاداري ښکاره کړه.

 تر هغې راوروسته دغه ډله ورځ تر بلې ځواکمنېده چې لمن یې د منځني ختیځ نورو هېوادونو ته هم وغځیده. که څه افغانستان له عراق او سوریې سره ګډ سرحد نه لري، خو دغه ډله د ۲۰۱۵ کال په لومړیو کې وتوانیده د پاکستان د استخباراتي ملاتړ په پایله کې هغه تندلاري چې مخکې یې په یوه او بل نامه د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان او سیمه کې کارول، سره منسجم او د داعش د تور بېرغ  لاندې  یې افغانستان ته راواستل. دا لاسپوڅي ډیورنډ کرغېړنې کرښې ته څېرمه د ختیځ ولایت ننګرهار  په هغو ولسوالیو کې چې د دغې کرښې ترڅنګ پرتې دې راڅرګند شول او خپل ځان یې د ابوبکر بغدادي په مشرۍ د اسلامي خلافت د خراسان څانګه ونوموله. هغه مهال د عبدالرحیم مسلم دوست په نامه یو تن په ټولنیزو شبکو کې غږیز پیغام خپور کړی وو چې نوموړی پکې د ابوبکر البغدادي سره بیعت کوي.

دې ډلې په لومړي سر کې هغه طالب اورپکي چې د ملامحمد عمر له مړېنې وروسته د بېلابېلا دلایلو له امله له دې ډلې څخه مرور او جلا شوي وو جذب کړل، بیا یې هغه کسان چې د روسانو پر ضد افغان جګړه کې برخه اخیستې وه او تر څنګ یې هغه تندلاري تنکي ځوانان چې د پاکستان په مدرسو کې یې دینې زده کړې کړې او تر ډېره یې د وهابیت له طریقې سره تړاؤ درلود، هم خپلو لیکو ته جذب کړل چې له جذبولو سره یې هغوی برمته هم کړل.

که څه هم  هغه مهال وسلوالو طالبانو ابوبکر بغدادي ته په یوه استول شوي لیک کې ویلي وو چې افغانستان دې دوی ته پرېږدي او له دوی سره دې په سیمه کې موازي ځواک نه پیدا کوي، خو داسې ونه شول هماغه وو چې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ  په ځينو سیمو کې سختې جګړې وشوې چې داعش پکې وتوانید له طالبانو څخه ډېرۍ سیمې هم لاندې کړې.

دغې ډلې د ننګرهار په شېنوارو کې خپل  وحشت ښکاره کړ او د خپلو نه بښل کېدونکو جنایتونو لړۍ یې پیل کړه. سوکه، سوکه یې ځینې غره ییزه سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې او بیا یې د دغو سیمو هغه مخور او قومي مشران چې د داعش له راتګ سره یې خپل مخالفت په ډاګه کړی وو، یو یو پر خښ شویو بمونو تر کېناستلو وروسته شهیدان کړل او دغه جاني عمل یې د خپلو بادارنو په مټ په انټرنیټ کې هم په لیکه کړ.

هماغه وو چې په ننګرهار کې قومونو ولسونو د دې وحشي او وینه څښونکي ډلې پر ضد د قیام چيغه پورته کړه  چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو ځینو استازو هم ورسره خپل غږ یو ځای او په پایله کې د دولت له لورې پراخ چاڼیز عملیات پیل شول همدا لامل وو چې د داعش ډلې ځینې مشران او قومندانان ووژل شول او غړو یې له سیمې څخه په تېښته پیل وکړ او په نورو خوندي سیمو کې د ځای په لټه کې شول.

لکه څرنګه مې چې د مخه یادونه  وکړه د دې ډلې ډېرۍ غړي تندلاري او د وهابیت طریقي پلویان وو نو د کنړ ولایت په ځېنو لېرې پرتو او غرنیو سیمو کې غلي شول او له څه مودې ځنډ وروسته یې هم په دې ولایت کې په ورانکاره کړنو لاس پورې کړ هماغه وو چې د افغان حکومت او ملاتړو ځواکونو له لورې یې  د ځمکنیو عملیاتو ترڅنګ د هوا له لارې یو شمېر د ډرون (بې پیلوټه الوتکې) په مټ په نښه او له منځه یوړل شول. که څه هم چې دیادې ډلې او  د دولت دنوور وسلوالو ډلو پر وړاندې کله ناکله عملیات هم کېدل، خو دغه ډله په بشپړه توګه نابوده نه شوه او هماغه وو لکه د سرطاني حجرې په توګه یې رېښې د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځیدي.

که څه هم افغان حکومت او شنونکو په وار وار ویلي چې افغانستان ته د داعش رااستول او له دې ځایه د نورو لپاره د هغوی د ګټو د خونديتوب په خاطر د اسلام تر نامه لاندې کار کول د پاکستان استخباراتي ادارې یا آي ایس آی یوه جګړه ییزه  پروژه ده. دې ډلې ته د ډیورنډ له کرښې هغې غاړې (پاکستان) نه وسلې او جګړه ییز توکې رااستول کېږي، خو پاکستان بیا دا تورونه رودي او وايي چې داعش ډله په پاکستان کې  شتون نه لري.

 له ازادو رسنیو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو لمخې  په افغانستان کې د داعش ډلې تر دې مهاله وژل شوي مشران هم پاکستانانیان دي. د بېلګې په ډول، حافظ سعید چې په خټه اورکزی او د پاکستان قبایلي سیمې اورکزیو ایجنسۍ اوسېدونکی وو د داعش ډلې مشري یې کوله  چې د ۲۰۱۶ کال د اګست په میاشت کې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې له خپلو ۱۲ نورو ملګرو سره د امريکايي ډرون الوتکې په برید کې ووژل شو؛ دغه راز د دې ډلې پخوانی ویاند او قومندان شاهد الله شاهد هم د پاکستان د اورکزو اوسېدونکی وو چې دا هم د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په هوایي برید کې ووژل شو.

افغان او امریکايي ځواکونو د پخوانیو عملیاتو په دوام د ۲۰۱۷ میلادي کال د مارچ په لومړیو کې د “اسلامي دولت” نومې ډلې پر وړاندې ختیځ ولایت ننګرهار کې پراخه عملیات پیل کړل چې موخه یې په افغانستان کې ددغې ډلې د پټنځایونو له منځه وړل وو، د اپریل په ۱۳مه (د ۱۳۹۶ د حمل په ۲۴مه) امریکایي ځواکونو د همدې موخې لپاره د اچین ولسوالۍ اړوند د مامون درې د اسد خیلو په سیمه کې د داعش ډلې په مهم مرکز تر ټولو ستر بم چې د بمونو د مور په نامه یادېدو هم استعمال کړ.

که څه هم د افغانستان دولتي او نړیوالو ځواکونو څو ځلې ویلي چې دغه ډله یې ننګرهار کې ځپلې ده او د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې یې د داعش جنګیالیو شمېر نیمایي کړی، خو له دغو ټولو هڅو سره سره لا هم داعش په افغانستان او په تېره بیا ننګرهار کې امنیت ته جدي ګواښ ګڼل کېږي.

په ننګرهار کې د داعشیانو په مرکزونو د افغان حکومت او امریکایي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو وروسته، دغه ډله د یوې مودې لپاره غلې پاتې شوه او د موقع په لټه کې وه، باالاخره داعشیانو خپل ځانونه سره یو ډول منسجم کړل او د نورو ترهګرو ډلو ترڅنګ یې افغان دولت ته سرخوږی جوړ کړ او د کابل  په ګډون یې په یو شمېر لویو ښارونو کې سختې حملې وکړې چې له امله یې په سلګونو بې ګناه افغانان وژل شول، د جنبش روشنایي یا د روښنایۍ غورځنګ پر لاریون کونکو ځانمرګه برید وو، په ۲۰۱۷ کال کې پر سردار محمدداوود خان  روغتون ډله ییز ځانمرګې برید، د کابل په یو شمېر تکایاوو  ډله ییز بریدونه، د هرات پر جوادیه جومات تروریستي برید او تر ټولو وروستی هغه یې د جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې د ماشومانو د ملاتړ  پر نړیوالې ادارې برید وو چې له امله یې سلګونه کورنۍ د وير او ماتم په ټغر کښېناستې.

که څه هم په دې وروستیو کې د امریکامتحدو ایالتونو جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ترهګرۍ ضد نوې ستراتیژۍ د اعلان تر څنګ د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنځلس کسېزه پلاوي افغانستان ته سفر وکړ او له نږدې یې د افغانستان حالات وارزول  او امنیت شورا ته تر رسیدو وروسته  دغه شورا د افغانستان په اړه د خپل پلاوي په مټ د تر لاسه شویو اسنادو او شواهدو په رڼا کې دې اجماع ته ورسېده چې د ټولو ترهګرو ډلو او د هغوی د ملاتړو پر ضد واضح او ښکاره دریځ غوره کړي.

 د دې ترڅنګ د افغانستان جمهوررئیس هم په خپلو ویناوو کې د ټولو تروریستي ډلو په ځانګړي ډول داعش ته په سږني ژمي کې د هغوی د ځپلو او نابودولو ګواښ کړی، خو تر اوسه دا لا معلومه نه ده چې د امریکا متحده ایالتونه او د ملګرو ملتونو امنیت شورا اجماع به پر پاکستان او سیمه کې د ترهګرۍ پر نور و ملاتړو دومره فشار وارد کړي چې د دغو ورانکارو او ترهګرو ډولو له ملاتړه  لاس واخلي؟ او که برعکس به د امریکا او ملګرو ملتونو په بې پروا ګڼلو خپل بغاوت ته دوام ورکړي؟ او  یادې ډلې په ځانګړي ډول داعش به په راتلونکي کال کې په نوې بڼه راښکاره او وضعیت به لا کړکیچن کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply