دا ښځه بولئ، که د اوبو ماهی؟

0 866

په ټایوان کې یوه سړي خپله ښځه له دې کبله طلاقه کړې چې په ټول کال کې يې یو ځل يوازې خپل بدن ته اوبه ښوولې، خو بيا هم سمه نه لمبېده.
دا جوړه د ټایوان په کورټ ښار کې اوسېده او هغه مهال یې محکمې د جلا کېدو پرېکړه ومنله چې سړي له خپلې مېرمنې څخه شکایت وکړ چې د خپل پاکوالي خیال نه ساتي.

سړي محکمې ته په خپله شکایت پاڼه کې دا هم لیکلي و چې نور د خپلې مېرمنې د دې خراب عادت له کبله چې په ټول کال کې یو ځل لامبي، له ذهني ستونزو سره مخ شوی.
دغه کس په پای کې له محکمې هیله کړې وه چې له دې مصیبت څخه نجات ورکړي.

که څه هم د ټایوان رسنیو د دې سړي نوم نه دی خپور کړی، خو د محکمې له خولې یې لیکلي چې د دې سړي مېرمنې لومړی هره اوونۍ غسل کاوه، خو وروسته یې خبره میاشتو او په اخېر کې کال ته ورسېده.
تر ټولو جالبه لا دا چې همدې ځوان نږدې لس کاله دغه چټله ښځه همداسې زغملې وه.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply