د ۲۰۹مې کلیزې پۀ پلمه تکامل(د داروین تیوري)/ ښکلا احمدزۍ

0 1,822

د نامتو ژؤندپوه او ځمکپوه چارلېز رابرټ ډاروین Charles Darwin د 209مې کلیزې پۀ پلمه تکامل(د داروین تیوري): پۀ ۱۸۳۱ زېږدیز کال کې چارلز داروین یؤ ګرځندوی او پۀ طبعیت مین د نړۍ ګردچاپېره د راګرځېدو پۀ تکل پۀ پنځۀکلن سفر وځي. د یون پۀ لړ کې هغه بوټي(ګیاوې)، فوسیلونه(د ژؤندیو موجوداتو پاتیشوني) او ژؤي راټولوي. کله چې بېرته پۀ لندن کې خپل کور ته راوګرځېد، د ژؤند پاتې ۲۲ کاله یې پدې څېړنو تېر کړل، چې څنګه، د ژؤند دومره رنګانګي څنګه رامنځته شوېده؟

آن د داروین پۀ وخت کې هم ځینې پوهان پر دې خبره پوهېدل، چې منقرض شوي بېشمېره موجودات لۀ ډېرو پخوا زمانو دلته څرک لګېدلی وو.ځینې یې ډېر خطرناک او ډارؤنکي وو، چې اوس چې کوم ژوي پۀ ځمکه کې ژؤند کوي، هېڅ یوۀ ته نۀ وو ورته. ځینې یې چې شناخته وو، او د اوسنیو ژؤندیو ژوو ته ورته وو، داسې ګڼله چې خامخا د دوی تر منځ کومه اړیکه شته. ایا اوسني بوټي، ګیاوې او ژوي، کېدای شي، د هغو لۀ نسله وي؟ ایا یؤه نوع بلې ته بدلېږي؟ داروین باوري دی، چې #هو دۀ پۀ ۱۸۵۹ز کال کې یؤ کتاب خپور کړو د د نوعو سرچینه The Origin Of Species دې کتاب نړۍ ته ټکان ورکړو. نومؤړي پدې کتاب کې درې مهمو ټکو ته نغوته(اشاره) کړې وه

۱- دا چې ژؤند پخوانی دی او سلګونه میلیونه کاله وړاندې موجود وو.

۲- ژؤند لۀ یوې یا یؤ څو ساده ارګانیزمو سره، چې وروسته یې تکامل کړی او غؤړېدلي دي، پیل شوی او پۀ میلیونونو نننیو نوعو بدل شویدي.

۳- دا چې ددې ټولو نوعو د پیدایښت لړۍ د یؤ طبعي ځواک څخه سرچینه اخلي، چې داروین یې طبعي ټاکنه(انتخاب) بولي. مذهبیانو ته دا ټکی ګنګس کوونکی او د نه منلو وړ وو/دی، چې ژؤند خالق ته اړتیا نلري. اما ایا داروین پخپله خبره کې رښتونی وو؟، موږ به ددۀ خبرې یوه یوه وڅېړو، کۀ چېرته یوه یې هم ناسمه ثبوت شي، ټوله تیوري یې ناسمه ګڼل کېږي. #لومړی: د ژؤند د پیل د وخت راز راسپړو داروین وویلې نه پوهېږي، چې ژؤند څنګه پیل شو، هغه وویلې، ژؤند پخوانی دی او داسې یې ګڼله چې ژؤند سلګونه میلیونه کاله مخکې موجود وو. مګر نیوکه کوونکي یې وایي، چې ژؤند تازه دی او خدای پاک ټول ژړندي ژوي پۀ تېرو لس زرو کلو کې پیدا کړي دي #ژؤند_کله_پیل_شو؟ د استرالیا پۀ لوېدیځ کې ډېر پخواني فوسیلونه شته، چې داسې ښکاري، چې د نړۍ ترټولو پخواني ژؤندي موجوداتو لومړني نوغي لۀدې ځایه راټوکېدلي. هلته ځینې داسې طبعي غیرعادي ګؤنځې دي، چې د نړۍ پۀ بل ځای کې یې ساری نه لیدل کېږي او ځمکپوهان ګڼي، چې دا ډؤل ګؤنځې لۀ ژؤندیو موجوداتو پرته بل څوک نشي رامنځته کولی. دا لومړنۍ او بنسټیزې اوبدنې فوسیل شوېدي.

دا د هغو کؤټه شویو باکتریاوو څخه رامنخته شوېدي، چې پۀ سمندر کې اوسېدل. ژؤندپوهان وایي چې ټول ژؤندي ژوي لۀ یوې ژؤنکې او یؤ ژؤندي جسم څخه وده کړې آن موږ انسانانو هم. شپږزره مایله لرې د اسټرالیا پۀ شارک خلیج د لویځې استرالیا پۀ سمندرغاړو کې د ژؤندیو ژویو کولوني شکلونه شته. ددې لپاره چې معلوم کړو یؤ فوسیل یا ډبره او صخره څومره پخوانۍ ده؟

لۀ پرتاو سنجي یا د صخره تاریخ کښنې څخه ګټنه کوو. د معینو ورستو شوو اضافي عناصرو پۀ اندازه کولو سره، دوی کؤلی شي، چې د عمر یؤ پک لسمه برخه یې معلومه کړي. کله چې لرغونپوهانو د اسټرالیا لرغوني فوسیلونه وڅېړل، ویې موندله چې دا فوسیلونه نږدې #درې_میلیارده کاله پخواني دي. اوس ساینسپوهانو لسګونه داسې فوسیلونه موندلي، چې عمر یې میلیاردونه کاله پخوانی دی. پدې سره د داروین د نظریې لومړی ټکی سم وبلل شو د داروین دوهم ټکی به پۀ بله لیکنه کې راوسپړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply