د ژوند پر مېنه، مرګ ته ور تېر سړک؛ د کابل کندهار لويه لاره…

0 885

د ژوند پر مېنه، مرګ ته ور تېر سړک؛
د کابل کندهار لويه لاره يو سل او پنځه اتيا ځايه ويجاړه ده

له کابله تر کندهاره، پر څلوره سوه او شپږ نوي کيلو مټره تللې لويه لاره يو سل او پنځه اتيا واړه او لوی پلونه په بمونو الوځول شوي دی.
په دې سربېره، لسګونه ځايه دغه سړک د بمي چاودنو او نښتو له امله ويجاړ دی او هغه ځایونه چې چاودنې نه دي ورباندې شوې، هلته بيا درنو موټرونو سړک لارې لارې او ارې ارې کړی دی.
که څه هم پر دغه لويه لاره وخت ناوخته چاودنې او نښتې د مساپرو ژوند اخلي، د لارې د خرابوالي له امله ورباندې د موټرو په ټکرونو او چپه کېدو کې، د ناامنيو تر پېښو هم زيات ځاني زيان اوړي.
دا پرون پرون د کابل ـ کندهار پر لويه لاره د غزني په مقر ولسوالي کې په مساپرو يو ډک درې سوه درې موټر چپه شوی چې له امله يې څلور تنه مړه او اوولس نور زخمي شوي دي.

په زخميانو کې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښوول شوی دی.
سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې دغه موټر د سعادت شرکت و او د مقر ولسوالي په لړمه سيمه کې له سړکه اوښتی او بيا چپه شوی دی.
د کابل ـ کندهار پر لويه لاره د موټرو د چپه کېدو او ټکرېدو نه دا لومړۍ پېښه ده او نه ورته وروستۍ ويلای شو.
طالبان د دغې لويې لارې په اوږدو کې تر وړو پلونو لاندې درانه بمونه خښوي چې حکومتي موټر ورباندې والوځوي، خو د دغو بمونو زياته برخه د عامو وګړيو او مساپرو پر موټر ور چوي.
تر اوسه پورې طالبانو له زابله، د ميدان‌‌وردګ تر ميدان ښاره پورې د کابل ـ کندهار د لويې لارې تر يو سل او اتيا زيات پلونه په دغسې بمونو الوځولي دي.
په دغو پلونو کې ډېر يې داسې دي چې درې يا څلور ځلې رغول شوي او طالبانو بيا بمونه ورلاندې کړي وي.
زيات وخت د مساپرو موټر يا پر همدې بمونو خېژي او يا د نړول شويو پلونو په کندو کې چپه کېږي.
دويم ستر لامل چې پر دغه لويه لاره د مسافرو ژوند اخلي، د لارې په اوږدو کې وسله‌والې نښتې دي.

طالب ترهګر ناڅاپه سړک ته راخېژي او ناتار ډزې پيلوي، وروسته د نښتې ړندې مرمۍ د عامو وګړيو پر روانو او ولاړو موټرو لګېږي او د خلکو ژوند اخلي.
درېيم لامل، د درنو موټرو له امله د سړک خرابېدل دي.
پر دغه لاره تلونکي بار وړونکي موټر اړوندو فاسدو چارواکيو ته رشوت ورکوي او هغوی بيا پر دې سترګې پټوي چې موټر يې تر ټاکلې اندازې څومره دروند بار کړی دی.
د همدغو موټرو له امله د سړک پر منځ کندې او ويالې جوړې دي او موټر په اسانۍ نه‌شي کولای د سړک له يوې غاړې، بلې ته واوړي.
همدا لامل دی چې ټکرونه کېږي او خلک ټوکر ټوکر کېږي.
څلورم لامل د موټر چلوونکي نشه ده چې زيات وخت پر دغه لويه لاره د تګ پر مهال نشه کوي او بيا نه پوهېږي چې موټر څنګه قابو کړي.
سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، پر دغه لاره د مساپر وړونکيو شرکتونو د موټرو پنځه اتيا سلنه چلوونکي غرقې نشې کوي او يا يې د موټر چلولو پر مهال موټر خپلو کلينرانو ته په لاس ورکړی وي.

دوی مخکې له دې چې له تم‌ځايونو ووځي، چرس څکوي او د لارې په اوږدو کې چې يې هم اشتها برابره شي، له نشې مخ نه اړوي.
د غزني ـ کابل د لين يو موټروان غازي وايي، «دلته داسې موټروانان شته چې په اډه کې يې لا له نشې سترګې پټې وي، په سرعت نه پوهېږي. دلته چې چا سر خوړلی دی، نشه‌يي موټروان خوړلی دی.»
همدې نشه‌يي موټر چلوونکيو ته د شرکتونو له خوا ويل شوي دي چې نر هغه دی چې تر نورو وړاندې ورسېده او په دې سربېره خو ځينې شرکتونه خپلو هغو موټر چلوونکيو ته انعام هم ورکوي چې تر نورو مخکې له کابله کندهار او يا له کندهاره کابل ته رسېدلی وي.
موټر چلوونکي د همدې انعام د تر لاسه کولو په تمه پر ويجاړ، کنډ و کپر او تنګ سړک تر ټاکلې اندازې ګړندی موټر ځغلوي چې ډېر وخت يې له امله مساپر منزل ته د رسېدو پر ځای، له نړۍ ځي.
که څه هم حکومت په وار وار ژمنې کړې چې د دغې لارې غم به خوري، خو ښکاري چې لور په لوټه تېروي.

د تېر کال په اوږدو کې حکومت په زابل کې يوه شرکت ته دنده سپارلې وه چې د دغې لويې لارې ځينې برخې بېرته ورغوي، خو د هغوی چارې، تر کار، پسخند او ريشخند ته ډېرې پاتې کېدي.
دا اوس دا له کابله تر زابله پورې د دغې لارې په اوږدو کې واورې اوري، د سړک لويه برخه يخی شوې ده چې موټر ورباندې ښويېږي او چپه کېږي، خو حکومت نه يوازې سږ کال، بلکې په تېرو کلونو کې هم، له واورو څخه د دغې لارې پاکولو ته ځانګړې شوې پيسې يا زورورو ته ورکړې وې يا داسې شرکتونو ته چې هغوی د چارواکيو وي.
دغه شرکتونه پيسې اخلي او لاره پر خدای سپاري.
همدا فساد د دې لامل کېږي چې د ژمي په شپو کې پر دغه لاره موټر ښويېږي، يا ټکر کېږي، يا چپه کېږي او د ګڼ شمېر مساپرو ژوند اخلي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply