عطا محمد نور ته پرانیستی لیک!/ سردار محمد

0 820
مخکې مونږ داسې فکر کاوه، چې عطا محمد نور یو ښه والي او سیاستمدار دی. کله چې ولسمشر نوموړی له دندې څخه ګوښه کړ، دا هرڅه برعکس وو. د هغه وروستیو کړنو او د ولسمشر امر نه منل نوموړی ډېر کوچنی کړ. د خلکو په منځ کې یې چې کوم محبوبیت درلود، هغه یې له لاسه ورکړ.
زمونږ هېواد چې له یوې اوږدې جګړې څخه تیریږي، د ټولو افغانانو ارمان یو قانوني او سولییز افغانستان دی. د طالبانو د حکومت له ړنګېدو څخه وروسته، چې کله ولسمشر حامد کرزی ولسمشر سو، یو ځل بیا افغانستان په نړۍ کې د یو هېواد په حیث د نړیوالو ملاتړ خپل کړ. په دې کلونو کې اساسي قانون جوړ او د هېواد نور نافظه قوانین بشپړ سول. د ټاکنو او ډیموکراسۍ اصل ته لومړیتوب ورکړل سو. ډېرو هغو کسانو چې پخوا به یې د ټوپک په شپېلۍ خبرې کولې، په ولسواکۍ یې باور پيدا کړ. ځینو ولسمشرۍ او ځینو ولسي جرګې ته ځانونه نوماند کړل، چې دا ټول د هېواد د موجوده ستونزو د حل لپاره یوه اساسي تګلاره وه.
په ټوله نړۍ کې د سیاسونو تر منځ رقابتونه، مخالفتونه او ناندرۍ وي او غواړي، چې ځان واک ته ورسوي؛ خو د واک یوازینۍ لار ټاکنې او د قانون منل دي. یعنې که دغه اصل عملي نه شي، نو یو ځل بیا مونږ د ټوپک سالارۍ خوا ته درومو.
د حامد کرزي د حکومت لویه ستونزه پراخ اداري فساد او د قانون د نه حاکمیت ستونزه وه. که قانون هم عملي کېده، یوازې به پر کمزورو او بې وسو کسانو عملي کېده. لوړ پوړو چارواکو ځان له قانون څخه لوړ ګاڼه. کله چې ولسمشر محمد اشرف غني واک ته ورسيد، هغه د اصلاحاتو لړۍ را پیل کړه. د قانون د حاکمیت او ښې حکومتولۍ لپاره یې په ډېره زړورتیا هڅې پیل کړې، چې په پایله کې یې یو شمېر هغه کسان، چې ځانونه یې تر قانون لوړ ګڼل، په وړاندې یې ودرېدل. چې له دې جملې څخه یو هم عطا محمد نور دی.
عطا محمد نور چې کله له بلخ ولایت څخه ګوښه شو، د ولسمشر د دې فرمان مخالفت یې وکړ، چې دی یې له دندې څخه ګوښه کړی دی. ګواښونه یې وکړل، مرکزي حکومت یې چلنج کړ او دا یې و ویل، چې ما به هېڅوک لرې نه کړای شي او حتی داسې بیانیې یې ورکړې، چې په اورېدلو یې سړی د شرم احساس کوي. که په واقعیت کې هدف له هېواد سره مینه او په خپلو پښو ولاړ افغانستان وي، نو په داسې یو حالت کې دا ډول کړنې نه دي په کار، چې هره ورځ تر سلو زیات سرتیري د هېواد او ولس په خاطر خپل سر نظرانه کوي او په جګړه کې ښکېل یو. ګاونډیان مو په علني ‌ډول په کورنیو چارو کې مداخله کوي او د جګړې اور تازه کوي. په دې حالت کې د یو با ضمیره افغان په توګه د هر سیاسون مسوولیت دی، چې تر خپلو شخصي ګټو تېر او ملي ګټې په نظر کې ونیسي.
د عطا محمد نور او د پلویانو یې یوه ډېره د شرم خبره خو لا دا وه، چې په رسنیو کې یې و ویل، چې که امریکا او متحدین یې زمونږ په منځ کې مداخله ونه کړي، حکومت به وران کړو. دا څونه د شرم او افسوس خبره ده، چې د خپلو شخصي ګټو او د خپلې څوکۍ د ساتلو لپاره یې کوي او د وطن ملي ګټې ورته هېڅ ارزښت نه لري. بیا نو داسې خلکو ته د هېواد برخلیک سپارل به له وطن سره څومره لویه جفا وي.
که عطا محمد نور دا فکر کوي، چې په دې کړنو سره به دی ښه ښکاري او یا د هغه ځینې احساساتي پلویان دی پر شا ټپوي، چې ښه کار کوې، نو زه د یوه افغان په حیث ورته مشوره ورکوم، چې دا کړنې دې د افغانستان پر ملت او په راتلونکي تاریخ کې ډېرې کرغېړنې دي. د دې وطن ولسونه هغه چاته ډېر احترام لري، چې د ملي ګټو او د قانون د حاکمیت لپاره هڅې کوي. نور د ټوپک په شپېلۍ چې څوک خبرې کوي، ولس ورڅخه فاصله نیسي؛ ځکه چې دا ولس نور د جګړې او ټوپک سالارۍ نه ستړی سوی دی. دا ولس د قانون حاکمیت، اجتماعي عدالت او ښه حکومتولي غواړي.
دا اوس په ټول افغانستان کې د عطا محمد نور په وړاندې د ولس یو ډول کرکه را پیدا سوې ده او ورځ تر بلې دا کرکه او نفرت ډيریږي. ډېره جالبه خو دا ده، چې د ولسمشر په حکم والي ټاکل کېږې؛ خو قانون ولسمشر ته دا حق هم ورکړی دی، چې بېرته دې له دندې څخه ګوښه کړي. که حکومت د دې موضوع د حل لپاره ولس ته مراجعه وکړي، زه باوري یم، چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې به د نور په وړاندې ولسونه را ووځي او د نوموړي دا کړنه به وغندي. که بیا هم ښاغلی نور د ولسواکۍ خبره کوي، را به سو او ولس ته به مراجعه وکړو، چې د کړنې یې ستايي او که یې غندي. زه باوري یم، چې ولس به د ده د کړنو په خلاف خپل اواز پورته کوي.
زه خو اوس د دولت مامور یم. په ازاد ډول مدني فعالیتونه نه سم کولی؛ خو مرکزي حکومت ته یوه خبره کوم، چې که تاسو را ته اجازه راکړئ، زه به په هلمند، نیمروز، فراه او هرات کې په یوه ورځ په زرګونو خلک را پاڅوم، چې را ووځي او د ولسمشر د پرېکړې ملاتړ اعلان کړي او عطا محمد نور ته په ډاګه و وايي، چې حکومت نه؛ بلکې په مونږ (ولس) کې دا زور سته، چې ستا ځواب و وایو. د یو هېواد په لوی اکثریت چې یو ولسمشر ټاکل شوی وي او ته هغه ته هره ورځ په ډېرې بې ادبۍ بد وایه، نو دا له قانون سره څومره لویه ناځواني ده. خیر دا د هغه پر کمزورو اخلاقو دلالت کوي؛ خو مونږ هم داسې نه یې، چې ځواب یې نه سو ورکولای.
دوستانو تاسو باور وکړئ، چې د افغانستان شاوخوا په شلو ولایتونو کې له مدني ټولنو، ځوانانو او با احساسه افغانانو سره په اړیکه کې یم او ټول دې ته په تمه دي، چې په یوه ورځ را ووځي او د هغو کسانو په وړاندې اواز پورته کړي، چې د قانون پر وړاندې خنډونه جوړوي. عطا محمد نور ته یوه بله خبره هم کوم، داسې نه ده، چې دا حکومت دومره کمزوری دی، چې پر تا قانون په زور عملي نه شۍ کړای؛ بلکې کولای سي. همدغه حکومت دی، چې هره ورځ د نړۍ د تروریستانو او د داخلي طالبانو، چې بهرنی ملاتړ هم لري، په وړاندې یې دریږي او زمونږ مېړني سرتیري د دې وطن د ابادۍ او د قانون د حاکمیت لپاره قرباني ورکوي. دا چې ولسمشر لویه او پراخه حوصله لري او کوښښ کوي، چې هرڅه په خبرو حل کړي، دا د ولسمشر ځانګړنه ده.
بله خبره دا ده، که تاته اوس ولسمشر و وایي، چې ته بیا خپلې دندې ته دوام ورکړه، د دې وظیفې به څه خوند وي او دا به څه وظیفه وي؟ افغان ولس په دې موضوع کې دومره بې حوصلې سوی دی، چې هره ورځ له ولسمشر څخه دا غواړي، چې پر عطا محمد نور دې قانون تطبیق سي. که حکومت دا کار ونه کړي، زه باوري یم، چې ولسونه به ستا پر ضد را وځي. ځکه چې دا د ټولو افغانانو مسوولیت هم دی. د قانون د حاکمیت په برخه کې ستونزې حلول یوازې د حکومت مسوولیت نه دی؛ بلکې دا د ولس مسوولیت هم دی.
نړیواله ټولنه چې د افغانستان په بیا رغونه کې زمونږ سره ګډ مسوولیت لري، افغان ولس ترې هیله کوي، چې د مظلومو افغانانو د ژغورنې په هدف هغه کسان مهار کړي، چې د قانون په وړاندې خنډونه جوړوي. تر هغه وخته، چې مونږ په پښو دریږو، دا د ملګرو ملتونو او د افغانستان ملاتړو هېوادیونو او په ځانګړې توګه د امریکا څخه غوښتنه کوو، چې د هغو کسانو په وړاندې خپل دريځ روښانه کړي، چې د ټوپک په شپېلۍ خبرې کوي او قانون نه مني.
ولسمشر ته دا ډاډ ورکوم، چې د ولس ټينګه حمایه دې تر لاسه کړې ده او د دې حمايې یوازینی علت ستا قاطع دریځ او اصلاحات را وستل دي. ستا په وړاندې چې څوک ولاړ دي، هغه اوس ولس پېژني. هغه چې څومره په تا پسې خوله خلاصه کړي، ولس بیا هغوی ته وايي، چې دا غله څه وايي؟ دا خو ازمېیل شوي دي، د واک لېوني دي، سترګې یې سرې دي او غواړي، چې بیا د دې ولس پر سرنوشت لوبې وکړي. ولسمشره ته یوازې نه یې، ولس دې ترشا ولاړ دی. داسې نه ده، چې مونږ اوس ستا ملاتړ کوو، مونږ تر رسمي دندې مخکې هم ستا ملاتړي وو؛ ځکه چې ستا سره د وطن جوړولو اراده سته. که تاسو غږ وکړئ، په جنوبي زون کې به په یوه ورځ په زرګونو خلک ستاسو په طرفدارۍ را ووځي او ستاسو د رښتینو هڅو ملاتړ به وکړي.
په پای کې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ته د یو افغان په صفت مشوره ورکوم، چې که غواړې په دې وطن کې سیاست وکړې، نو لومړی باید قانون ته احترام ولري او د ولسواکۍ او انتخاباتو له لارې یو معقول سیاست وکړه. خدای دې وکړي، چې د دې وطن ولسمشر کېږې به نه؛ خو په دغه ډول کړنو ورځ تر بلې په ټولنه کې متنفره کېږې او خلک درباندې بد وايي. زه درسره ولا که هېڅ شخصي ستونزه لرم. دا خبرې مې د پېرزوینې درته وکړې، ځکه چې مونږ او تاسو افغانان یو او په دې وطن کې ګډ مسوولیت لرو، باید د اصولو او قوانینو پر اساس سیاست وکړو. د زور، جبر، قانون ماتونې دوره نوره ختمه سوې ده. که کال وي او که دوه وي، په دې وطن کې اصلاحات را روان دي او نور ستا سره څوک بد ماشي او قانون ماتونه نه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply