پښتانه احتیاط خراب کړل!/ ډاکټر ګل مرجان منګل

0 792

راځئ چې نور دغه ډیر احتیاط ته د پای ټکی کیږدو د ریاضې په ساده منطقو یو او بل ته قنعات ورکړو، تر څو د جګړو او شخړو څخه چې یو او بل مو  هر ورځ له ګریوانونو څخه نیولی وي د تل لپاره خلاص شو، خپله ټولنه یا ملت جوړونه وکړو، پداسې حال کې چې دغه ډول څرګنونې په دا اوس وخت کې د افغانستان په خیر نه دي، خو که موږ هر څومره چپ پاتې کیږو اخر به  په خپل هیواد کې  ځینی کسان راته وايې چې ځی هیواد موږ ته راپیږدی، بیا نو موږ چرته لاړو شو؟
ځکه خو اړینه ده چې لږې سپینې خبرې وکړو او بل خو د عامو افغانانو ذهنونه روښانه کړو.
لومړۍ پوښتنه:
اکثریت او اقلیت څه ته وایې!
د ساده ریاضې یا د جبر د قانون له مخې که یو خوا ته دوه 《۲》وی او بلې خوا ته درئ《۳》 وی نو ویلای شو چې درئ اکثریت دی نظر دوه ته یا په بل عبارت ویلای شو چې دری ډیر دي نسبت دوه وو ته. اوس راځو همدغه قانون په خپله افغاني ټولنه کې چې  یوه کثیر القومي  یا د ډیرو قومونو څخه جوړه شوی ټولنه ده تدبیق کړو.
داسې روایتونه دی چې په افغانستان کې تر څلويښتو زیات قومونه لکه هندوان، قزلباش،نورستانی، پشایې،سادات، عرب،ګوجر،بلوچ،هزاره، ازبک، تاجک، پښتانه او دا نور پاتې قومونه چې اوس د ټولو نومونه ماته نه راځی موجود دی، د افغان ملت یا افغاني  ټولنه  ورڅخه جوړه شوی ده چې د افغان ملت یا د افغاني ټولنې په نوم سره یادیږی.
یو تعداد افغانان چې ځانونو ته لوستی  یا روښان فکره هم وايې د پوهنتونونو استادان، سیاستوال او یا هم د نظر خاوندان دی دوی داعوا کوی وایې چې  افغانستان یو کثیر القومي هیواد دی خو اقلیت او اکثریت پکشی نشته ټول په یوه اندازه دي، همدارنګه وايې چې د افغان کلمه پښتنو ته منصوبه کیږی موږ يې نه منو.
ایا د دوی دغه داعوا سمه ده؟ ایا د افغانستان تاجکان او د افغانستان ازبکان د شمار له مخی یو اندازه دي؟ او کنه د تاجکو شمار د ازبکو څخه ډیره ده؟
او یا دا چې، ایا د افغانستان هزاره ګان او د افغانستان عربان د شمار له مخې په یوه اندازه دی؟ او کنه هزاره ګان اکثریت دي نظر د افغانستان عربانو ته؟ مالومه خبره ده چې هزارهګان نسبت عربانو ته ډیر دی کله چې ډیر شول نو دا پدې معنی ده چې هزاره ګان اکثریت دی نظر د افغانستان عربانو ته.
اوس به راشو پښتنو ته ،که موږ پښتانه د ګوجرو سره پر تله کړو نو د ددغه دوه قومونو په منځ کې ډیر او لږ نشته؟ مالومه خبره ده چې شته پښتانه په لسهاو څه چې په سلهاوو واره ډیر دي نظر ګوجرو ته.
که د ګوجرو څخه هم تیر شو راشو د افغانستان دا لویو څلور قومونو لکه پښتانه، تاجک، هزاره او ازبکو ته. ایا پدې څلورو قومونو کې بل داسې قوم شته چې د هغه قوم تعداد یا شماره د زیاته وی نظر پښتنو ته؟
ایا تاجک د پښتنو سره د شمار له مخې یو شانته دي؟ او کنه پښتانه ډیر دی، او یا ایا پښتانه ډیر دي او کنه هزاره ګان ډیر دي؟ مالومه خبره ده چې پښتانه ډیر دي. همدارنګه که يې د ازبکو سره مقايسه کړو کوم یو قوم به ډیر وي؟ ازبک او که پښتانه؟ که حقیقت وی نو پښتانه تر ازبکو هم ډیر دي.
بیا هم که زموږ پرتله کونه غلطه وي په افغانستان کې کوم بل داسې قوم وی چې ځانونه تر پښتنو ډیر بولی دا ګز او دا هم میدان!
ښه، فکر کوم چې په افغانستان کې موږ بل  داسې قوم نه شو پیدا کولای چې د پښتنو سره يې مقايسه کړو بیا همدغه قوم د پښتنو څخه ډیر یا ورسره مساوي  وي.
که اوس موږ همهغه لومړۍ د ریاضي یا د جبر قانون ته مراجعه وکړو همدغه  ساده د دوه او دریو مثال د افغانستان پر وروڼو قومونو باندې پلی یا تدبیق کړو همدغه پيلې یا نتجې ته رسیږو چې پښتانه اکثریت دي. او ک بیا هم څوک داعوا لری نه يې مني چې په  افغانستان  کې پښتانه اکثریت نه دي مهرباني د وکړی سر شمارنه یا نفوس شمارنه د وکړی، چې زړه یې یخ شي، او کنه قنعات کوي نو دوهم پړاو ته د غوږ شي.
کله چې د دغه ومنله چې پښتانه په افغانستان کې اکثریت دي اوس نو باید دا هم ومنی چې اکثریت چې څه غواړي هغه باید وشي، دا ځکه که څوک  پر ولسواکۍ باور لری نو په ولسواکۍ کې ټاکنې یا انتخابات او یا هم پر ځینو مسایلو باندې ریفرینډم یا ټول پوښتنه تر سره کیږی، څه چې د اکثریت رایه وی هغه منل کیږي.
او کنه زور وی بیا که اقلیت د اکثریت سره زور وهي، که د اکثریت زور ورسره برابر یا له اقلیت ډیر وو خو ورباندې يې مني او کنه اقلیت پر اکثریت باندې په زور کې وو بیا د نو اکثریت اقلیت ته ځای پریږدی مجبور دی چې ترینه کډه وکړي.
په نړۍ کې کم و زیات دوه سوه هیوادونه دی بیا پدې هر هیواد کې همدغه د اکثریت او اقلیت خبره  موجوده ده څوک هم داسې هیواد نه شي پیدا کولای چې د اقلیت ژبه د اکثریت منلی وي، همدارنګه په هیڅ هیواد کې هم ملي سرود یا ملی ژبه د د اقلیتونو ژبه وی په هر هیواد کې ټول ملي نومونه، لوحي،  پر نوټونو لیک، پیژند پاڼه، پاسپورټ یا د نورو ملي شیانو ژبه د اکثریت په ژبه لیکل شوی وی.
خبره به د خدای لپاره کوو په افغانستان کې دا هر څه سر چپه دی، دفتري ژبه د افغانستان د اکثریت ژبه نه ده، همدارنګه اکثریت لوحې د افغانستان د اکثریت په ژبه نه دي لیکل شوی، د کابل په پوهنتون کې چې د افغانستان تر ټولو پوهنتونونو لوی پوهنتون دی درسونه د افغانستان د اکثریت ژبه چې هغه پښتو ده تدریس نه ورکول کیږي.
دا دی  نن  خبره دې ته راورسیده چې یو  مکمل  ملت یې تر پوښتنې لاندې راوست، یو تعداد افراد او اشخاص چې تر شا يې مستقیم د ایران او پاکستان لاسونه دی په ډاګه وايې چې موږ افغانان نه یو او د افغان کلمه نه منو.
دلته اندیښنه یوازی د افغان او نه افغان د کلمی نه ده دوی په لوی لاس غواړی  تر څو د افغانستان وروڼه قومونه چې د پیړیو پیړیو يې  پر همدغه د افغانستان په جغرافيه باندې د یوې کورنۍ په شان ګډ ژوند سره کړی دی، د هر تجاوز ګر او يرغلګر پر وړاندې په یو سنګر کې ګډ ودریدلی دي، غم، درد او خوشالي يې سره ګډ دي تر منځ کرکې او د نفرتونو تخم وشندي تر څو افغانستان ټوټه ټوټه کړی او د افغانستان قسم خوړلیو دښمنانو لکه ایران او پاکستان تر مستقیم کنټرول لاندې راشي.
موږ له همدغه ګوتو په شمار  افغانانو چې د افغان کلمه نه منی غواړو چې د افغانانو تر منځ دی کرکه او نفرت ته لمن نه وهي، همدارنګه دې د وروڼو قومونو تر منځ تفرقي نه اچوي زموږ د ټولو د افغانانو د خلاصون او نجات لاره ملی يوالي دي او بس.
موږ پر ټولو افغانانو غږ کوو چې یوازینی ارزښت چې ټول افغانان د یو چتر لاندې راوستی شي هغه د افغان کلمه ده ځکه زموږ څخه یو ملت جوړوي، چا ته اجازه ورنه کړو چې زموږ څخه همدغهد د يوالي او وحدت سمبول واخلي.
تل د وی د افغانانو تر منځ ملی يوالي!
شرمیدلی او سر ښکته د وی هغه جاسوسان چې د افغانانو تر منځ کرکه او نفاق خوروي.
تل د وی افغان
تا یک نفر افغان است زنده افغانستان است.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
21/2/2018

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply