زموږ د ښځو بکارت او زموږ نارینه وو حماقت / محمد یار یار

0 808

زموږ د ښځو بکارت او زموږ نارینه وو حماقت
سړی اریان وي چې د خپلې ټولنې کوم وحشت، کوم جهالت او کوم حماقت ته وژاړي؛ موږ لاهم د خپلو ښځو د بکارت د پردې نشتوالی، د هغې د نامشروع اړیکو او فاحشه توب نښه ګڼو او خپل نارینتوب، شملورتوب او نامیتوب دا بولو: که مو د واده په شپه د ماینې د بکارت پرده نه وه نو د خپلې ټولې کورنۍ، ټول محل او ټول وطن په اتفاق سره، هغه د بدبخته لور، سره رنډۍ ګڼو او د واده په سهار یې په درو کاڼو طلاقوو.
زه خپله شخصاً، د ډېرو دا ډول پېښو شاهد یم، آن د کندهار یوه مشهوره کورنۍ پېژنم چې د یوې بلې نامتو کورنۍ سره یې دغسې یو ناانساني چم وکړ.
په داسې حال کې چې دا بېخې ثابته خبره ده چې د بکارت د پردې پرې کېده، د جنسي مقاربت تر څنګ، بې شمېره نور عوامل هم لري؛ مګر موږ دومره ړانده و کاڼه او په پنځو حواسو فلج یو چې پر دغه ډول څرګندو حقایقو باندې هیڅ باور نه لرو، ځکه په خپل میراثي جهالت و حماقت کې تر سږمو و غوږو غرق یو.
عجیبه ده چې دا یوازې په طب و ساینس کې نه ده ثابته، بلکې دیني احکام مو هم وایي چې د بکارت د شلېدو عوامل متعدد دی، خو د دې فاجعې د بیان لپاره مو، هم پر ممبر د ملا خوله ګبی (ماته) ده، هم مو په روغتون و معاینه خانه کې د ډاکتر خوله کچوله (ماته) ده چې د جاهلو خلکو سر مو په دغه حیاتي مسئله ور خلاص کړي.
هیله ده چې زموږ د فیسبوکي شبکې شعوري فعالان، د یوه کمپاین په شکل، دې مهمې موضوع ته توجه وکړي، ګوندې وي چې په دې باب، زموږ د خرتوبۍ په را کمولو کې یو څه مؤثر واقع شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply