ناکامه مدیریت/ بصیر عاصم

0 778

په ویډیو کې د لیري یو پوسته چي د افغانستان بیرغ پرې رپان وه ښکارېده ، د کامره مین سره ولاړ ترهګر کله د الحمدالله او کله د الله اکبر په ناره په ډېر افتخار وايې ان شاءالله فتحه مو نصیب ده  دا پوسته له نژدې یوې میاشتي محاصره ده خواړه او اوبه يې مخ پر خلاصېدو دی ژر ده یا به ووژل شي یا به تسلیم شي ، په دې وخت کي یوه هاموي شوبله چي ترهګرو ته په لاس ورغلې وه مخامخ پر پوسته ورځي او جګړه د ننه په پوسته کې شروع شي ورسته په ویډیو کې همغه پوسته له دننه ښکاري چې څو سرتیرو په وینو لت پت  د هیواد د تحفظ لپاره يې د خپلو سرونو د قربانۍ وعده پوره کړې وي ، ددې صحنو په لیدو مي پر وجود اور بلیده څه د سرتیري په شهادت ‘ ډېر پدې چي ولي سرتیري په لوۍ لاس قربانی ته ورکړل شوه ،تعجب مي کاوه په دې نه چي ترهګرو پوسته ونیول ،دا راته عجیبه وه چي یو جنرال ولي دومره احمق شي چي د یوې پوستې ته د جګړې پر وخت مرسته نه شې رسولای خو لګیا وي د دښمن منځ ته سرتیري ور غورځوي .
چې یوه ورځ يې د پوځ په نظامي اکاډمۍ کي هم درس ویلی وي دومره غیر معقول تاکتیک به ونه کاروي په داسي حال کي موږ د روسانو د اشغال د وخت د جګړې اوږده تجربه لرو ، په څنګ کي د امریکا پوځ چې د نړیوالي لمړۍ جګړې او دویمي ستره تجربه لري.
په داسي حال کي چي امریکايې پوځ د ترهګرو خلاف یو نظامي تاکتیک کاراوه لمړی يې تقریباً د ۴۰۰ کسیزو په شاوخوا کې لوي قرارګاوي جوړولې او بیا به ورسته له همدې قرارګاوو په ټینکونو او پلي په کیلو میټرو پیاده تلل متعرض عملیات او چاپې به یې وهلې او دښمن ته به يې کمینونه نیول د جګړې پر وخت به له همدې قرارګاه کومک ورتله او د هوایې ځواک تر کلک ځار لاندي به وه خو باوجود له دې چي نه افغان پوځ د امریکا هومره نه هوايې ځواک لري نه یوې پوستې ته پر وخت د کومک وس درلودی د پوځ قومندانانو  په ډېر غیر معقول شکل افغان پوځي سرتیري د دښمن منځ ته ور غورځول. د افغان پوځ قومندانانو خو ظاهراً د یوې سیمي د تصرف په هدف د ښارونو او قول اردوګانو لیواګانو لیري شل کسیزه او دیرش کسیزه پوستې وداني کړلې خو نتیجه يې دا شوه یا ده چې سرتیرو په ټول توان هڅه کول چي ځانونه او پوستې وساتي ځکه پر وخت د نه اکمال او سرتیرو کمښت له کبله ناممکن وه چې پر یوه وخت هم سیمه او ځان وساتي ، طالب ترهګرو ته د افغان پوځ وسلې او زغروال ګاډي له همدې لاس ته ورغلل چي له یوې هفتې نیولې ان تر میاشتو يې مرسته ونه کړای شوه مجبور وه چي پوسته او درنې وسلې پریږدي ځکه هغه لاري چې د زغروالو تګ د پاره مناسبي وې ترهګرو په ماینونو پوښلي وې او درنې وسلې بیله زغروالو ګاډو وړل کیدې نه ، او نه زغروالي شوبلي د ماینونو له امله له خپلې پوستې دباندي وتلای شوې.
د افغان پوځ جنرالانو ته هم پکاره وه د امریکایانو غوندي  د ۲۰ کسیزه پوستو پر ځاي ۴۰۰ کسیزو لوي قرارګاوي جوړي کړي یا یې جوړي کړي وای چې هم يې اکمال اسان وي هم د مځکي د لاري کومک.
بله ګټه به يې دا وي چې د ترهګر خونړیو بریدنو به امان وي پر لوۍ قرارګاه برید به ورته ترهګرو ته ځان وژنه ښکاره شي.
د امریکایې پوځ په څیر او یا د یو هیواد د پوځ په حیثیت متعرض علمیات پیل کړي چي دا  به يې د افغان ځانګړو ځواکونو او کمانډویانو سره ستره مرسته وي کم چي اوس د ترهګرو پر خلاف د ۷۰ فیصده عملیاتو دروند پیټی ور د غاړي دی
بصیر عاصم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply