د سپیو بیړنۍ جلسه/ لیکنه: حاوي

0 1,517

د بهرام د کور مخامخ خالي کنډواله او وړوکی میدان دی، چې یوې خړې سپۍ په کې یو ځای ځان ته ځانګړی کړی، او هر وقت به دې چې لیده نو هلته پرته وي. ډیره شرم ناکه او حیا سپۍ ده، لکۍ له د پښو په قت وي او په مړو او خمارو سترګو، ډیره عاجزانه به یوې او بلې خواته ګرځیده. یو وخت دا سپۍ حامله وه نو په کوم ژور فکر کې به تللې وه، کله به مې چې ولیده، نو خیال ته به راغله چې دا خو به شاعره نه وي. خو یو وخت د څلورو بچو مور شوه. ور سره د سپۍ خوی او عاتونه له یو سره بدل شوه. د شاعرانه مزاج لرونکې دا سپۍ اوس په لارې هر تلونکي او راتلونکي ته په غپیدو شوه. سپی هم ترې په قرار نه وه د کلي سپیو ته به هم غپیده او هم به چې ددې انګړ ته په تیروتنه ور داخل شوه نو پرې رامنډه به یې کړه او له غوږه نیولی به یې په لاره خوشې کړ. دا یې لکه چې د خپلو بچیو د ساتنې د پاره کول. زمونږ دګاوند کره تور سپی چې نیم کوڅه ډب وه، تل به سپۍ ته په قهر وه. دواړو به چې په یو بل خوله ور خلاصه کړه نو په کورونو کې چنګیز خانان هم په لړزه وه. زه هم ددې سپۍ میډم له لاسه له کوره نه شوی وتلی د سهار منډي له لارې کورته راوړې. ماښام زه د کور د دوهم پوړ په برنډه کې ولاړ وم چې ګورم د کلي د سپۍ بانډار پیل کړی او ټول سپۍ سره په ګرمه مرکه بوخت دي. یو زره شور هم نه کوي او ګرده حلقه یې وهلې او سپۍ په منځ کې ولاړه او نور په ګونډو دي. کله کله یې څه غور، غور راځي چې ښه مې غوږ ورته ونیوه نو خپل نوم مې واریده او هک حیران شوم.
واړه کونګریان په میدان کې جلسې ته نیږدې لوبي کوي.
میربانه سپۍ: زما هم نوع سپیانو نن مو تاسو دیوې ځانګړې ستونزې له پآره را غوښتي یاست او هغه ستونزه د تورسپي او د هغه د ګاونډ انسان بهرام خان ترمنځ د تاو تریخوالي په اړه ده. تور سپي وایي چې بهرام خان یې عزت نه کوي او تور سپي په کوڅه کې وي، بهرام ډیر په ویره په کوڅه کې تیریږي او له تور سپي په ډډه ځي. تور سپي دا د ځان بې عرتي بولي ځکه چې د تور سپي په وینا، بهرام خان ته تور سپی کوڅه ډب او خونخوار او بې تربیې معلومیږي معلومیږي. تور سپي غواړي چې په ګډه بهرام خانه ددې ناوړه فکر سزا ور کړي. تاسو په دې راغوښتل شوي یاست په دې اړه ستا سو نظر هم معلوم کړو، او په ګډه کومه پریکړه و کړو.
د ګاونډ تورسپی: سپۍ خورې نن چې بهرام خان له کوره راووت پرې وغاپه، بس بیایې مونږ ته پریده بس په ګډه پرې برید کوو.
د ملک صاحب جرمن شیفر: مګر بهرام خان خو ډیر بې ضرره انسان دی، ځناورو ته یې کله په بده سترګه هم نه دي کتلي، د کلي خلک هم ترې خوشحاله دي، ماشومانو ته سبق هم وایي. کله کله یې وینم مشاعرو ته هم ځي مست مولا سړی دی.
د ګاوند تور سپی: یو خو ته دې جرمني ته ګوره ورته معلومه نه ده چې بهرام خان اخبار ته په لیږلې کیسه کې مونږ له بد کرداره لنډه غرو سره تشبه کړي یو. له هغو سره چې لیکنې خو ډیرې ادبي او معیاري کوي، د انساني ارزښتونو لکچرونه ور کوي خو په اصل کې بدکردار دي. میرمنه یې په کور کې په پردویو ښځو پسې ګرځي او لاس یې ورسیږي نو هر انساني ارزش تر پښو لاندې کوي او خپل شوم هدف ته ځان رسوي.
امریکایي تازي: اوهو دا خو ډیره غلطه خبره ده، مونږ خو خپل مالک ته وفاداره یو چې همدغه باندې خو مونږه ویاړو. دوی خپلې میرمنې ته هم وفا داره نه دي.
میزبانه سپۍ: تازي ته یوڅه هیروې، ضفایي او ستره ګي هم زموږ یو معیار دی. زمونږ په صفایي خو انسان هم قایل دی، او زمونږ د صفایي مثالونه هم ور کوي. ټول سپي د میزبانې سپۍ په دې خبره لکۍ د واه واه په ډول ښوروي.
جرمن شیفرد: تاسو ولې په بهرام باندې غاپی، زمونږ په اړه خو په دنیا کې ډیرو لیکوالانو او ادیبانو لیکنې کړي او اکثرو یې په مونږ پورې طنزیه ملنډې کړي.
د ګاونډ سپی: مونږ خارجي لیکوالان څه کوو، نه مو وس ور سره برابر دی او نه مو په مخ راځي. اصل خبره د بهرام خان ده. هغه نه یواځې په لیکنو کې زمونږ سپکاوی کوي بلکې، په کلي کې یې ډیرو هغو ځوانانو ته چې په لاره کې په نجو پسې نارې وهي د سپیو په نامه یاد کړي دي. نو تاسو ووایاست چې مونږ دومره پست او بد اخلاقه یو لکه هغه کوڅه ډب او لنډه غرو ځوانان چې نه په خپل عزت دي نه د بل.
جرمن شفرد: توره سپیه، ته تیر وتی یې بهرام هغو ځوانانو ته ویلي چې سپي په تاسو شرف لري، زمونږ په پلوي یې خبره کړې.
میزبانه سپۍ: که هر څه دي مونږ په بهرام خان برید نه شو کولی، که برید و کړو او که ور ته و هم غاپو نو بیا زمونږ او انسانانو ترمنځ څه فرق پاته شو.
انسانان خو په وړه خبره د خپل انسان وینې تویوي، قتل کوي یې او که هیڅ هم و نه کړي نو کنځلي کوي. آخیر د سپیو هم څه عزت او اصول وي.
د ګاوند تور سپی: زه هم در سره هم غږی یم د انسان نسل تبا شوی دی او راتلونکي وخت یې مخ په خرابیدو او له خواریو ډک دی. د کوم نسل چې پوهان، سیاست مداران، لیکوالان، او لوستې طبقه چې بد کرداره، د اغیارو نوکره، پیسه دوسته شي، نو اولاده به یې څه تربیه ترې اخلي.
جرمن شیفرد: مونږ سپي یو خاندانونه مومختلف دي، رنګونه مو مختلف دي، حتي زمونږ ترمنځ هم اخلاقي او سیمه ایز توپیرونه شته، خو بیا هم سپي یو بل کوم نوم نه لرو او نه یې غواړو. دلته خو چې زه ګورم له دا ځينې انسانانو خو ډیر شرف لرو چې په خپل نوم شرمیږي. په خپله ژبه شرمیږي، د ګاونډ لهجه کاروي او خپله ور ته کمه او ورسته پاتې ښکاري او پرې شرمیږي. له آغیارو پیسې اخلي او خپل کور کې فساد اچوي. جنګ ته لمن وهي. تعصب کوي. نفاق اچوي تر څو یې په وطن کې شور او فساد وي او دوي خپلې ګټې لاس ته راوړي، دومره له ذلالته ډک کار سپي کله کوي. سپی د یوه کور وي. او تر مرګه د هغه کور وفاداره وي. دا انسانان خو خپل کور ته د پردوی لاسونه راوړي، کور ورانوي، خپل وروڼه او خویندې او اولادونه وژني. دا ډیر بد بخته انسانان دي، په ځانګړې توګه ددې سیمې دا ځینې لنډه غر انسانان، انسانان نه بلکې ځناور دي، ځناور.
دا اوس اشرف مخلوقات دي. که اشرف المخلوقات دومره ذلیلانه عمل لري نو شغالان، ګیدړې خو بیا ډیر شرف پرې لري، مونږ خو بیا هم خانداني مخلوق یو. او د اروپا او امریکا د ډیر شهزاده کورنیو په رګونو اوس زمونږه وینه هم ګډه شوې ده. او مونږ د هغوی د پلرونو حیثیت غوره کړې دی.
امریکایي تازي: دا ډیموکراسي ده که مونږ د لودیځې انساني کورنیو کې پدرانه مقام تر لاسه کړې. هغوی هم زمونږ له خپلو بیګماتو نه ډیر زمونږ له خورلڼو سره اړیکې لرې. هلته ورور د انسان او سپي تر منځ توپیر مخ په ختمیدو دی. زمونږ ډیر عادتونه په مغربي انسانانو کې راغلي، خو مونږ کې هم د انسانو د اړیکو په سبب څه خرابی راغلي، اوس زمونږه سپۍ لږ مغروره شوې دي او زمونږ چندان پروا نه لري.
کوربنه او میزبانه سپي: نو پریکړه کوو چې هیڅوک په بهرام خان برید نه شی کولي او نه به ور ته غاپي. آخیر مونږه سپی یو لنډه غر او اوباش نه یو. هغه سپي چې زما له پریکړې سره موافق دي لکي دې و ښوروي او چې مخالف دي و دې غاپي. ټول سپي لکۍ ښوروي او جسله پای ته رسیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply