کرکیټ مخ په ځوړ روان دی!!!! /ډاکټر ګل مرجان منګل

0 1,048

په ټوله کې د افغانستان د کرکیټ ټیم په رښتیا هم چې د ستايلو وړ دی، دا ځکه چې په دومره کم وخت کې په دومره لږو امکاناتو تر دې ځایه رارسیدل ستره  معجزه ده.همدارنګه زموږ په ګران هیواد افغانستان کې چې کومه غميزه د څلويښتو کالونو راپدې خوا روانه ده داسې کور، کلی، سیمه او انسان به نه وی چې د روانی غمیزې له امله په یو نه یو ډول نه وي متاثر شوی چې په همدغه جمله کې زموږ د کرکیټ ځوانان هم دي.
د دې پخوا کې که موږ د نړۍ د نورو هیوادونو د کرکیټ ټیمونو ته وګورو او بیا يې د افغانستان د ملي ټیم سره پر تله کړو افغان کرکیټ ټیم چې عمر یې یو څو کالونو ته رسیږی د داسې ټیمونو سره سيالي کوي چې ځینو هیوادونو د کرکیټ ټیمونه کیدای شی تر سلو کالو هم اوږد تاریخ ولري، د دې په خوا کې د نورو هیوادونو د لوبغاړو د ژوند ټول شرایط برابر دي هیڅ ډول ستونځې نه لری خو د افغانستان کرکیټیان رښتیا هم چې د نړۍ د نورو  کرکیټیانو په شان يې د ژوند شرایط د هغوی په شان نه دی خو په داخل د افغانستان کې بیا نظر نورو افغانانو ته د دوی د ژوند شرایط نسبتاً ښه دي، اوس پوښتنه دا ده چې ولي داسې وشول چې دری لوبې يې سر په سر وبایللي او د 2019 کال نړیوالې سيالي ته يې چانس مخ په کمیدو شو!؟
د پښتو یو متل دی چې وايې یو وار موګی ملامت، بیا موګی ملامت بیا خو سړی ملامت دی چې د همهغه موګي سره ټکر کوي.مطلب دا دی چې ولي افغان کریکټرانو سر په سر دری سیالۍ وبایللې؟

کله چې یو ټیم اویا ګروپ  په یو کار کې ناکام شی بیا نو رهبري یا منجر  ارزونه کوي ګوری او علت د ناکمۍ پیدا کوي کله چې يې علت پیدا کړ هغه ته بیا  مناسب تدابیر نیسي تر حو تشې ډکې کړي یا  ضعیفې نقتې قوی کړي.
خو د افغان د کرکیټ منجمنټ یا رهبرۍ پدې ورستیو کې دغه کار نه دی کړی ځکه که يې کړی وای نو دوهمه سیالي یې نه بایلله  همدارنګه دریمه خو یې باید نه وای بایللي.

لدې ټولو داسې نتجه اخیستل کیږی چې رهبري ضعيفه ده او یا هم په رهبرۍ کې کومه خرابي موجوده ده. دا خرابي کیدای شي فساد وی، کیدای شي خپلوي یا د واسطې خبره وي چې  مناسب  کسان یې په مناسب وخت کې نه وی انتخاب کړي، او یا د دوی بې غوري وی.
موږ لومړۍ د کرکیټ د ټیم له رهبرۍ یا منجمنټ څخه غواړو چې باید خپله خالیګه او د دریو سیالیو سر په سر بایللو ارزونه وکړي او علت ځانته پیدا کړی چې ولې یې دری سیالۍ سر په سر وبایللې!؟
همدارنګه موږ د پورته مقامونو چې کريکټ ټیم یې د رهبرۍ په شمول د دوی تر کنترول لاندې دي په همدغه اړه څیړنه وکړي که د خپلوي او یا نورو علتونو له امله یې  مناسب انتخاب په مناسب وخت کې نه وی کړی په راتلونکې د دا تول کړنو مخه ونيول شي.
دا ځکه چې د افغانانو لپاره همدغه یو د کريکټ خوشالي پاتې او همدغه کريکټ دی چې د افغانستان بیرغ يې په نړیوالو ډګرونو کې رپولی دی او رپوی یې افغانان خوند ځينې اخلي. او که همدا اوس اصلاحاتو ته مخه نه کړو خدای مه کړی چې دا لاسته راوړنې او ټول د کريکټ ټیم مو له لاسه ونه وځې.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
9/3/2018

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply