د طالب او سرتېري توپیر / سید عبدالله پاچا

0 509

د تېرو څو کلونو جګړې زیات افغانان د جګړو په اړخونو پوه کړل چې دا جګړه څوک د کومو موخو لپاره او د چا لپاره کوي.

دا روښانه شوه چې طالب د بل په دستور بوشکه کې ماین ځای په ځای کوي، د سړک غاړه کې یې ږدي، هر کله چې چاودنه کوي، سړک له منځه وړي، موټر له منځه وړي، ملکي وګړي له منځه وړي.

خو سرتېری ټوله ورځ او ورځ پيره کوي چې طالب لپاره چاودیدونکو توکو مخه ونیسي چې ماین ترې جوړوي، سرتېری شپه او ورځ په دې لټه کې دی چې طالب د ماین انتقال ته پرینږدي، سرتېری کار کوي چې طالب ماین خښولو ته پرینږدي، یا یې ونیسي او یا یې له منځه یوسي، سرتېری د ورځ او شپې ګرځي د طالب په لاس خښ شوي ماینونه باسي چې د ملکي وګړو د تلفاتو مخه ونیسي، د سړک د ورانیدو مخه ونیسي او د طالب هغه پلان شنډ کړي چې د هېواد د بربادۍ لپاره یې جوړوي.

طالب ټوپک په اوږه کړی، هره ورځ په دې لټه کې وي چې د وطن یوه موره بوره کړي، یوه ښځه کونډه کړي، یو بچی یتیم کړي، یو پلار په ملا مات کړي، طالب دا کار د خپلو او نورو د ګټو لپاره کوي، افغان مسلمان په یو او بل نوم باندې وژني، ارمانونه یې خاورې کوي، په سجده یې وژني، په جومات کې یې وژني، په کور او لار یې وژني.

خو سرتېری بیا د همدې هېوادوالو د امنیت په لټه کې دی، هره ورځ کار کوي چې څنګه یوه کورنۍ له غم وساتي، څنګه یې د طالب له شر وساتي، څنګه د طالب د هغه اقدام مخه ونیسي چې کورنۍ بې سرپرسته کوي، شپه او ورځ په طالب پسې دی چې یا یې ونیسي، یا یې ووژني او ډيرې کورنۍ له غم وساتي.

طالب له کوره مرور، په ژوند کې تنګ او د حورو لیونی د لیوانو مشرانو ولکه ولویږي، د ځانمرګي روزنه وګوري، بیا خپل هېواد ته راشي، دلته ځان پورې چاودیدونکي توکي وتړي، ریموټ یې بل چا سره او یا خپله ده سره وي، افغان مسلمان ورته کافر! ښکاري او په دې لټه کې وي چې چرته به ځان چوي، چرته به ډیر خلک ووژني، په همدې تمه هدف پسې ګرځي او زیات خلک د خپلو حوسونو او پردیو ګټو قرباني کړي.

سرتېری بیا د ځانمرګو په پلانونو پسې ګرځي چې څنګه یې شنډ کړي، څنګه ښارونو ته د ځانمرګو مخه ونیسي، که ځانمرګی په مخه ورشي، غاړه ورکوي او د نورو افغان مسلمانانو ژوند ژغوري، سرتېری خپله قربانۍ ته حاضر دی، خو نور خلک ژغوري، سرتېری له یو ناځوانه دښمن سره مخ دی او باید د زیاتو د وژنو د مخنیوي لپاره خپله قرباني ورکړي.

طالب راځي په افغانستان کې د بل په دستور، د ملي او عامه پروژو مخه نیسي، دا کار د دې لپاره کوي چې وطن اباد نه شي، خلک هوسا ژوند و نه لري، افغانستان پرمختګ و نه کړي، دې کار لپاره دا پلمه کوي چې د بیا رغونې پيسې د خارجیانو دي.

خو سرتېری شپه او ورځ د عامه او ملي پروژو ساتنه کوي، د دې لپاره یې ساتنه کوي چې کوم طالب یې ونه نړوي، د دې لپاره یې ساتنه کوي چې طالب د عامه او ملي پروژو اتلان قرباني نه کړي، سرتېری پوهیږي چې ناځوانه دښمن یې په هیڅ نه دی ایسار، هر هغه کار کوي چې خلک پرې دردیږي او دا وطن پرې ورانیږي او نور دښمنان پرې خوشحالیږي.

طالب ګرځي له خلکو د عشر او زکات په نوم له خلکو باج اخلي، ملي شتمنۍ لوټ کوي، کانونه سپړي او نورو هېوادونو ته یې انتقالوي، لویو لارو ته راوځي خلک لوټ کوي، په ملي ادارو بریدونه کوي ودانۍ یې سوځوي.

خو سرتېری د ملي شتمنیو د ساتلو لپاره سر په لاس کې نیولی او ساتنه یې کوي، په لویو لارو ولاړ دي چې خلک په امن له یوې سیمې بلې سیمې ته سفر وکړي، د ملي ادارو ساتنه کوي چې د طالب بد سیوری پرې و نه لګیږي، ځکه طالب چې هر ځای ته رسیږي، هلته هر څه له خاورو سره خاورې کوي، هلته نه ګوري چې دا ملي شتمني ده او باید وساتل شي، خو طالب د همدې لپاره ګمارل شوی چې باید هر څه له سره کړي.

طالب په ښارونو کې عامه ادارو ته ننوځي، خلک یرغمل کړي، په شاوخوا سیمو ډزې کوي، خو سرتېری په محتاطانه ډول ودانۍ ته ځان رسوي، په خپل ټول کمال یرغمل کسان ژغوري، په احتیاط سره د طالب د وژلو او یا نیولو هڅه کوي چې ودانۍ پکې زیانمنه نه شي، خلک پکې زیانمن نه شي او د طالب دا برید پای ته رسوي او بل ته تیاری نیسي.

اوس دا هر چاته په ډاګه ده چې طالب په څه اخته دی او سرتېری په څه دی، د دې وطن اتل او خاین اوس ټولو ته مالوم دی او انشاءالله داسې ورځ رارسیدونکې ده چې د طالب مخ تور وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply