د ټرمپ او ټیلرسن جګړه پای ته ورسېده / آغامحمد قریشي

0 700

بدلون په هره اداره کې یو معمول دی، ځیني کارپوهان بدلون د پرمختګ اساس ګڼي، ځیني نور بیا هر بدلون ته په ښه سترګه نه ګوري، یواځي مثبت بدلون د یوې ادارې د پرمختګ بنسټ ګڼي. که څه هم د نړۍ په پرمختلو هېوادونو کې د مخ پر ودې او پس پاتو هېوادونو په پرتله د اداري فساد کچه ډېره ټيټه ده، خو بیا هم په سیاستونو کې پیسې، سیاسي ګوندونه، سلیقې، مصلحتونه هغه څه دي، چې تر ډېره د سیاستونو د بدلونونو، بحرانونو او ټیکاو ځیني اغېزناکې او لمسونکې برخي جوړوي.

د امریکا په وروستي معاصر تاریخ کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ بریا نه یواځې رسنیو ته هېښونکې وه، بلکې د نړۍ د اکثرو هېوادونو مشرانو، سیاستوالو او ډیپلوماټانو د هغه د ماتې ځواکمن آټکل کړی و. د هغه ډراماتیکه بریا نه یواځې هېښوونکې وه، بلکې پر رسنیو یې خورا تاوده او ژور بحثونه راپورته کړل، چې له هغو یې یو بحث د ټرمپ له روسیې سره پر اړیکو او د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو په سیالیو کې د روسیې پر لاس لرلو و.

ټرمپ د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال او له هغه وروسته تل جدي برخورد کوي، پر رسنیو نیوکې کوي، پر هغه پوري شوي تورونه یو دود بولي او تل یې په رشخد ردوي. هغه پخپل څوارلس میاشتني ماموریت کې تر دې دمه په لسګونو لوړ پوړي مامورین له دندو لیرې کړي. په کور دننه او بهر یې خورا جدي او ګواښوونکي بحثونه رامنځ منځته کړي، تر دې چې اکثره نړیوالې رسنۍ د جالبوالي او نوي والي په خاطر د هغه یوه ټویټ ته انتظار بارسي.

که څه هم د نړۍ پر سیاست ډېر سر ګرځوي، له کوره بهر یې ډېره پاملرنه په منځني ختیځ کې د سعودي او قطر لانجې، په سویلې اسیا کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او د پاکستان له ترهګرو سره پر لاس لرلو غبرګون، له ایران سره د اټومي وسلو د معاملې پر سند بیا کتنې، له چین سره په اقتصادي سیالۍ، له شمالي کوریا سره پر سرسختي دښمنۍ او له اسرائیلو سره په ځواکمنې ملګرتیا تمرکز کوي.

پر دومره جدیت سربیره بیا هم هغه په امریکايي ملت او حکومت کې دننه ډېر منیوال او پلویان لري. هغه تر دې شعار لاندې (America First) چې امریکا اوله (یعني تر هر څه لومړی باید امریکا ته لومړیتوب ورکړل شي.) مبارزه کوي، که څه هم ددې شعار ځانګړی تعریف لا نه دی څرګند، خو ښاغلی ټرمپ په خپل اثر (Crippled America – فلج شوې امریکا) کې لیکي چې څنګه امریکا پیاوړې کړو؟ په وینا یې چې غواړي لومړی په امریکا کې دننه ستونزې حل او په بهر کې هم د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې د امریکا له ګټو په سپین سترګۍ ننګه وکړي.

هغه نه یواځي په کور دننه پریکړو کې له جدیت او بې پروايي کار اخلي، بلکې په بهرني سیاست کې هم ورته جدي پریکړي کوي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له ناببره لیرې کولو سره یو ځل بیا پر رسنیو خورا تاوده بحثونه پیل شوي، چې ولي او څنګه یې هغه ناببره له دندې لیرې کړ؟

له دوهمې نړیوالې جګړې را وروسته څنګه چې سیاستونه تر ډېره سیمیز شوي، په هماغه اندازه امریکا خپل پاملرنه پر سیمیزو تګلارو او سیاستونو متمرکزه کړې. امریکا د سویلي اسیا لپاره تګلاره وړاندي کړه، چې له مخي یې له پاکستان غوښتل شوي چې له ترهګرۍ لاس واخلي او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ځان ښکېل کړي. ډېرکارپوهان په دې باور دي، چې دا تګلاره تر ډېره د ښاغلي ټرمپ، زلمي خلیلزاد او یو شمیر نورو لوړ پوړو د نظریاتو ټولګه ده.

تېره ورځ (د مارچ ۱۳مه) ډونالډ ټرمپ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ناببره توګه له دندې لیرې کړ، د هغه پر ځای یې د امریکا د مرکزي څارګرې ادارې (سي ای اې) مشر مایک پمپیو وګماره، د امریکا د مرکزي څارګرې ادارې (سي ای اې) لپاره یې ددې ادارې مرستیاله ګینا هاسپل وګمارله، دا دوه لوړ پوړې چارواکي به د مارچ تر پایه له امریکايي سنا مجلس څخه تایید تر لاسه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ریکس ټیلرسن له دندې لیرې کېدنه کومه نوې خبره نه ده، ځکه له هغه پخوا یې هم ځیني نور لوړ پوړي مامورین په ناببره توګه له دندو شړلي یا خو یې استعفی ته اړ کړي. اکثره وخت تر اعلامیو مخکي خپل دریځ پر خپل ټویټر تر رسنیو او ۴۹ میلیونه مینوالو رسوي. له سپیني ماڼۍ یې د خپل شخصي دستیار جان مک انټي، د امنیت مشاور مایک فلن، د اقتصادي چارو مشاور ګاري کوهن او نور له دندو لیرې کړي. ځیني نور بیا د هغه له کړنو خسته شوي بلاخره استعفی ته اړ شوي، چې له دې ډلې یوه هم د سپينې ماڼۍ د اړیکو رییسه هوپ هیکس وه، هغې ویل چې د ټرمپ پر ځای سپین دروغ نشي ویلای، ځکه نو استعفی ورکوي.

خپله د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ټیلرسن هم د بل له خولې خبر شو چې له دندې شړل شوی. اوسنی بدلون په دې هم حیرانوونکی دی چې خپله د سپیني ماڼۍ مامورین هم له پریکړي خبر نه و تر هغه چې ډونالډ ټرمپ پر خپل ټویټر اعلان وکړ. په داسي یوه حساس وخت کې چې امریکا له شمالي کوریا سره د اټمومي وسلو په تړاو د خبرو مرحلې ته دننه کېږي، لا هم د سویلي کوریا په شمول د یو شمېر اړینو هېوادونو او سیمو لپاره سفیران او استازي نه دي ګمارلي، په بهرنیو چارو وزارت او سي ای اې کې بدلونونو اندېښنې را پارولي.

بل لور، د لومړي ځل لپاره د سي ای اې د مشرې په توګه یوې مېرمنې (ګینا هاسپل) د ګمارل کېدو هرکلی شوی، په ځانګړې توګه مېرمنو پر دې کار ډېره خوښي ښودلې ده. اغلې هاسپل له ۱۹۸۵ز کال څخه په همدې اداره کې کار کوي تر دې چې نن په زاړه عمر کې د همدې ادارې ریاست ته رسېږي. د سي ای اې پخوانی مشر او د بهرنیو چارو اوسنی وزیر مایک پمپیو له استخباراتي زاويي څخه په نړیوالو مسائلو ډېر پوهېږي، هغه له ډونالډ ټرمپ سره نږدې پاته شوی، تر دې چې په امریکايي ټاکنو کې د روسيې د لاسوهنو چاره یې هم له نږدې وڅېړلې.

که څه هم د امریکا دولت ډېرې پیسې پر څارګرو او پنټاګون باندې لګوي، خو د بهرنیو چارو وزارت کار کوونکي یې ترې شکایت کوي، چې ددې وزارت بودیجه یې کارونو ته بسنه نه کوي. دا چې اوس د بهرنیو چارو وزارت ته د ټرمپ د خپل نظر سړی راغی، ممکن ددې ادارې بودیجه ډېره او په دې اداره کې خالي څوکۍ هم ډکې شي.

ټیلرسن پر سوداګرۍ سربیره په بهرني سیاست کې هم ښه تجربه لرله، د امریکا پیاوړي ډیپلوماټانو هم هغه خوښاوه، خو بدمرغي یې له ولسمشر او په ټوله کې له سپیني ماڼۍ سره په اختلافاتو کې وه. ټیلرسن له ډونالډ پرمپ سره په مختلفو برخو کې د نظر ژور اختلاف لاره، تر دې چې د پاریس د اقلیمي بدلون پر تړون، له ایران سره د اټمي وسلو د معاملې د جریان او له شمالي کوریا سره د خبرو او جګړې په اړه یې ژور فکري ټکر لاره. حیرانوونکې دا وه، کله چې د تېر ۲۰۱۷ کال په سپټمبر کې ریکسن په بیجینګ کې رسنیو ته له شمالي کوریا سره د خبرو کولو لاره غوره وبلل، په سهار یې ډونالډ ټرمپ پر وړاندي پر خپل ټویټر غبرګون وښود او دهغه نظر یې رد کړ.

که څه هم ټیلرسن د خپل لنډ ماموریت لویه لاسته راوړنه نه لري، خو د عراق او سعودي ترمنځ په خبرو کې بریالی و، د شمالي کوریا پر وړاندي یې هڅه کوله چې نږدې والی رامنځ ته شي. هغه نه یواځې له ډونالډ ټرمپ سره د نظر سخت اختلاف لاره، بلکې د سي ای اې له مشر سره یې هم د خپلو چارو د لا ښه پیاوړتیا په موخه مشورې نه کولې، تر دې چې د بهرنیو چارو له پخوانۍ وزیرې، کونډلیزا رایس سره یې هم مشورو ته زړه نه ښه کاوه.

په داسي یوه حالت کې چې له شمالي کوریا، ایران، سعودي، قطر، روسيي، چین، پاکستان او نورو سره پر سترو لانجو او کش ماکشونو سربیره په افغانستان کې په تر ټولو اوږده جګړه کې ښکېله ده، له ۲۰۰۱ را وروسته د لومړي ځل لپاره د افغانستان د لانجې اصلې ځالې (پاکستان) ته ګوته نیول کېږي، که څه هم له دې پخوا کیرلوټه ګال په خپل اثر (The Wrong Enemy) کې د افغانستان د لانجې اساسي جرړه پاکستان بللی و، خو اوس دا خبره د امریکا د ولسمشر له خولې اورو. افغان حکومت اړ دی، چې له دې فرصته سمه ګټه پورته کړي او پر پاکستان لا هم فشارونه زیات کړي.

اوس رسنۍ تر ډېره دا پوښتنه مطح کوي، چې ښاغلی ټرمپ به په دې ډول موثر کار وکړای شي، که څه هم د راتلونکي په اړه اټکل سخت کار دی، خو ښکاري چې ښاغلی ټرمپ به په خپل بې ساري جدیت سربیره په خپلو چارو کې بریالی وي. په داسي یوه هېواد کې چې هر څه له سیسټمه سرچینه اخلي او د سیسټم په توګه برخورد کوي، په حکومت کې دننه بدلون عادي خبري دي.

که د بهرنیو چارو نوی وزیر او د سي ای اې نوې مشره له سنا مجلس څخه تایید واخلي، د دفاع وزیر جیمز ماټیس په شمول دا درې کلیدي جګپوړي مامورین چې د درو کلیدي ادارو په سر کي دي له ټرمپ سره همږغي دي. هغوی به په کور دننه او بهر د ټرمپ نظریاتو ته پاملرنه کوي، ځکه هغوی له وړاندې هم د ولسمشر له ډېرو نظریاتو سره توافق لاره. په دې کار سره به ټرمپ خپل پلانونه او سیاستونه ښه پلي کړي او د ۲۰۲۰ز کال ټاکنو ته به له لاسته راوړنو او اغېزناکو پلانونو سره و وړاندي شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply