د لومړیتوب رکن / آغامحمد قریشي

0 627

له ډېره وخته خلک دا پوښتنه کوي چې ولي د حکومت او نړیوالې ټولنې پر وړاندې د هغوی ږغ جګونه، فشار راوړنه او لاریونونه کافي مثبت اغېز نه لري؟ له دوهمې نړیوالې جګړې را وروسته له یوې خوا د نړیوال سیاست پر دریځ د سیاستونو تیوریو، لوبغاړو او محرکونو په کمي او کیفي توګه پراخ بدلون کړی له بلې خوا مذهب د یوه جګړیز محرک په توګه د جګړې د لوبغاړو لپاره د یوې غښتلې پلمې په توګه راڅرګند شوی. ولسواکي په نسبي توګه پیاوړې شوې، ترویج شوې او د دریمي نړۍ د مدني ټولنو، ګوندونو او دولتونو د مشرانو په ماغزو کې هم تر یو بریده مدغم شوې.

نن ورځ د نړۍ په هره برخه کې خلک د ولسواکۍ ترنامه لاندې د خپلو حقونو او عدالت غوښتنې په موخه سولیز لاریونونه کوي. رسنیو باندې ږغ جګوي او بلاخره کله نا کله یې دا ولسواک حرکتونه په تاوتریخوالي او لانجو باندې اوړي. پر حکومتونو او نړیوالو سازمانونو باندې د فشار راوړنې په برخه کې چې ولي سمه او اغېزناکه پایله نه ورکوي، د سیاسي لاسونو شتون، د حکومتونو بې پروايي، د رسنیو ناسمه کړنلاره او د خلکو د توان کمښت یو شمېر هغه عوامل دي چې د لایونونو په شمول د ډېرو ولسواکو حرکتونو پر پایله ناسم اغېز کوي.

غواړم د لاریونونو او ولسي حرکتونو پر وړاندي د خنډ په توګه پر یوه اساسي او موثر عامل باندې بحث وکړم. اغېزناکه پروګرام جوړونه او پلان جوړونه د ښه مدیریت، اغېزناکې پالیسۍ او موثرو اهدافو بنسټ جوړوي. مدني ټولنې، ولسي حرکتونه او په ټوله کې ګوندونه او اپوزیسیونونه تر ډېره په دریمه نړۍ کې د ښو برنامو او پلانونو، اغېزناکو او همږغو اهدافو له بحران سره مخ وي. هر کله لاریونونه په اغېزناکه او پیاوړې انګېزه راپیل شي، خلک ورته خورا لویې هیلې او امیدنه لري، خو د نورو عواملو ترڅنګ یې یو اساسي عامل (Generalization) دی چې ورته حرکتونه او فشارونه ناکاموي.

ټولیز (عمومي) برخورد چې د (Stereo-type) او (Generalization) په نومونو هم یادېږي، د حکومت او نړیوالې ټولنې هیڅ پاملرنه نه خپلوي. دا ډول برخورد د یوې ادارې، یوې ټولنې او ان د یوه واړه او لوی ګروپ خلکو د اهدافو او حرکتونو یو ورک حالت دی، چې اساسي او څرګنده موخه او پروګرام نه وړاندي کوي.

د عرب پسرلي د حرکتونو او لاریونونو په شمول د دریمي نړۍ اکثریت حرکتونه په خورا لوی ځواک او انګېزه پیل شوي، خو د همدې عامل په سبب بلاخره ناکام شوي. دا ډول حرکتونه نه څرګنده موخه لري او نه هم حکومتونو او نړیوالو بنسټونو (په ځانګړې توګه) ملګرو ملتونو ته سم او پر ځای ځانګړی پېغام ورکوي. دا ډول حرکتونه، نه له ځان سره څرګنده طرحه لري او نه هم توانېږي چې د خپل حرکت او لاریون څپي کابو کړي. د برنامې د نه شتون په سبب د لاریون او فشار له ختم مخکي له بهره سیاسي لاسونه ور ننوځې او د لاریون او حرکت لوری په خپله ګټه کاروي.

د روان کال د فبروري په ۱۹مه د امریکا متحده ایالتونو په فلوریډا کې د ښوونځی پرماشومانو یو برید وشو. له برید وروسته د مدني ټولنې فعالانو د ښوونځیو او پوهنتونونو له یو شمېر زده کړیالانو سره ددې برید په غبرګون کې د لاریون تابیا ونیول. هغوی د مرکزي حکومت څخه د خپل لاریون په ترڅ کې یواځي یوه غوښتنه کوي، هغه دا چې په امریکا متحده ایالتونو کې دې د ناقانونه وسلو مخه ونیسي.

تاسو وګورئ! که دا برید د افغانستان په څېر کوم هېواد کې شوی وای، د لاریونوالو پریکړه لیک به له شلو د زیاتو غوښتنو ډک وای، چې نه پرې رسنۍ رسېدلای شوې او نه هم حکومت ورته جدي او څرګنده پاملرنه کولای شول. له دې لومړیتوبونو به ځیني داسي هم وای، چې د نورو پر وینو به یو شمېر نورو ځانونه څوکیو ته رسولای. دلته ده چې؛ د هرې کچې په پلان جوړونه کې د لومړیتوب خبره د پلان د بریا سبب کېږي. که څه هم د امریکا د ځوانو زده کوونکو او زده کړیالانو لاریونونه پای ته نه دې رسېدلي، زه باوري یم، چې د هغوی یوې او جدي غوښتنې ته حکومت ځواب وايي او د ناقانونه وسلو د مخنیوي په برخه کې به پر جدي اقداماتو سربیره د پالیسۍ او ستراتېژۍ په کچه اقدام وکړي.

دلته ده، چې لاریونونه او ورته حرکتونه د یوې ښې برنامې په ترڅ کې لومړیتوبونه وړاندي کوي او په جدیت یې له رسنیو او مدني ټولنو سره په ګډه وخت په وخت څاري.

په افغانستان کې هم ګوندونه، مدني ټولنې او ولسي حرکتونه اړ دي چې له دې ورک حالته را ووځي، د هر لاریون او حرکت لپاره د ښه مدیریت ترڅنګ پیاوړې لومړیتوبونه وړاندي کړي. موږ په خپل هېواد کې په دې ورستۍ لسیزه کې د ډېرو ناکامو حرکتونو او لاریونونو شاهد وو، خو ځيني داسي لاریونونه هم شوي چې پایله یې ورکړې او حکومت ورته مثبت ځواب ویلی، ښه بېلګه یې؛ په برېښنايي پېژندپاڼو کې د افغانیت او اسلاميت د سترو ارزښتونو د خوندیتوب موضوع وه، چې د حکومت او ولسي جرګې پر وړاندې خلک په مېړانه و درېدل، د ښې او اغېزناکې برنامې په ترڅ کې یې خپله یوه غوښتنه چې په برېښنايي پېژندپاڼو کې د اسلامیت او افغانیت د ارزښتناکو کلمو لیکل وو، وغوښتل او دا چاره یې له حکومت او ولسي جرګې سره، سره کرښه وبلل. نن ګورو چې هغو ولسي حرکتونو مثبته پایله ورکړه.

موږ له خپل عام ژوند څخه نیولې بیا تر تخنیکي او سیاسي ژوند پورې هم په ورته بدبختۍ اخته یو. تور ته مو تور او سپين ته مو سپين نه دي ویلي. که حکومت یوه ناسمه کړنه ترسره کوي، موږ د جنرلایزینش تیوري (ټولو چارو ته په یوه سترګه کتل) په اساس داسي برخورد کوو چې ګڼي ټول حکومت فاسد، خراب او نامشروع دی، یا د ځینو تش په نوم روښان فکرانو په اصطلاح چې ټول علماء خراب دي یا د ځینو افراطي علماوو په څېر چې وايي ټول مکتبیان خراب دي. دا ډول ورک او بې فکره حالت له بحرانونو او ستونزو پرته هیڅ پایله نشي لرلای.

ځوان کهول ته اړینه ده، چې دقیق، څرګند او مدیریت شوي حرکتونه وکړي. اغېزناک پلان او څرګند دریځ  په فردي، ټولنیز او ان سیاسي ژوند کې هم مناسب اغېز لري. ما د تېر کال لپاره د ۱۵ کتابونه مطالعه او د یوه کتاب ژباړه پلان کړي وو. د کال په پای کې مې لوستي کتابونه وکتل، ۲۳ کتابونه مې لوستي او دوه کتابونه مې ژباړلي وو. دا د ښې پلان جوړونې پایله ده، که مې خپل مطالعې ته ورته څرګند او اغېزناک پلان نه لرلای، مطالعه او ژباړه مې د خپلو هڅو د لومړیتوب یو اساسي رکن نه وای ټاکلی، نه توانیدم چې ټاکل شوی شمېر کتابونه مطالعه او وژباړم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply