د هېواد پالنې روحیه باید غښتلې شي / ا- ځواک

0 765

موږ ته الله جل جلاله داسې هېواد په نصیب کړی چې فکر کړم په ګرده نړۍ کې یې ساری نه لیدل کېږي او یا کم لیدل کېږي.

که هغه د طبیعي منظرو له امله وي یا د طبیعي زیرمو له لحاظ او یا هم د پاکې هوا او یا غرني جوړوښت له پلوه او …

خو د خواشیني ځای دی چې د هېواد پالنې روحیه مو صفر ده که د الله جل جلاله دا راکړې ډالۍ شکر ادا نه کړو؛ نو دا په اصل کې ناشکري او غیر اخلاقي دی.

فکر کړم د هېواد پالنې روحیه هغه وخت غښتلې کېږي چې علم حاصل کړو، د خپلې پوهې کچه لوړه کړو چې د همدې پوهې له برکته بیا لومړی خپل ځان پېژندلی شو بیا الله جل جلاله  پېژندلای شو او د الله جل جلاله  په قدرتونو ځان پوهولی شو او د هېواد یاد ارزښتونه پېژندلی شو او له دې ارزښتونو خوند او ګټه اخستلای شو او مهمه خبره خو لا دا ده چې علم په هر نر او ښځې فرض ده چې په قراني ایاتونو ثابت شوی، په نبوي احادیثو ثابت شوی او همدا شان د ورځني ژوند اړتیا ته هم دا اجابوي چې د پوهنې بهیر ته هم جدي پاملرنه وشي او ځان یې لکه د نورې نړۍ جبري او لازمي وګڼي.

خو اصلي پوښتنه دا ده چې آیا وسله والو طالبانو د دې فرضې دپاره څه کړي؟

که یې کړي دي؛ نو بیا ولې د غزني په جاغوریو ولسوالۍ کې تر سلو ډېرې لیسې فعالې دي یعنی چېرته چې د دوی فعالیت نه شته خو بر عکس د غزني په بله ولسوالۍ یعنی اندړو کې چې د دوی فعالیت شته هلته د ګوتو په شمار تش په نامه لیسې شتون لري. همدا شان په هغه منطقو یا سیمو کې چې د مخالفینو فعالیتونه دوام لري د لسګونو ولسوالیو د لېسو شمېر به یوازي د جاغوریو د لېسو له شمېر سره برابر وي چې اصلاً نه.

او یا دې ته ورته بله جدي ستونزه په هغه سیمو کې چې دا مخالفین فعال دي په کال کې څو ښځینه ډاکټرانې فارغېږي یا شوي دي یا به دا تمه وي چې په راتلونکي کال کې به فارغې شي څو د همدې مخالفینو میرمنې، خویندې او میندې معاینه یا تداوي کړي یا څو ښځینه معلمینې یا ښوونکې فارغې شوي دي؟

چې نورې نجونې او یا میرمنې وروزي آیا دوی به د حشر په ورځ د الله جل جلاله په وړندې د 18 زره قومونو په مخ کې څرنګه ځوابونکي وي؟ او که دا ټولې پوښتنې کاملاً منفي ځواب شي؛ نو بیا به دا مخالفین ځانونه د اور مستحق ونه ګڼي؟ آیا ښوونځی- پوهنځی او مدرسه دیني او ملي ارزښتونه نه  دي؟ چې له شک پرته هر څوک نن سبا په دې پوهېږي چې دا ارزښتونو تر نورو ډېر اړین دي.

نو د هېواد پالنې روحیه به مو له دې پرته څنګه وده وکړي او همدا شان له دې پرته د دین پالنې او پرمختګ څرک به مو څنګه په نصیب شي؟ چې خپله میرمنې مو د اړتیا په صورت کې نارینه ډاکټر ته زړه نا زړه روانه کړي وي؟ چې ځواب هرمرو منفي دی او بله مهمه خبره دا ده چې الله جل جلاله په هغه ځمکه رحم نه کوي چې هلته وینه بهېږي، الله جل جلاله په هغه خلکو رحمېږي چې د سولې او پرمختګ دپاره هلې ځلې کوي او له شک پرته چې پرمختګ نه په شر او نه جګړې کې وي؛ ځکه جګړه تورتم، کرکه، نفرت، بد امني، کینه، فساد، وروسته پاته والي او … ته زمینه برابروي او سوله د دې ټولو بدبختیو څخه د نجات او پرمختګ لار برابروي او د هېواد پالنې روحیه ورسره غښتلې کېږي؛ نو الله جل جلاله مو دې پرختګ او لوړه پوه په نصیب کړي.

په همدې هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply