و به ګورئ چې اسمان وژاړي؛ خو ولې؟ / همایون نایل

0 545

د پسرلي په رارسېدو سره به دا دی بیا د جنګ ډګر تود شي، کوم چې یې هر کال په ژمي کې د سړېدو خبره کېده؛ خو له بده مرغه تېر ژمی په وینو تود و، سلګونه تنه مړه او ټپیان شول؛ خو څه وشول؟
له دې موسم نه د تازه را وتلو پر وخت افغان حکومت، امریکا او د ناټو ځواکونو پر ترهګرو د فشار د زیاتېدو او سختې جګړې مفکوره څرګنده کړه. درې سرو په دې ټینګار کاوه چې نور نو باید سوله د ټوپک له خولې د وتلو مرمیو په شمار کې وګوري، وسله وال ترهګر باید دومره وځپل شي چې په خپله د سولې بهیر ته د لبیک نارې پیل کړي؛ خو د جګړې او سولې تر منځ د واټن شرایط همداسې دي چې باید د سولې لپاره یو ځل بیا له ارامتیا څخه کار واخیستل شي.
د پسرلني جنګ له پیل مخکې افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر جیمز متس راتګ او د سولې په اړه د امریکا د پیغام راوړل چې د دوی د ۱۵۰۰۰۰ ځواکونو له جنګي هلو ځلو، ۶۰۰۰ جنګي او حمایتي ورځو وروسته امریکا په افغانستان کې خپله بریا په سوله کې ويني، د افغان سولې په اړه یو مثبت ګام کېدای شي. متس ویلي، داسې نښانې شته چې ځینې طالب مشران سولې ته تمایل ښيي؛ نو د سولې په اړه به افغان حکومت وړاندې او موږ یې د ملاتړو په توګه ور پسې یو.
له دې وړاندې د کابل په کنفرانس کې د ولسمشر غني له خوا طالبانو ته د سولې په اړه بېساری وړاندیز شوی و چې د امریکا، پاکستان او ایران په ګډون نړیوالو ترې پراخ ملاتړ اعلان کړ. داسې چې که طالبان سوله کوي، ډله به یې د یوه سیاسي ګوند په توکه په رسمیت وپېژندل شي، طالب بندیان به ازاد کړي، له تور لېست څخه به د طالبانو نومونه ووېستل شي، مشران به یې په ازاده توګه بهرني سفرونه وکولای شي او همدا راز به د اساسي قانون په بیا کتنه کې د دوی وړاندیزونه هم په پام کې ونیول شي. دغه وخت امریکا پر طالب جنګیالیو غږ کړی و چې باید د افغان حکومت وړاندیز ومني او د سولې خبرو ته کېني. په داسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې د خپلو زرګونه عسکرو د اضافه کېدو خبرې هم کولې.
له بلې خوا وسله والو طالبانو سره له دې چې د ولسمشر غني پر وړاندیز یې ظاهراً کوم غبرګون ونه ښود، له امریکا سره یې د سولې خبرو کولو ته زړه ښه کړ.
له دې هر څه وړاندې د پاکستان په حکومت باندې د امریکا د مرستو د بندېدو له امله فشارونه ډېر شول چې پایله یې د کابل ورستي خونړي بریدونه ول. خو له دې هر څه سره سره د پاکستان تر اوسه د ناستې په ځای کې مرکونډۍ ویني.
لسګونه کلونه وشول چې پاکستان په بېلابیلو نومونو د پښتون قوم د ځپلو هڅه پیل کړې ده، ظاهراً یې ورته د حی علی الجهاد ناره پورته کړې او دغه په انسانیت او اسلامیت مین پښتانه یې د پښتون وژنې لپاره لمڅولي دي.
په پښتون مېشتو سیمو کې د پښتون ژغورنې په نوم نوی غورځنګ د هغو وینو له جوش او ځوب څخه را پورته شوی چې کلونه کلونه یې په ماین د فرش شوې ځمکې له پاسه خپل د بدن غړي له لاسه ور کړي، د ځمکني بادارانو د من او سلوا خوړونکو سړي خورو په اشاره یې په خپلو ورنو او کورنو خاورې اړولې دي. دا ټول هغه څه دي چې اوس د سوک څپېړې او ګرېوان تر نیولې پورې رسېدلې چې په خپل هغه مخالف ډار اچولی کوم چې د ابر قدرد هېواد امریکې تر نظر لاندې هم دی. اسلام اباد دې ته وار خطا دی چې له دومره ډېرو خښو کړو ماینونو به څنګه ځان ژغوري؛ خو که د پروردیګار مرسته وي، ښه فرصت هم امریکې ته په لاس کې دی چې نور نو د افغان جګړې یو ډول بریا تر لاسه کړي او له تاریخي بېشرمۍ څخه ګوښې تېره شي؛ خو افغان حکومت باید ترې د افغان سولې په اړه اعظمي ګټه پورته کړي.
ایران د روسې په څېر اندېښنه لري چې کواکې داعش ډله په افغانستان کې مخ پر پراخېدو ده او شعیه مذهبه ایران ته ترې سر خوږی جوړېدای شي.
روسې پخوا اندېښنه ښودلې وه چې په افغانستان کې نا معلومه هلیکوپټرې داعش ته وسلې او نور مهمات ور استوي. د همدې لپاره دوی د طالب وسله والو ملاتړ کوي؛ خو که له دغه ملاتړه لاس په سر شي، لرې نه ده چې داعش ډله به هم په ګډه ډېر ژر له منځه یوړل شي.
د نیویارک ټایمز د یوه خپور کړي مطلب له مخې په افغانستان کې د امریکا له پراخ حضور سره سره بیا هم د ترهګرۍ ډلې زیاتې شوې دي.
دا نو د امریکا او دغو یادو هېوادو لپاره بې شکه د اندېښنې وړ دي.
د همدې لپاره خو راتلونکی کال باید د سولې په اړه د بیساري پرمختګ شاهد کال وي؛ ځکه چې ټول سولې ته اړتیا لري. پکار ده چې له افغان حکومت سره امریکا، پاکستان، ایران، روسیه، چین، هند او د سیمې او نړۍ ټول هغه هېوادونه چې د افغانستان د بل شوي اور دود او بڅرکي وررسېدلای شي، صادقانه همکاري وکړي.
حکومت باید د راتلونکي نوي کال تر را رسېدو پورې په دې فکر وکړي چې نوی کال باید د سولې په کال بدل شي، ټولې چارې دې د سولې په راوستلو متمرکزې کړي، د امنیتي اورګانونو په تصفیه، وړتوبي اصل ګمارنې او تقویې دې کار وکړي، د فساد په له منځه وړلو کې دې تر دې هم جدي شي او ټول هغه افراد او اشخاص دې بې ونډې کړي چې د سولې او امنیت پر وړاندې د خنډ شکونه پرې کېږي او ان محاکمه او زنداني دې شي.
جنجالي مسایل دې نور نه را پورته کوي او هغه چې شته، په اړونده ادارو کې دې حل کړي او ارګ ته دې سم لاسي مراجعه نه کوي.
امریکا باید د ترهګرو په تمیلوونکو او پالونکو تر بل هر کال زیات فشار وارد کړي، د ترهګرو ځالې که په هر ځای کې وي، باید له منځه یې یوسي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ کې دې ځان وځلوي، د فساد په له منځه تلو کې دې د حکومت تر شا ودرېږي، نېشه یي توکي دې د هوا له لارې په اړونده زهري موادو له منځه یوسي کوم چې د وسله والو ډلو یو څه مالي سرچینه ګرځي.
ایران او روسیه دې هم پر خپلو تر تاثیر لاندې وسله والو ډلو فشار راوړي چې وسلې پر ځمکه کېږدي او سوله وکړي.
طالب چې د غیرت، افغانیت، زور او جنګ خبرې کوي او چا ته د تسلیمۍ اکټ نه شي کولای، باید افغان حکومت یې په ډېره ماهرانه او هوښیارنه غیرت، غرور او صداقت سره د هغوی سرلوړي او خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د هغوی د هوساینې لپاره باید ورته ځمکې، خوندي ښوونځي، روغتونونه او د کاروبار تر څنګ د ژوند په نورو سهولتونو غور وکړي.
طالبان دې د افغان تیت وپرک، مات ګوډ، ټپي ټپي او شهید شهید ملت په خاطر په دغه کال د ابد لپاره د افغان سولې په سپېڅلتیا کې خپله مېړانه نړۍ ته ښکاره کړي. امریکا ته دې د اوسېدلو هیڅ کومه بهانه نه پرېږدي، ورته څرګنده دې کړي چې نور په هېواد کې ټک کولو ته اجازه نشته او موږ خوندي یو، څو دغه بدبخته او د ټول ملت دښمنه امریکا د ټول ملت په یوه او واحده ناره نور له افغانستانه ووځي. هم به یې جګړه نه وي ګټلي او هم به ورته د تېښتې یو چانس پیدا شوی وي.
راځئ سوله و ازمایئ- و به ګورئ چې اسمان وژاړي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply