زموږ لپاره که له موږ سره سیاست!!؟ / ا- ځواک

0 498

تل به زما یوه دوست دغه خبره هغه وخت کوله، چې کرزی صاحب به د تلویزیون په سکرین له خپلو اوښکو سره څرګندېده. هغه به ویل، ده ته ژړا نه اېسي، بلکې نور باید ده ته وژاړي او دی یې پخپلو اجراتو سره اوښکې ورپاکې کړي.

ده ته به مې ویل چې ګوره! کرزی صاحب خو یو نېک سړی دی او د زړه رحم یې زیات دی، نو ځکه زیات د عواطفو تر اغېز لاندې راځي، خو سړی و ډېر سخت، چلنده دا یې راسره نه منله او هر څه ته یې د سیاست له عینکو کتل. که هر څو به مې ده ته ویل چې اشنا ګوره زموږ افغاني ټولنه ځانګړې ده او د نورو چلند او تول ډبرې دلته سم کار نه ورکوي او پرېږده دغه خلک چې خپله ژبه، خپله خوله او خپل تګ ولري او همدا ورسره ښه هم ښکاري.

ده به ویل چې یاره مرداره خو له همدې ځایه راولاړېږي چې یو څوک په اداره کې د صلاحیتي کاریکولم پرځای مدارا ته ځای ورکوي.

که څه هم ده ته به سم ځواب نه و، خو د خبرې د لنډولو لپاره به مې ویل چې مدارا هم یو صلاحیتي کاریکولم دی، خو له یوې متفاوتې موضع، چې په دې صورت کې هوکړه، یو بل مننه، ګډون او هم لاري ژر رامنځته کېدای شي.

نو د هغه پخواني دوست چې اوس له هېواده لرې دی، دغه خبرې ځکه رایادې شوې، چې زموږ یوشمېر هېوادوال په نویو تذکرو ځکه خپه دي چې د دوی د قومونو نوم په کې نه لیکل کېږي او د معمول دود او ځانګړتیا له مخې چې زموږ په خلکو کې ده لکه نور کارونه د تذکرو مساله هم له ولسمشر سره اړیکه ورکول کېږي. اوس چې لیدل کېږي له دغه موقفه هم د ولسمشر مخالفان او هم یو شمېر منافقان چې د قومونو ترمنځ د نفاق اچولو دنده خپل مسوولیت ګڼي، افزاري ګټه پورته کوي او هغه په اصطلاح اوبه خړوي او غواړي چې ماهي ونیسي؛ خو زه فکر کړم چې دې اوسني ولسمشر ته دې د هغه پخواني ولسمشر چې خلک به یې په ژړا تیر ایستل او همدا شان له هغه ځایه چې په پیل کې یعنی د ښاغلي کرزي پر مهال مرکزي دولت کمزوری و او په ورانوونکو مصلحتونو مین سیاستوال و، د دولتي واکمنۍ د پراختیا او پیاوړتیا په ځای، هغه جنګي تنظیمونو ته د چاغېدو او زور ښوونې وخت او امکانات په لاس ورکړل چې د انسان، اسلام، افغانستان، ملي یووالي او سترو وطني ګټو په ځای، په کمکیو شخصي، قومي، مذهبی ګټو پسې لالهانده وو او امریکایی ډالرو یې سترګې برېښولې وې ډېر توپیر و.

نو  زما په نظر دلته هم مدارا ته اړتیا ده چې هم حکومت او هم خلک سره په ارامه فضا کې کېني، خپلې ستونزې سره شریکې او د حل لار ورته پیدا کړي.

په دې وروستیو کې زموږ یوشمېر هېوادوالو او سیاسي دلالانو دغه مساله جدي نیولې ده او د ساداتو دروند او باعزته قوم یې چې زموږ خلک ورته ځانکړی ارادت او درناوی لري رامخته کړی او د ښار په یوشمېر ناامنو ځایونو کې يې خلک په احتصان کېنولي دي.

په کار دا ده چې په دې حساسو او  ناامنو شرایطو کې خلک باید له اوبو اندازه کولو پرته خپلې موزې له پښو ونه باسي او له بې ځایه غونډو، لاریونونو او تحصن څخه ډډه وکړي، ځکه د جګړه مارو او اورپکو ډېرې بهانې او پلمې یادې دي، نه چې یو شی بهانه او پلمه وګرځوي او خدای ناخواسته دغو کسانو ته د سر زیان واړوي.

له بل پلوه، خلک هم باید دغو سیاسي دلالانو ته اجازه ورنه کړي چې خپلو جنجالونو ته چې له حکومت سره یې لري، قومي رنګ ورکړي او د تل په څېر دا خبره هم پر پښتنو ورتاوانه کړي. په دې منځ کې د پدرام په نوم د پارلمان یو وکیل او یوشمېر د جمعیت او وحدت تنظیمونو قوماندانان ډېر فعاله او بې پروا دي او ان په قومي تربګنیو روږدي دي چې زه فکر کړم دا د پخواني حکومت له برکته دی او له دې ستونزو څخه د خلاصون یوزانۍ لار دیکتاوري ده او بس.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply