اوس د هېواد په ځوانانو حساب کېږي/ ګل اکبر راحل ځاځی

0 711

که د مخ پر وړاندې هېوادونو تاریخ ولیدل شي، د خپلو هېوادونو د ابادي او ترقي په برخه کې به یې تر ۹۵ سلنې پورې ځوان نسل او هم رول لوبولی وي او خپلو هېوادونو ته به یې په هر ډګر کې د وقار او برم تاج ور په سر کړی وي. د ځوانانو درلودل شاید دومره نه وي مهم، په دې چې دا قشر هر هېواد لري، مهمه د ځوانانو سمبالښت، له دغې بشري قوې سالمه ګټه اخیستنه او هغوی ته ملي روحیه ورکول دي، داسې یوه روحیه چې خپله خاوره، ولس او ملي مسایل ورته ان د خپل ځانه تر ډېرې ګټې زیات ارزښت ولري. په تېرو څو کلونو کې له ځوان نسل سره همداسې یوه روحیه مل شوې چې يوه وړه خو ښه بېلګه یې د افغانستان او ایرلینډ تر منځ مسابقه وه، افغان لوبډلمشر اضغر ستانکزي په داسې حالاتو کې خپل هېواد بریا ته ورساوه چې له سختو دردونو سره مخ و، هغه ته خپلو دردونو او زخمونو اهمیت نه درلود، هغه ته ملي مساله مهمه وه. دلته هم د نړۍ د نورو هېوادونو په شان هر کال پسرلی راځي، په تېرو څو پسرلیو کې ځوانانو د وطن سمسورتیا ته مټې را بډ وهلې او د وطن خړې ساحې یې یو څه سرسبزه کړې دي. همدا شان په وطن کې د ملي ځواکونو لپاره د وینې کمپاین وشو چې ځوان نسل پکې تر ټولو زیاته ونډه واخیسته، د رضاکاره کمپاینونو په دوران کې یې خپلې خولې توی کړې، د تعلیم په برخه کې یې پراخ کمپاینونه وکړل او داسې نور…

خو یو څو شیان چې خورا مهم او اړین دي باید تر ټولو زیاته توجه ورته وشي؛ ۱. فساد وایي “ملتونه حکومتونه جوړوي” همدا ولس او په تېره بيا همدا ځوانان دي چې حکومت دی. لکه څنګه چې يې په نورو برخو کې ځوانانو د وطن په لر و بر کې پراخه ونډه لرله دا ځل دې په کلک هوډ او اراده دې ته هم ملا وتړي چې د فساد او فاسد چارواکي پر ضد کلکه مبارزه وکړي چې دا ولس او دا خاوره له هغه ناورینه راوګرځول شي چې نن ورسره لاس و ګرېوان ده. دا ډول به دا وطن په یو سرسبزه او ښېرازه وطن بدل شي. ۲. سوله د ټول وطن مدني ټولنې او خپلواک ګوندونه دې په یوه اواز او یوه ټغر د وطن په ټولو ولایتونو کې سوله‌یز لاریونونه پیل کړي او پر مخالفو وسله‌والو دې دا غږ وکړي چې نور سوله وکړي، خبرو ته کښېني که يې ولس پر وړاندې ودرېږي، له نړیوالې ټولنې دې د مرستې غوښتنه وشي چې دښمن را ټينګ کړي او د خبرو مېز ته یې کښېنوي. که مو دا کال دغو دوو کارونو ته ځانګړی کړو ان‌شاءالله چې د الله “ج” په مرسته به یو ځای ته ورسېږو. ما یې شروع درته وکړه تاسې یې راپسې تعقیب کړئ او دا چیغه راسره بدرګه کړئ، ګوندې دا چیغه د وطن او وطنوالو په خیر تمامه شي.

یا ربه توفیق! ۱۳۹۷ کال له فساد سره د مبارزې او د سولی لپاره د هڅو کال.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply