د ځاځي میدان سوبې د پاکستاني پوځیانو پدل والوزاوه

0 1,241

ودان روښان

د رپوټونو له مخې د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ مېړنیو د یکشنبې سهار د خپلو امنیتي ځواکونو په ننګه د پاکستاني پوځیانو مقابلې ته وردانګلي او د خپلو دوو شا زلمیو په شهادت او دوو نورو په ټپي کېدو یې د لومړنیو مالوماتو له مخې یې درې پاکستاني پوځیان ووژل، یو اسیر او څلور نور ټپیان کړي دي. خو د ملي دفاع وزارت یوې خپرپاڼې د دوشنبې ورځ لیکلي چې افغان شا زلمیو په ځاځي میدان کې ۱۴پاکستاني پوځیان وژلي، ۱۷ ټپیان او یو بل یې نیولی دی. په دې جګړه کې د ځاځي میدان اوسیدونکي هر یو سپرلی خان د لاجمیر زوی د ځاځي میدان د تیاکي کلي اوسېدونکی او حاجي مت خان د جمال زوی د ځاځي میدان د سکندرې سیمې اوسېدونکی شهیدان شوي دي، الله(ج) دې شهادت قبول کړي.
په دې جګړه کې د ځاځي میدان اوسېدونکي هر یو خالد د سلطان زوی، مني ګل د نور محمد زوی، قدیرالله د چراغ الدین زوی، عنایت الله د سپرلي زوی او امین الله د جمال زوی ټپیان شوي چې لوی خدای(ج) دې عاجله شفا ورکړي.

دا جګړه د یکشنبې سهار هله ونښته چې پاکستاني ځواکونو د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړ.
له دې سره سم د ځاځي میدان مېړنیو اوسېدونکو له خپلو ورسره وسلو په ګټنې د هېواد دفاع تودو سنګرونو ته ور ودانګل او پر قسم خوړلي غلیم یې رڼا ورځ توره شپه کړه. غیرتي ځاځي میدان والو ته چې مېړانه، زړه ورتیا او وطنپالنه یې له خپلو توریالیو او ننګیالیو نیکونو په میراث رسېدلې د پرسونل، مسلکي زده کړو، وسلو او جګړه ییزو توکو په یوه نابرابره خو د مېړانې او وطنپالنې په برلاسې جګړه کې د انګریز میراث خورو او پاتې شونو ته داسې لوست ورکړ چې تر مرګه به یې له یاده ونه باسي.
د ځاځي میدان ویښ ولس تل د خپل هېواد ملي ګټو په ملاتړ توره وهلې. په داسې حال کې چې ځاځي میدان د ډېورنډ کرښې پرغاړه پرته ولسوالۍ ده او ای اس ای او نوکرانو یې ډېرې هلې ځلې وکړې چې دغه ځای د خپلو وران کاره کړنو مرکز وګرځوي خو د ځاځي میدان غیرتي او مېړني ولس هر ځل داسې غاښ ماتونکی ځواب ورکړی چې په ژوند به یې هم هېر نه کړي. همدغو توریالیو ځاځي میدان والو نه یوازې د پردیو ګټو له ساتندیوانو ځکه خپله سیمه ساتلې چې بچیان یې زده کړې وکړي او د بشري تمدن له کاروانه وروسته پاتې نه شي بلکې خپل زرګونه بچیان یې هم د وسله وال پوځ لیکو ته لېږلي چې د هېواد ګوټ ګوټ کې په مېړانه له ترهګرو د دفاع په تودو سنګرونه کې پراته او د هغوی له شره خپل ولس ژغوري.
ځاځي میدان د هېواد نورو سیمو ته د وطنپالنې او مېړانې یوه داسې تاریخي بېلګه ګڼل کېږي چې د هېواد او ولس قسم خوړلي پنجابي دوښمن پر وړاندې په لومړۍ لیکه کې پروت ولس په خپله هوښیاري او زړه ورتیا له یوې خوا د ملي ګټو او د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي له بله پلوه د پردیو ګوډاګیانو ته اجازه نه ورکوي چې کور کلی، ښوونځی، کلنیک، پل، سرک او نور ټولګټي بنسټونو یې وران کړي. دوی پر دې سم پوهېږي چې د پنجاب او ای اس ای غلامان د هېواد له بربادي او ذلت پرته بله موخه نه لري دا ځکه هرچېرې چې یې پښه رسېدلې له جهالت، بربادي او وران کاري پرته بل زیری یې خلکو ته نه دی راوړی. وګورﺉ چېرې چې هغوی رسېدلي لومړی ګوزار یې پر ښوونځي کړی، لومړی یې ښوونکي، ډاکتران، انجنیران، روڼ اندي او نور لوستي ځکه په شهادت رسولي چې هېواد پرې ودانېږي. دغه راز، یې کلنیک، پل او سرک وران کړی او لکه خمنډکې د خلکو وینې ذبیښې، د عشر، ذکات، محصول څه او څه په نومونو د خلکو له دسترخوانه ډوډۍ تښتوي، نو ځکه خو ځاځي میدان وال هغوی ته مخه نه ورکوي او خپلو سیمو ته نه یې پرېږدي چې پر همدغه دلیل د پنجاب او ای اس ای له غصې او کرکې سره مخ شوي او له بچو یې غچ اخلي، خو هر ځل یې پوز په خاورو موښل شوی او له شرمونکې ماتې پرته یې بل څه نه دي ترلاسه کړي.
د ځاځي میدان وروستۍ پېښې د ولس او افغان وسله وال پوځ پر روحیه داسې بې ساری اغیز کړی چې په اوسني پړاو کې یې له اروایي پلوه د کلمې په رښتینې مانا اووښتون ګڼلی شو
دا ځکه چې په دې وروستیو کلونو کې پنجابی پوځ د افغانستان له بې وسي په ګټنې سره دومره سپین سترګی شوی و چې څه ناڅه هره ورځ به یې هم د خپلو لاسپوڅو په لاس د مظلومو افغانانو وینې تویولې او هم به یې په خپله په درنو وسله د ډېورند کرښې په اوږدو کې د بې دفاع افغانانو پر کورونو د توپونو ډزې او توغندویي بریدونه کول چې د سر او مال درانه زیانونه به یې اړول، خلک د خپلو کورنو او مینو پرېښودو ته اړ شوي چې د ځینو رپوټونو له مخې په کونړ کې د پاکستان پوځیانو توپونو او توغندویي بریدونو له امله سلګونو کورنیو خپلې مینې پرې اېښي او اوس هم خپلو سیمو ته نه شي تلی خو دا غاړه لږ پېښ شوي وو چې غوڅ ځواب یې ورکړی وي. ددغه حالت دوام ولس او وسله وال پوځ ډېر زیات ناهیلی کړی و له له بده مرغه نړیوالو هم د مظلومو افغانانو غږ چندان نه اورېده، نو ځکه خو دغه حالت نور د ذغملو نه و. په دغسې یو وضعیت کې د ځاځي میدان پېښې د افغان ولس او وسله وال پوځ په تن کې نوې سا وغړوله. ولس او افغان حکومت باید د ځاځي میدان والو دا مېړانه هغه ډول چې ښایي وستایي، ددې پېښې شهیدان، تپیان او ټول ګډونوال رښتیني ملي اتلان وګڼي او باید هم د ملي اتلانو په توګه وستایل شي، دا ځکه چې دوی د پاکستاني پوځ د وسلو برلاسي افسانه پر سیند لاهو او ولس ته یې دغه پیغام ورکړ چې ان که په تش لاس یا وروسته پاتې وسلو خو ملي غرور او ټینګ ایمان ته د دوښمن پر مختتلې وسلې نه شي ټینګېدی. په دې توګه ویلی شو چې ځاځي میدانوالو نور د پاکستاني پوځ پدل الوزولی او که هرځای بیا کومه هڅه وکړي له غاښ ماتونکي ځواب سره به مخ شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply