افغانیت زمونږ ملی هویت او ویاړ  دی/ ګلرحمن رحماني

0 974

ملی هویت د هیواد تر ټولو قومی ، سیمه ایزو او مذهبی هیویتونو څخه لوړ هویت دی چې ملی هویت د هېواد بیلابیل اقوام ، سیمي ، مذاهب ، ادیان او ولسونه تر یو واحد پوښښ لاندې راولي ، لکه مونږ افغانان یو او څوک چی د هویت پیژندپاڼه (تذکره) لری هغه افغان ده خو دا چی ځینی ځان افغان نه بولی او ځان ته یو او بل نوم خطابوی دا د هغوی مشکل ده خو د قانون له مخی هر هغه څوک چی تذکره لری هغه افغان ده .

افغانان پر خپل افغانیت ویاړي او همدغه د افغانیت تر واحد چتر لاندې دوی ګډ وطن، ګډې ګټې، ارزښتونه او پرېمانه مشترکات لري چې د دفاع او ساتنې لپاره یې هم په ګډه کار کوي، د بېلګې په توګه هر وخت چې زموږ په وطن کوم یرغل او افت را نازل شوی دی او یا زموږ خلکو خپل ملي ارزښتونه او ملي ګټې په خطر کې لیدلي دي نو ټولو تر واحد چتر لاندې دفاع او مبارزې ته وردانګلي دي او په دې برخه کې یې پام وړ سرښندنې کړې دي، همدا پرون چې په ځاځي میدان ولسوالۍ کې پاکستاني ملېشو پر افغان خاوره برید وکړ، نو حتی زموږ تر امنیتي او دفاعي ځواکونو هم دمخه زموږ ولسونه ور ورسېدل او د هغوی دفاع یې وکړه، ځکه چې افغان په خپله خاوره، ارزښتونو او ملي ګټو خپل ځان قربانوي دا د دوی د وطنپالنې، ملي یووالي او خپلواکۍ سره د مینې ښکاره ثبوت دی.

دا چې په یوه هېواد کې د ملی هویت نوم څنګه جوړيږي او له کوم لوري څخه سرچینه اخلی په هر هېواد کي بيله تاریخچه لري . په یوه هېواد کې د ملی هویت سر چینه اخستنه کوم ځانګړی قانون نه لري په ځينو هېوادونو کې ملی هویت د یو لوی قوم له نامه څخه سرچینه اخلي لکه د روس هیواد اتباع چی اوسیدونکی یی د روسانو په نوم یادیږی او د روسانو یا د روس هیواد اتباعو هویت په ډاکه کوی او همدارنګه هندوان چې د هندوستان هیواد اتباع دی خو د هندو یا هندی په نوم  باندی یادیږی .

ملی هویت چی په انګلیسی ژبه کی ورته نشنل آیډینټټی وایی د ملی پیژندګلوی ستره نښه ګڼل کیږي ، د ملی هویت پیژندپاڼه د یو فرد ، دولت او د ملت ترمنځ سیاسی حقوقی اړیکو بنسټ جوړوي یعنی د ملی هیوت پیژندپاڼه چی مونږ ورته تذکره وایو زمونږ افغانیت تثبیتوی او مونږ د پیژندپاڼی له طریقه حکومت او نورو وګړو ته ثابتوه چی مونږ افغانان یو او د دی هیواد (افغانستان) اوسیدونکی یو، په ځينو هېوادونو کې کله چې یو ماشوم په هغه هېواد کې زیږي یا پیدا شی د هغه هېواد د تابعیت او ملی هویت د لرلو حق ورکول کيږي بې له دې چې د هغه د پلار ملی هویت ته وکتل شي او یا ځيني کسان د یو بل هېواد د ملی هویت د لرلو حق هغه وخت ترلاسه کوي چې د هغه سیاسی پناه د محکمې له لارې ومنل شي خو زمونږ په هیواد کی داسی نده کله چی ماشوم ښوونځی کی داخلوه یا یی هم شاملوه نو په هغه صورت کی ورته پیژندپاڼه یا تذکره اخلو .

نن یو شمیر نا پوه او یا هم پوه مغرضو کړیو عمدآ غواړي چې ملی هویت په قومی اوسیمه ییز هویتونو باندې مات کړي ځکه چې د ملی هویت د کلمې سره یا هم مینه نه لري او یا هم د بادارانو لپاره له افغان کلیمی نه ډډه کوی او دا ډول ډلې د افغانستان ولس ملی یوالې ته سیاسی تاوان رسوي ، دا ډول ډلی مونږ اوس هم په افغانستان کی لرو او د افغانستان په مهمو څوکیو باندی ناست دی د ملی هویت دښمنان د دې لپاره چې د افغان کلمه د افغانستان د ولس په تذکرو کې درج نشی د دین (اسلام) د کلمې څخه هم تیر دي او وایی چې په تذکرو کې نوم ، د پلار نوم او د نیکه نوم کفایت کوي .

د احمد شاهی دولت دوه ستر میراثونه چی مونږ ته پاتی دی یوهم پر افغان خاوره هیواد جوړونه د هیواد نوم (افغانستان) نوم ده  او بل چی زمونږ ملی هویت تثبیتوی (افغان) دی چی د افغان دولت د ماهیت ملی بنسټ جوړوی .

په نوی پیژندپاڼو کی افغان دولت په افغانی پیژندپاڼو کې نه یواځې اسلامیت ، خپلواکې ، افغانیت ، او ولسواکې شاملیږي بلکه ټولې ملی ترمینالوژي (هغه پښتو بنسټه ملی کلمات) شاملیږي چې په اساسي قانون کې ورته اشاره شوې ده .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply