د ۱۳۵۷کال دغويي د ۷ نیټې د پاڅون ۴۰کالیزه/ محمد اقا شيرزاد

0 747

د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند چی په ۱۳۴۳ ل کال کی مرغومي ۱۱ د افغانستان د زيار ايستونګو د مخکښ ګوند په توګه تاسیس شو.گوند لومړنې کنگره د نورمحمد تره کي په کور کې جوړه شوه په کنگره کې ټول ۲۷ تنه وو د ټاکنو په درشل کې د ۲۷ مثبتو رايو په گټلو نورمحمد تره کي د گوند مشر واټاکل شو د گوند د رهبری نور اصلي او عللبدل غړي د سياسي دفتر غړي په ټاکنو کې  د مشرتوب له پاره غوره شول.

گوند دخپلې تگلاری له مخې په ټول هېواد کې په فعاليت پېل وکړ د گوند کار د ښونکو د لوړو زده کړو په زده کونکو ، استادانو ، بزگرانو، کارگرانو، د وسلوال پوځ په منسوبينو او نورو روڼ اندو کې ښه پر مختگ وکړ. د هيواد په ملي او تاريخي مسلو کې مثبت رول درلوده.په ۱۳۴۶ ل کال کې دا گوند پر دوه ډلو وويشل شو يوی ډلی مشري ببرک کارمل اودبلې خوا مشري نور محمد تره کي کوله په ۱۳۵۶ ل کال دوباره يوالی وکړ دا ځل بېا نور محمد تره کې د گوند اول مشر او ببرک کارمل دويم کس شو، د سليمان لايق د زندان له ورځنيو ياداښتو څخه چی څرخي زندان څخه ليکلي د ۳۴نه تر ۸۰ مخ پوری  دده ځوی غرزي لايق نشر ته سپارلي وايي چی د واحد گوند د سياسي بيرو په لومړنۍ غونډه کې د گوند عمومي منشي نور محمد تره کې سياسي بيرو ته د مير اکبر خيبر او حفيظ الله امين د پورته کيدو وړاندي وکړ او ټولو ومنلو خودا پرېکړه تر بلی غونډې په دی خاطر وځنډېدله چی خپله تره کې به له خيبر سره خبری کوي اودده سره د ملاقات دنده هم ببرک کارمل ته وسپارل شوه خو کار مل له غونډې وروسته د زندان په څلور لاره کې د خپلو ملگرو ته د تره کي وړانديز وغندلو اود خيبر استول ېي ردکړ له همدی ځايیه مالوميږي چی يوالی شوی وو خو باور او رښتني ولي نه وه همدا لامل وو چی په ۲۸ د وري د۱۳۵۷ل کال مير اکبر خيبر په مرموزه توگه ووژل شودده وژنه په مختلفو ادرسو ور حواله کيدله اود واکمنۍ په وخت کې هم ونه ارزول شوه.

د ۱۳۵۷ ل کال د غويې د۷ نظامي پاڅون هم د گوند د مشر تابه غړي ډول ډول ارزوي د بېلگې په توگه راز محمد پاکتين ليکلي: چي د ثور د ۷ نيټې پاڅون یو تحمیل شوی نظامي انقلابي پاڅون وو چي د ا. خ. د. ګ. د نورمحمد تره کي په مشري د نظامي سازمان له خوا په مستقلانه توګه سر ته رسېدلی دی او دا نه د شوریانو په دستور شوی دی او نه هم شوروي پیلوټانو برخه په کي لرله. یو شمېر سیاستوال په دې باندي ټینګار کوي چي له دې پاڅون څخه باید ډډه شوې وای او داسي شننې کوي چي دا حرکت بې وخته او یا په عجله سره وشو. په دي اړوند د درنو لوستونکو پام دې ټکي ته رااړوم چي سره له دې چي د ا. خ. د. ګ. د داودخان د حکومت له سیاست څخه هراړخیز ملاتړ کاوه خو هغه نورمحمد تره کی او د ګوند د  مرکزي کمیټې ځیني غړي، د ګوند د مشرتابه د غړي مرحوم میراکبر خیبر د تدفین په مراسیمو کي د ګوند د پراخې برخې اخستنې له کبله جېل ته واچول او غوښت يې چي د ا. خ. د. ګ. با لکل له منځه یوسي. په دې حالت کي دا ګوند د ژوند او مرګ له سرنوشت سره مخامخ وو. په دې هکله خدای بخښلی پوهاند محمد حسن کاکړ لیکي: « کله چي حکومت تره کی او ځیني نور رهبران بندي کړه نو د ګوند لپاره سیاست د مرګ یا ژوند سوال شوی و. په دې ډول چي یا غوڅ عمل کول او یا کور ته د راغلي اجل منل.زه د يوه مخکني گوندي په توگه تر واکمنې وروسته خپل ليد لوری داسی په لنډو ټکو وړاندی کوم،د ۱۳۵۷ ل کال د غويې د ۷ نېټې پاڅون  په اول کې دعامو ولسو لخوا بدرگه شو خو کله چی يو شمير ځوانو ، کم تجربه غېری مسلکي گونديانو ته مهم دولتي پوستونه وسپارل شوه دوظفوي مقامو څخه بده گټه واخستل شوه د جرم له ازبات پرته زيات روڼ اندي زندانو ته واچول شوه وزورول شوه، د نورو سياسي گوندونو د فعاليت مخه ډبه شوه او مشران يې ونيول شوه يا له وطنه فرار شول ، گاونډيو هيوادو کې د استخباراتو لخوا دوی ته وسله مالي مرستی او په نړېواله برخه کې درژيم پر وړاندی د مخالفو ډلو حمايه او ملاتړ وشو.دويم ستر لامل دا وو چی د گوند تر مينځ کوم يوالی چی شوی وو دوباره يوالی مات او يودبل په مخالفو سنگر بدل شول سبوتاژ او تخريب  کور دننه او له کوره بهر پېل شو.شوروي اتحاد ددوستی تر نامه لاندی دا گوند سره متحد نه کړ بلکې د پاشلو له پاره ډېر څه وکړل . په پاېله کې د گوند د مشرتابه زياتره مشران يو دبل پر وړاندې ودريدل د گوند مشر نرمحمد تره کي، حفيظ الله امين او داکتر نجيب پر سره توره ووژل شول ، او پلويانو هم جلا جلا د گوندو تر نامه لاندی فعاليت کوي  خپله دخپلو رژيمو له خوا هم يو شمير وتلي گوندي مشران او گوندي کادرونه ووژل شول، زيات وخت په زندانو کې واچول شول او زورونه ورکوله شوه دا ټول ناوړه کارونه ددی لامل وگرځېدل چی په 1992زکال دافغانستان دخلق دموکراتيک گوند  واکمني  نسکوره او پر ځای د پاکستان په لاهور کې د مخاليفينو عبوري حکومت جوړ او واکمن شو دوی پر کابل واکمن شول خو داسی غوبل وژل چور چپاول وشولو چی تاريخ ددی گډوډيو له ليکلو کله کله عاجز شي د قلم پر ځای ټوپک او ټوپکسالار ، مفيايي کړی، د مخدره موادو قاچاقبران، د فساد گرو او غاصيبينو ، غلو واک پر دولتي څوکيو او ټول هېواد ولسونه گريوگان کړل د نړيوالو حضور هم سوله او د ناوړه کسانو د خيانت او جنايت په مخنوي کې پاته را غلل سياسيت کونکو هم د سياست په ډگر کې کوټلي گامونه پورته نه کړل هغه گوندونه چی خپل گوندونه  د ملي منافعو حاميان گڼي هم په وړو گوندونو ويشل شوي اود يو ځواکمن گوند له پاره رښتنې باور مندي نشي تامينولای ټول په تيرو زړو  پاللو او تيرو خپلو روابطو او اړيکو ته ژمن دي تر څو چې د تيرو بدو پاللو نه په رښتېا تير نه شو اوپه باورمندی د برنامه محوره گوند د بنسټ ډبره پر خپلو لاسو پر ځای کښې نه ږدو دا ورخ اوبو وړی او وړي اوس هم لا وختي ده چی تير په هير وشميرو اود راتلونکي له پاره په پوره مېړانه او رښتينولی سره يو شو اود خپل هيواد او ولسونو د خدمت جوگه شو.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply