الخندق؛ د نورو د ګټو له پاره د افغانستان ورانولو هڅه

0 1,013

ودان روښان
په دې وروستیو کې د طالبانو پسرلنيو عملیاتو له اعلان سره جوخت، د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) په ټينګار سره ویلي چې طالبان د افغانستان جګړه نه شي ګتلی. طالبانو ته د ولسمشر غني له بې ساري وړاندیزونو وروسته داسې ښکارېدل چې طالبان به دغه د سرو زرو له فرصته ګټه پورته او د سولې وړاندیز ته به په سوله ځواب ووایي خو د تمې خلاف تېره اونۍ طالبانو د الخندق په نوم د پسرلنیو عملیاتو پیل اعلان کړ. د طالبانو یوې خبرپاڼې لیکلي چې په عملیاتو کې به پر امریکايي “یرغلګرو” او د هغوی ملاتړو په ځپلو، ټکولو او ژوندي نیولو تمرکز ولري، چې دا په ښکاره د سولې خبرو ته د نه ځواب دی.
د امریکا دفاع وزیر او لوی درستیز د دغه هېواد مشرانو جرګې د وسله‎والو ځواکونو کمېټې ته ویلي چې پر طالبانو پوځي ګوزارونو ته ځکه زور ورکوي چې هغوی د سولې خبرو ته اړ کړي.
په ورته وخت کې د امریکا جمهوري غوښتونکي سناټور لینډزي ګراهام ویلي امریکایي ځواکونه باید د افغانستان حالت تر ښه کېدو پورې په دغه هېواد کې پاتې شي.
له بله پلوه د امریکې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جان سولیوان ويلي چې د سوېلي اسیا له پاره د واشنګټن په تګلاره کې پر طالبانو پوځي، اقتصادي او سیاسي فشارونه شامل دي او دغه کار به طالبان د سولې خبرو اترو ته اړ کړي.
که د امریکایي چارواکو او طالبانو دریځونو ته وګورو نو په ښکاره د ورانۍ، وینو او بدمرغۍ بوی ترې راځي.
ولسمشر غني طالبانو ته په خپلو بې ساري وړاندیزو له تردید پرته غوښتل په هېواد کې د وینې توییدو او ناورین مخه ونیسي نو ځکه خو یې هغه د چا خبره په ډېره لورېینه طالبانو ته د سولې وړاندیزونه وکړل چې ښایي هیڅ واکمن حکومت به خپلو مخالفینو ته د خبرو له پیل وړاندې دومره ښه نیت نه وي ښودلی. د بېلګې په توګه له کوم قید او شرط پرته اور بند، د سیاسي ګوند په توګه د طالبانو په رسمیت پېژندل، د قانون په اډانه کې پر اساسي قانون بیا کتنه، د بندیانو خوشې کول، له تور نوملړه د طالب مشرانو نومونو ایستل او نور د ولسمشر غني په وړاندیزو کې راغلي دي.
د امریکا متحده ایالاتو کې د ډونالډ واک ته په رسېدو او تر ډېره په بهرنۍ کړنلاره کې په تېره د افغانستان په اړه پوځیانو ته د هغه زیات رول له ورکولو داسې ښکاري چې هغه(ټرمپ) د پیاوړي دریځ پلوی دی. روښانه ده چې پوځیان د جګړې په ډګر کې تر هرڅه لومړی بري او بیا د خپلو سرتېرو مرګ ژوبلې مخنیوي په اړه فکر کوي. په جګړه کې د بري او د خپلو سرتېرو مرګ ژوبلې مخنیوي له پاره قوماندانان خپل ټول ځواک کاروي. اوس چې ولسمشر ټرمپ هم خپلو قوماندانانو ته بشپړ واک ورکړی نو د جګړې په ډګر کې د ډېرو وینو توییدو وړاندوینه کېدی شي، دې ټکي ته په کتو چې طالبان تل د استوګنې سیمو او د خلکو په منځ کې ځانونه پټوي چې دغه حالت د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ویره نوره هم زیاتوي. ښایي ولسمشر غني به پر همدغه دلیل غوښتي وي چې د وراني او مرګ ژوبلې مخنیوي په موخه طالبانو ته د سولې دغه ډول بې ساري او د لورېینې وړاندیزونه وکړي. ولسمشر غني هغه مهال په ډېرو هڅو متحده ایالات او نور ملاتړي پردې قانع کړي وو چې له هرڅه مخکې سولې ته فرصت ورکړي نو ځکه خو طالبانو ته د دولت د سولې په وړاندیزونو کې هیڅ راز شرط نه و وړاندې شوی. د سولې عالي شورا چارواکو ویلي چې ان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه هم خبرې کېدی شي، چې دا ټول یوازې او یوازې ددې له پاره وو چې که شونې وي د وینې توییدو مخه ونیول شي. دا داسې مهال دي چې ان په دولت کې دننه داسې ځواکمنې کړۍ شته چې که په ښکاره نه وي په یو نه یو ډول د سولې مخالفت کوي. داسې لوري شته چې خپل پایښت په سوله کې نه بلکې په جګړه کې ګوري او کله هم په سوله نه دي خوښ خو بیا هم ولسمشر غني او پلویانو یې د سولې ټینګښت له پاره د هر ډول بیې پرېکولو ته اوږه ورکړه چې که شونې وي جګړې او بدمرغي دوام مخه ونیول شي ځکه چې دې کور ورانې جګړې ددغه قوم او ولس بیخ وایست او ورځ تر بلې له بیګنا خلکو قرباني اخلي، خو په بدل کې یې طالبانو ددې پرځای چې دغه فرصته ګټنه کړې وی او نور یې له دغه ولسه د ویر ټغر ټولولو ته مټې رانغاړلې وی بیا یې هم پر وینې تویولو ټینګار او د جګړې نغاره وډنګوله.
رښتیا ولې طالبانو بیا هم د سولې دغو بې ساري وړاندیز ته د نه ځواب ووایه؟ دا پوښتنه په بېلابېلو بڼو ځوابېدی شي:
لومړی دا چې ښایي طالبانو په تېره د هغوی ملاتړو د ولسمشر غني او د افغانستان نړیوالو ملاتړو دغه وړاندیزونه ناسم تعبیر کړي وي او داسې یې ګڼلي وي چې له ناچارې ورځې یې دغه وړاندیزونه کړي دي نو ځکه خو فکر کوي چې په جګړه کې توره کولی شي پر همدغه دلیل طالبان پر جګړه ټینګار کوي. خو که داسې وي نو موږ باوري یو چې دا نګېرنه او اخیسته ناسمه ده او دوی باید درک کړي چې امریکا کله هم نه غواړي پر خپل نړیوال اعتبار او برم قمار ووهي او هیڅ په هیڅ افغانستان پرېږدي، ځکه چې دا روښانه ده که امریکا په افغانستان کې ماته وخوري نو بیا یې باید د زبرځواک په توګه په نړیواله کچه فاتحه اخیستل کېږي. بیا نه په منځني ختیځ، نه په لرې ختیځ، نه په اروپا او نه ان هم په مرکزي، لاتینه، او سویلي امریکا کې خپله پښه ټینګولی شي. لکه لمر روښانه ده چې امریکایي قوماندانان د جګړې ګټلو په موخه د افغانستان په هرځای کې د هر ډول وسلې له کارونې مخ نه اړوي. موږ شاوخوا یو کال وړاندې ولیدل چې امریکا د بمونو مور په نوم تر ټولو پرمختللی او دروند (یوولس ټنه) بم یې د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د داعش جګړه مارو پر پټنځای وغورځاوه. څوک دا تضمینولی شي چې د اړتیا پر وخت بیا هم دغه ډول بمونه د افغانستان پر نورو سیمو ګوزار نه کړي؟ نو ځکه خو د طالبانو او د هغوی ملاتړو دا اخیسته او محاسبه ناسمه ده.
بله اخیسته دا هم ده چې اوس پاکستان له بېلابېلو لورو له سخت کړکیچ او فشار سره مخ دی نو ځکه خو غواړي لږ تر لږه د کړکیچ له یوې برخې د ځان ژغورنې په موخه په افغانستان کې جګړې ته زور ورکوي. اوس چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پاکستان وارخطا کړی او لار ترې ورکه ده داسې ګڼي چې که په افغانستان کې جګړه زور واخلي نو د نړۍ پام به هغه ته واوړي او پاکستان به د پښتون ژغورنې غورځنګ ځپلو امتیاز ترلاسه کړي چې دا محاسبه هم ناسمه ده ځکه چې که پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ د ځپلو ماټکې هڅه هم وکړي نه یوازې د خپل ټوټه کېدو مخه به ونه شي نیولی بلکې دغه بهیر به لا هم ګړندی کړي، هغه ډول چې د پخواني شوروي د کمونیست ګوند مشرانو غوښتل د ګرباچف پر ضد د کوتا له لارې د شوروي ټوټه ټوټه کېدو مخه ونیسي خو ناکامې هڅې یې دغه بهیر دومره ګړندی کړ چې پخوا یې اټکل هم نه شو کېدی.
پاکستاني چارواکو دا محاسبه چې په افغانستان کې جګړې ته په زور ورکولو سره خپل کړکیچ حل کړي نو بیا خو طالبانو ته شرم نه بلکې مرګ دی چې د نورو ژغورلو له پاره خپلې او د خپل ورور وینې تویه کړي چې تراوسه یې هم همدغه کار کړی دی.
بل لامل دا هم کېدی شي چې د کیماوي وسلو کارونې په ټس کې پر سوریه د امریکا او د هغه ملاتړو توغندویي بریدونو روسیه خورا سخته قهرولې نو ځکه خو روسان غواړي چې له امریکا په افغانستان کې د سوریې کسات واخلي چې ددغه کار ښه وسیله همدغه طالبان دي. اوس چې د پاکستان په ریباري د روسانو او طالبانو یارانه خورا ګرمه شوې نو ځکه خو طالبان د روسانو خوشالولو له پاره سوله نه مني او پر جګړه ټینګار کوي.
له وړانېد روښانه ده چې پر جګړه ټینګار او د جګړې دوام یوازې او یوازې د افغانستان او افغانانو له تباهي پرته بله هیڅ ګټه نه لري او دا هغه څه دي چې د افغانستان غلیمان یې غواړي او بس!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply