تکراری وحشتونه او د دولت مسئولیتونه / اسدالله ولی – یما هوتک

0 961

نن یو وار بیا وحشی صفته انسانانو د هیواد لسګونه کورنۍ د غم په ټغر کینولی، دا د انسان په جامه کی وحشی غلامان نه سولی ته ژمن دی او نه له انسانیته خبر دی ددوی موخه یواځی د بی ګناه افغانانو وژل دی تر څو خپلو بادارانو ته خدمت وکړی او په هیواد کی د هر ډول سولی، آرامۍ او پرمختګ مخه ډب کړی. دولتی چارواکي هم له برید څخه وروسته بیا خپل د ډاډګیرنی تکراری پیغامونه آپدیټ کوی او تیری تکراری خبری بیا له سره نشروی، ولس نور له دی تکراری او بی خونده پیغامونو له اوریدو ستړی شوی دوی بدلونونه غواړی داسی بدلونونه چی لږ تر لږه ددوی ژوند تر یو حده خوندی شی.

ولسمشر په تکراری ډول له طالبانو څخه د سولی او خبرو اترو غوښتنه وکړه او داسی شرایط یی ورته وړاندی کړل چی تردی نور نرمښت نو امکان نلری، خو د پردیو ګوډاګیانو دا ثابته کړه چی دوی د خپل بادار له اشاری پرته هیڅ هم نشی کولای اوس نو ملت ته مالومه شوه چی دوی دوطن او اسلام لپاره نه بلکی د خپلو بادارانو د شومو موخو لپاره جګړه کوی. نور نو له دوی سره باید د سولی په خبرو بیځایه وخت او منابع مصرف نشی دولت ورته خپل شرایط ویلی که څوک ورته حاضر وی سوله دی ورسره وشی او که نه نو باید وځپل شی تر څو ولس یی له غمه خلاص شی.

او د دی پرځای چی له دوی سره وخت ضایع کیږی باید له هغو هیوادونو سره خبری وشی چی ددوی تر شا دی او یوه منطقوی اجماع رامنځ ته شی چی له دوی وپوښتی چی دوی څه غواړی او ولی یی زمونږ په هیواد کی جګړه ګرمه ساتلی نور تر څو چی ددی له بادارانو او تمویل کوونکو سره یوی پایلی ته ونه رسیږو له دی غلامانو څخه د سولی تمه کول هسی د وخت او منابعو له لاسه ورکول دی. اوس هیواد د لویو هیوادو او ګاونډیانو تر منځ د زورآزمویلو په میدان تبدیل شوی او هر هیوادغواړی تر څو خپلی نیابتی جګړی دلته پرمخ بوځی نو تر څو چی مونږ دی ګردآبه ځان خلاص نکړو نو یوی پایداری سولی ته نشو رسیدلای.

سوله د ټولو افغانانو یوه هیله او آرمان دی خو تر څنګ یی باید مونږ د خپلو امنیتی او دفاعی ځواکونو پیاوړتیا او تجهیز ته ډیره پاملرنه وکړو او هڅه وکړو چی ددوی نیمګړتیاوی له منځه یوسو او خالیګاوی یی پوره کړو تر څو دوی وکولای شی د ښمن وځپی او سولی او خبرو اترو ته یی مجبوره کړی.

په تیرو څو لسیزو جګړو کی زمونږ د ملی امنیتی ځواکونو تشکیلات او تجهیزات ټول له منځه لاړل چی د طالبانو له سقوط وروسته د نوی نظام په راتګ سره د ملی امنیتی ځواکونو تشکیلات له سره ورغول شول او هیواد دیوی نوی ملی اردو او نورو امنیتی ځواکونو خاوند شو، چی ددی امنیتی ځواکونو په تشکیل کی دری ډوله خلک ځای پرځای شول یوه برخه یی د پخوانی کمونیستی رژیم له وخته پاتی شوی افسران بل یی د مجاهدینو دوخت جهادی قوماندانان او افسران او بل یی د نوی نسل ځوانان دی، خو پدوی ټولو کی داسی پیاوړی نظامی کدرونه ډير لږ دی چی د جنګ یوه پرمختللی او منظمه تګلاره جوړه کړی تر څو جنګ مهار کړی دوی تل په وړو وړو جګړه اییزو تکتیکونو باندی کار کوی.

زمونږ د امنیتی ځواکونو زړور سرتیری هره ورځ په لسګونو شهیدان ورکوی خو د رهبرۍ په سطحه د فساد شتون،تنظیمی ویش او سلیقوی ګمارنی هغه څه دی چی ددوی د بیځایه وینی تویدو سبب کیږی، او ددوی وړتیاوی او کړنی تر پوښتنی لاندی راولی. ددی لپاره چی ولس په خپلو زړورو سرتیرو اعتماد له لاسه ورنکړی نو باید دا نیمګړتیاوی له منځه ولاړی شی تر څو له یوی خوا ددوی میړانی ځای ونیسی او د بی ځایه قربانیو مخه یی ونیول شی او له بلی خوا دښمن وځپی او ولس تری وژغوری.

د دی تر څنګ دولت باید دولس د زړونو د راخپلولو او ددولت او ولس تر منځ د واټن دکمولو لپاره هم هڅی وکړی چی پدی برخه کی زمونږ په افغانی ټولنه کی دینی علماء او قومی مشران او سپین ګیری ډیر اړین رول لوبولی شی، خو په ډیر تاسف سره د حج او اوقافو وزارت چی دایی دنده او مسئولیت دی تر څو د علماوو او ملاامامانو د راجلبولو او منسجم کولو لپاره هیڅ پروګرام او منظمه تګلاره نلری تر څو دولس او دولت ترمنځ شته واټن له منځه وړلو لپاره تری کار واخلی، دوی یواځی د حج برخه رانیولی چی هغه هم په سمه توګه نشی مدیریت کولای او د اوقافو برخه تری بیخی پاتی ده.

بله ډیره مهمه وسیله چی په اوسنی شرایطو کی ډيره مهمه ده او دولت تری د خپلی ګټی لپاره موثر کار اخستلای شی هغه رسنۍ دی، په ځانګړی توګه دولتی رسنۍ دوی هم صرف پیسی مصرفوی نور نو نه پلان لری او نه منظمه تګلاره دوی هم کولای شی دولس او دولت ترمنځ په واټن کمولو کی ګټور تمام شی خو تر اوسه یی هیڅ داسی اړین کار ندی ترسره کړی تر څو خلک د دولت ملاتړ ته وهڅوی، له مخالفته لاس واخلی او د خپل دولت ترشاه ودریږی، د رسنیو بله لویه برخه دولتی ویاندویان او په ټولنیزو رسنیو کی فعال د حکومت ملاتړی ځوانان تشکیلوی، خو دولتی ویاندویان صرف په فیسبوک پوری محدود دی او یواځی له دی لپاره ناست دی چی دخپلو غونډو او میټینګونو عکسونه په فیسبوک خپاره کړی او ډیر لایکونه واخلی. فعال ځوانان هم ټوله ورځ په ټولینزو رسنیو کی په ژبنی، قومی، مذهبی او سمتی جنجالونو اخته دی هم تری خپل درسونه پاتی دی او هم تری د خپل دولت په ملاتړ کارکول. په دی برخه کی چی بله ډيره مهمه او دیادولو وړ خبره ده هغه د جعلی فیسبوکی پانو او اشخاصو شتون دی چی دبهرنیو استخباراتی کړیو له خوا د تبلیغاتی جګړی لپاره رامنځ ته شوی، دوی نو بیخی میدان وړی او تر اوسه خپلو موخو ته په آسانۍ رسیدلی دی چی ښکاره بیلګه یی د کندز وروستۍ پیښه ده چی دښمن تری په تبلیغاتی برخه کی په پراخه پیمانه ګټه واخیسته خو دولت لاتراوسه غلی دی او په دی هکله ولس ته د رښتیا په ښکاره کولو کی پاتی راغلی. نو دولت باید ددی جعلی پاڼو د موندلو او تړلو لپاره تر وروستی بریده کار وکړی تر څو ځوان لوستی نسل له دی ناسور څخه وژغوری.

په آخر له ټولو افغانانو هیله کوو چی ددښمن په مقابل کی یو موټی شی او په یو منظم صف کی ودریږو او د ظلم او وحشت په مقابل کی خپل غږ پورته کړو تر څو به وژل کیږو او خپل د ګل غوندی ځوانان به له لاسه ورکوو، نو راځۍ چی د یو خپلواک او پرمختللی افغانستان لپاره کار وکړو.

تر هر څه مخکی افغانستان!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply