د دستار سړی / نقیب الرحمن عمري

0 1,271

د ستر خوشال خټک اثر دستار نامه مې د څووم ځل له پاره لوسته، دې ستر انسان د مشر یا رهبر له پاره شل داسې خصلتونه ټاکلي، چې ښایي په ډېرو کمو رهبرانو کې په کمه اندازه وجود ولري، ډېر رهبران مې په ذهن کې راغلل اما هېڅ کوم یې د خوشال له دې سترې ازموینې بریالی ونه وت، هسې مې په فکر کې د پښتون ژغورنې د تحفظ غورځنګ ځوان رهبر منظور پښتین راغی، د نوموړي په کرکټر کې د رهبر له پاره د ستر خوشال  دا شل خصلتونه محسوس دي لاندې یې لنډه شننه لولو:

هغه وخت چې د ډېورنډ ایخوا پښتنو د غفلت د خوب څو لسیزې پوره کېدې او لاهم ویده وو، تنکي ځوان منظور پښتین له دې خوبه د راویښولو په موخه دوه کاله مخکې د حق مبارزه پیل کړه، څو د ګوتو په شمېر  کسان یې ددغه سپڅلې مبارزې ملګري وو، منظور له دوی سره مشوره(۱) کوي ، چې څه وکړو، څنګه پښتانه دې ته وهڅوو چې د خپلو حقونو غوښتنې ته ملا وتړي، کومې لارې غوره کړو او په کومو لارو غور وکړو.

منظور پښتین چې کله د نقیب ژغورنې غورځنګ پیل کړ  ډېر کم شمېر ملګرو یې دا دحق ناره ور سره بدرګه کوله ، هېڅ دا تصور نه کېده، چې یاد غورځنګ به د ټولو پښتنو د حقوقو مدافع جوړیږي، د منظور قوي اراده او عزم(۲) د دې سبب شول، چې دومره په لویه کچه  پښتانه د خپلو اولادونو د حقه حقوقو او د خوندي ژوند له پاره برحقې او سپېڅلې مبارزې ته ملا وتړي.

منظور یو خاموش کرکټر لري همدې خاموشۍ (۳) یې ټول پښتانه  برحقه مبارزې ته راوبلل او پنجابي اداره یې له ظلمونو لاس اخیستو ته مجبوره کړه ، د منظورخاموشه څېره  اوس ملکونه لړزوي او د مبارزې واحده ناره یې ورځ تر بلې اوچتیږي .

نوموړي په راستۍ (۴) او له زړه د پښتنو د حقوقو له پاره مبارزه پیل کړې ده، ځکه منظور یاده مبارزه په داسې حال کې پیل کړه، چې د مور او پلار یې هم ورسره خوښه نه وه، اما دی له خپلې مبارزې ایسار نه شو، د پښتنون مال، ناموس او عزت یې خپل وګڼل او د ساتلو له پاره یې په خپله ملي او انساني روحیه مټې راونغاړلې، انشاءالله دغه پاکه او له زحمتونو ډکه مبارزه یې برحقه او رنګ راوړونکې ده.

حیا(۵) د ایمان برخه ده، بې حیا انسان بې ایمانه او بې شرمه وي هره کړنه، هر نېک قدم او خپل حق تر لاسه کول په کامل ایمان تر لاسه کېدای شي، منظور  په پوره جرآت د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو له پاره ملا تړلې ده، د منظور پښتین له ظاهري بڼې ښکاري چې یو حیاناک او شرمناک(۶) انسان دی.

منظور پښتین د نیکو اخلاقو څښتن دی، حسنه اخلاق(۷) یې له کرکټر،  د عامو خلکو سره د ښه سلوک او د نوموړي له خبرو ښکاري، نېکو اخلاقو یې څو کسیزه مبارزه ډله په یوه لوی قوي او نه ماتېدونکي غورځنګ بدله کړه.

منظور پښتین په پوره رښتینولۍ، زړورتوب او مردانګی(۸)د پښتنو د حقوقو د خوندي کولو له پاره د پنجاب حکومت په وړاندې ودرېد، په داسې یوه حکومت کې چې په لسیزو لسیزو پکې یو قوم ځپل شوی، رټل شوی، وژل شوی، محکوم شوی او خپه شوی وو، ډېره ستونزمنه وه چې  په وړاندې یې راپورته شي دا دې منظور زړورتیا او مردانګي ښیي، د پښتون تحفظ غورځنګ دومره په لوړه سطحه را څرګندېدل له تصوره او خیال څخه هم پورته خبره وه.

رښتیا ویل(۹)  خوشال د ښه رهبر له پاره تر ټول اړین او مهم خاصیت ګڼلی، منظور پښتین  لاپې نه وهي چې هغه به وکړه دغه به وکړم د خپل وس او توان خبره کوي چې که ژوندی وم حقوق به مو تر لاسه کوم پر سر او مال مو معامله نه کوم، د لر او بر پښتنو ظلم پر ځان ظلم ګڼي، نوموړی په هر غونډه کې لږ خو رښتیا خبرې کوي.

د منظور پښتین د مبارزې لومړي وختونه چې وګورو، بیخي سړی ناهیلی شي دا فکر به ونه کړي چې یو وخت به دا څو کسیزه مبارزه ډله ځانونه د ټولو لرو اوبر پښتنو د حقوقو مدافع وبولي، د پښتنو په منځ کې  دې داسې غږونه او رنګونه په ولولو راولي چې نړیوال یې هم د مظلومو غږ وبولي، دغه مبارزه چې اوس د منظور پښتین په مشرۍ د پښتنو د ژغورنې له پاره روانه ده د کار، حوصلې(۱۰) زغم، همت(۱۱) او صبر پایلې دي، دا غږونه به هرو مرو  رنګ راوړي.

د منظور پښتین ظاهري بڼه، خبرې او وعدې، پرهېزکاري، عبادت، اطاعت(۱۲) او توکل(۱۳) هغه خصوصیات دي چې د یوه ټول منونکي رهبر په شکل په طبیعي ډول د نوموړي په کرکټر کې نِغښتي دي، منظور پښتین  ډېر لوی کار ته ملا تړلې ده، نوموړی په دې برخه کې بدون له خدای له پل چا ویره هم نه لري، پښتني غیرت او پښتني قوت ورسره مله دي، چې د پنجاب حکومت په وړاندې درېدلی دی، په خپل واحد خدای کامل ایمان او غیرت(۱۴)  یې د دې لامل شوی، چې په میلیونو پښتانه یې د خپلو حقه حقوقو د تر لاسه کولو له پاره نه تنها وهڅول بلکې د پنجاب اداره یې دته مجبوره کړه چې غوښتنې یې واوري، هېره دې نه وي چې د منظور هره غوښتنه په دغه فاسده اداره مني ځکه دغه اداره له هر اړخیز بحران سره مخ ده .

منظور پښتین په لره او بره پښتونخوا کې د عدل(۱۵) او انصاف تر څنګ غواړي چې یو پښتون او پنجابي د یو ډول حقوقو څښتن شي د پښتون مور، خور، میرمن، زوی  او نور باید بې ګناه په شهادت ونه رسول شي، که څه هم د پنجاب ادارې په دې شرط، چې نور به احتجاجونه پای ته رسیږي د منظور دغه غوښتنو ته سر ښورولی؛ خو منظور بیا هم مخ په وړاندې د احتیاط(۱۶) سیاسي قدمونه ږدي او روان دی، منظور پښتین د میلیونو مظلومو انسانانو د نارې مظهر (۱۷)دی.

استغفار (۱۸)، له ګناه ویره(۱۹) او عفوه کول(۲۰)  هم خوشال د یوه ټول منونکي رهبر له پاره مهم خصوصیات ګڼلي؛ خو دا د هر مسلمان دیني وجیبه ده خپلې ټولې چارې د قران او احادیثو په رڼا کې تر سره کړي، د منظور پښتین کړنو ،اعمالو  او په پښتني او اسلامي ټولنه کې د نوموړي له ناستې او ولاړې دا څرګندیږي چې دی یو واقعي رهبر او په پښتنو کې له پاچا خان وروسته د عدم تشدد دویم سرلاری دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply