سیاست که تجارت؟/ محمد روښان ښاد

0 632

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې را نږدې دي، نو له دې امله مې د سیاست او تجارت په اړه وضاحت لازم وباله. سیاست او تجارت دواړه روا او مشروع شیان دي چې هر څوک یې د خپلې خوښې مطابق انتخابوي او بیا په همغه برخه (سیاست یا تجارت) کې مخته ځي، مګر په افغانستان کې بد دود دادی چې ډېرو سیاست هم په تجارت بدل کړی دی.

په تېرو دوه درې انتخاباتو کې موږ ولیدل هغوی چې د ولس د خدمت چیغې یې وهلې، مګر کله چې بریالي شول، نو خدمت یې په سیاسي تجارت بدل کړ، د وکالت په موده کې یې نه د چا ستونزه واورېده، نه یې د چا ستونزه حل کړه او نه یې هم د چا له حق څخه دفاع وکړه.

د نورو د خدمت او وکالت پرځای کرۍ ورځ یا په شخصي ګټو پسې سرګردانه و، چې له یو وزارته وتل او په بل به ننوتل، یا به په پروژو پسې ګرځېدل، یا یې له قاچاقبرو، مافیا او نورو نامطلوبو حلقو سره لاس یو کړ او بالاخره یې خپل موکلین او ولس په ورکړو رایو پښېمانه کړل. یا به په دې پسې و چې په کمېشنکارۍ مامورین مقرر کړي یا نغده ورڅخه واخلي او یا هم په فیصدۍ او سهم کې ځان ورسره شریک کړي.

لنډه دا چې تېر ځل سیاست په تجارت بدل شو، په غیر مشروع تجارت، په فساد، په غلا، په قاچاق، په اختطاف، په درغلۍ او نورو داسې ناخوالو چې ولس ته یې د خیر پرځای شر واوښت، ولس کې یې د بې اعتمادۍ بحران رامنځته کړ.

سیاست یو ارزښت دی، ایمان او صداقت دی، ژمنتیا او باورمندي ده، احساس او خواخوږي ده، خو له بده مرغه چې زموږ وکیلانو او یو شمېر سیاسیونو سیاست ولس ته له پامه ور بد کړ، بار بار یې دوی د سیاست او خدمت په نوم تېراېستل.

اوس چې یو ځل بیا د انتخاباتو په درشل کې یوو، نو هم ولس او هم نوماندانو ته دقت او غور پکار دی، ولس دې په دې باور وکړي چې د چا په تشو ژمنو، خبرو او وعدو ونه غولېږي او خپله رایه دې هغه چاته ورکړي چې واقعاً یې وړتیا لري او مستحق وي او نوماند دې په دې فکر وکړي چې ولې غواړي وکیل شي؟

که یې موخه دا وي چې له سیاست او وکالت څخه د شتمنۍ او پیسو د پیدا کولو لپاره د وسیلې په توګه ګټه واخلي، نو دا ناسم فکر دی. که د دې پرځای خپل وخت او وړتیا په سوداګرۍ او تجارت ولګوي، نو باور دی چې هم به حلالې پیسې پیدا کړي او هم به خپل محبوبیت په خلکو کې وساتي. اساسي قانون نه یوازې دولت څخه بلکې له هېوادوالو څخه مسوول او اخلاقي سیاست غواړي. سیاست له اوسني او راتلونکي نسل سره ژمنتیا ده، ځکه نن چې که موږ د ژمن سیاست په اساس هر کار او خدمت کوو، نو د هغه خیر نه یوازې اوسني، بلکې راتلونکي نسل ته هم رسېږي او همداسې که برعکس تېروتنه، سواستفاده او ناوړه کار کوو، نو معلومدار چې نه یوازې اوسني، بلکې سباني نسل ته یې هم زیان رسېږي.

نو ولس ته ښایي چې دا ځل بیدار او هوښیار واوسي، د تېر ځل غوندې ونه غولېږي، مافیا، زورواکي او نامطلوب کسانو ته د وکیلانو په توګه رایې ورنه کړي، ځکه چې هغوی نه د ولس او نه هم د هېواد په ګټه دي، حتی برعکس د نظام د کمزوري کولو، د قانون حاکمیت د مخنیوي او نورو داسې چارو هڅه کوي چې له امله یې حکومت او ولس دواړه کمزوري کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply