خپلې رایې ته معیار وټاکئ/محمد روښان ښاد

0 538

ټاکنې په افغانستان کې نوې تجربه ده، ځکه تراوسه دوه دورې د ولسي جرګې او دوه دورې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې دي، چې دریمه دوره د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو تاکنې به په نږدې راتلونکي کې ترسره شي، نو له همدې امله زموږ خلک د ټاکنو او رایو ورکولو په برخه کې لا زیات پوهاوي ته اړتیا لري.

دا چې ټاکنې لا هم په افغانستان کې د بېلابېلو لاملونو له امله هغسې چې ښایي نه دي بنسټي شوي، نو ځکه  خلک د رایو په کارولو کې له زیات دقت کار نه اخلي او نوماندان هم د واضح طرحو او برنامو نه، بلکې د قومي، سمتي، حزبي، مادي او نورو تمایلاتو په اساس له خلکو څخه د رایو ترلاسه کولو کوښښونه کوي.

تر هغو چې له رایې سره مسوولانه چلند ونه شي او خپله رایه د واضح معیار په اساس ونه کارول شي، نو تر هغو به نه په لویه کچه ښه والی رامنځته شي، نه به موثریت راشي او نه به هم د وکیل او موکل تر منځ د شته ستونزو او ګیلو کچه راکمه شي.

دوه دورې ټاکنې چې څنګه وې خو تېرې شوې او په اړه یې اوس بحث ځکه بې ګټې دی چې شوې تېروتنې او نیمګړتیاوې نه شي جبرانولی، مګر د تېرو ټاکنو له تېروتنو څخه د راتلونکي لپاره درس او عبرت اخیستل کېدلی شي او حداقل خلکو ته دا فکراو انګېزه ورکولی شي چې د خپلې رایې په ورکولو کې لا ډېر دقت وکړي.

تر ټولو مهمه داده چې خلک دې په نوماندانو د فکر کولو پرځای د خپلې رایې لپاره معیار وټاکي او له ځان سره دې دا پرېکړه وکړي، چې خپله رایه به د کوم معیار او ارزښت په اساس کاروي؟ کله چې هر څوک په فردي ډول په دې اړه له ځان سره نتیجې ته ورسېد او ځان یې قانع کړ، نو بیا دې له هغه وروسته د نوماندانو په منځ کې وګوري چې کوم یو د ده په معیار برابر دی.

په افغانستان کې ستونزه داده چې ډېر خلک په دې اړه هیڅ فکر نه کوي، سطحي چلند کوي، بې تفاوته وي او د خپلې رایې ارزښت نشي درک کولی، ځینې یې دومره نهیلي شوي وي چې وایي هغه تېر ځل مې چې رایه ورکړه، نو څه ګټه یې وکړه، مګر باور دی چې که همدغسې له فکر پرته او په بې پروایۍ خپله رایه وکاروئ، نو که یې سل ځله هم وکاروئ، نو هیڅ ښه والی او بدلون نشي راوستلی.

بل دلیل دا راوړي چې دا زما یوه رایه به نو څه ګټه وکړي؟ مګر دا ټولو ته معلومه ده چې برخلیک یوازې یوه رایه ټاکي، نو که هیوادوال لومړی د خپلې رایې اغېز او ارزښت درک کړي او بیا یې په دقت او مسوولیت وکاروي، نو باور دی چې دوی به د خپلې رایې اغېز ډېر ژر حس کړي او که کوم بدلون هم رانشي، حداقل د خدای، هېواد او ولس پر وړاندې به یې غاړې خلاصې وي او خپل ځان او وجدان ته به ځکه ملامت نه وي چې خپل مسوولیت به یې په ښه توګه ترسره کړی وي.

نو ټولو ته ښایي چې د وکیل د معیارونو پرځای د خپلو رایو لپاره واضح معیارونه وټاکي، خو شرط دادی چې بیا به د همدغه ټاکلي معیار په اساس خپله رایه کاروي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply