طالبان دپردیو د فشار اله/ محمد بشیر یوسفزوی

0 822

طالب چې د خدای او رسول له لارې اوښتی او ګمراه شوی دی، نو اوس په یوې اجورتي او قاتلې ډلې باندې بدل شوی دی او تر دې دمخه یوازې پاکستان ورڅخه د سیاسي الې او وسیلې په توګه ګټه اخیسته، مګر په دې وروستیو کې د روسیې، چین، ایران او نورو لاسونه هم ور غځېدلي دي او هغوی یې د خپلو لاسپوڅو او ګوډاګیانو په توګه په افغانستان او سیمه کې د خپلو ناوړه ګټو او په ځانګړي ډول پر افغان دولت د فشار په توګه استعمالوي.

کله چې د افغان حکومت د بریالۍ ډيپلوماسۍ له لارې پر پاکستان نړیوال فشار زیات شو، نو پاکستان د طالب غړوندی د روسیې په لاس کې ور کړ او هغوی یې د روسانو په اخور وتړل. روسانو په افغانستان کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر مټ او همت مات او ځپل شوي طالبان بیا سره را منظم کړل او هغوی ته د نویو وسلو په ورکولو سره یې د جګړې د ګټلو او د حکومت د نیولو انګېزه ورکړه.

طالب فکر کوي چې روسان د دوی خواخوږي دي او غواړي چې دوی واک ته ورسوي، مګر روسان غواړي چې د ویتنام او په افغانستان کې د جهاد په کلونو کې د خپلې ماتې غچ همدلته په افغانستان کې له امریکایانو واخلي او د دغه غچ اخیستنې لپاره یې طالب انتخاب کړی دی، ځکه طالب خونخوار او اجورتي قاتل باندې بدل شوی دی چې د پردیو لپاره د خپلو وروڼو په وژلو او د هېواد په ویجاړولو هیڅ صرفه هم نه کوي.

په دې وروستیو کې ایران هم د طالبانو ملاتړ ته مخه کړې، روسان او ایرانیان په ښکاره د داعش وېره پلمه کړې، مګر په حقیقت کې دوی په افغانستان کې نورې شومې برنامې لري، دوی غواړي چې افغانستان همداسې وروسته پاتې او افغانان خوار او ذلیل وي. له همدې امله د اقتصادي او زیربنایي پروژو د تطبیق مخه نیسي. دوی نه غواړي چې ټاپي دې له افغانستانه تېره شي، دوی د کاسا زر پروژې تطبیق هم نشي زغملی او همدارنګه په افغانستان کې د بندونو جوړول خو ځکه ورته د منلو وړ نه دي چې بیا ایران د اوبو له کمښت سره مخ کېږي.

ایران، روسیې، پاکستان او نورو ته خدای ورکړې چې د طالب وسله والې ډلې د دوی د حق الزحمه یي لښکرو په توګه د څو ټنګو په بدل کې چې څنګه یې هغوی وغواړي همغسې یې کارولی شي، مګر دوی باید په دې پوه شي چې افغان حکومت د طالب، داعش، زور، تشدد او افراطیت فشار ته نه تر دې دمخه تسلیم شوی او نه به هم تر دې وروسته تسلیم شي. افغان حکومت خپلې ملي موخې تعقیبوي او د دغو موخو پر وړاندې هیڅ ډول مزاحمت او خنډ ورته دزغملو وړ نه دی او که څوکه په دې برخه کې د مزاحمت کولو کوښښ وکړي، نو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به یې داسې بېدرېغه وځپي لکه په فراه کې یې چې طالب جنګیالي وځپل.

ایران، روسیه او پاکستان که څه ملاحظات لري، غوښتنې لري او شکایت لري، نو د جنګي ډلو د فشار پرځای دې له ډيپلوماتیکو لارو له افغان حکومت سره په اساسي توګه حل کړي، ځکه چې د فشار له لارې به هیڅ وخت خپلو موخو ته ونه رسېږي. طالب دې هم په خپل ګرېوان کې سرښکته کړي او د خپل وجدان قضا کې دې له ځان سره فیصله وکړي چې له اوله تر دې مهاله څه کوي او د چا په ګټه یې کوي؟ طالب دې نور نه ځان غولوي، نه دې خپله کورنۍ او اولادونه بدمرغه کوي او نه دې هم د افغان ولس دبدمرغه کولو خوبونه ویني، ځکه دا یې نه په وس پوره ده او نه به هم ورته څوک اجازه ورکړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply