د جګړې نوښت زموږ د ځواکونو په لاس کې دی

0 754

محمد بشیر یوسفزوی


په وروستیو درې څلورو کالو کې چې ولسمشر غني څومره امنیتي او دفاعي ځواکونو ته پاملرنه زیاتوله، نو همغومره د دوی وړتیاوې هم ورسره وغوړېدې. زموږ په ملي ځواکونو کې همغږي او تحرک رامنځته شو، له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته شول او اوس د جګړې بشپړ نوښت د دوی په لاس کې دی. له همدې امله دښمن په جګړه کې عملاً مات شوی او په ښارونو او د عامو خلکو په منځ کې د چاودنو او ترهګریزو بریدونو ترسره کول د دښمن د ماتې لویه نښه ده.

په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه جګړه ییز رول نه لري، دوی یوازې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته روزنه او سلا مشورې ورکوي، ځکه ولسمشر غني د دې مخالف دی چې د واک تر لېږد وروسته دې د ناټو ځواکونه یو ځل بیا د جګړې ډګر ته راودانګي.

تر دې دمخه ټول فشار په امنیتي او دفاعي ځواکونو وو، مګر تر دې وروسته به ملکي ادارې هم دغه بار ته اوږه ورکوي او لکه چې ورکړې یې ده، ځکه سږکال په وزارتونو کې پام وړ تحرک رامنځته شوی، دا لومړی ځل دی چې وزارتونه په دې توانېدلي چې ۹۱ سلنه انکشافي بودجه په موثره توګه ولګوي.

اوس دوه کارونه مهم دی یو دا چې سرچینې، خلک او سیستمونه سره منظم شي، تر څو انکشافي او نورې چارې په ښه توګه ترسره شي او دویم په طالبانو باید نظامي فشار راوړل شي او د دوی پر ملاتړو سیاسي او اقتصادي فشار، تر څو د تلپاتې سولې د تامین لپاره شرایط برابر کړي.  د دوی دا تمه باید پرې شي چې ګواکې د جګړې ګټونکي دي او له دې لارې به واک ترلاسه کړي.

افغانستان اوس هغه کلونه تر شا پریښي دي چې واک به د زور او ټوپک په شپیلۍ ترلاسه کېده، اوس واک د ولس د رای او ارادې په اساس د اساسي قانون د حکم مطابق انتقالېږي. اوس د واک د ترلاسه کولو لپاره جګړه بې ګټې ده. اوس د واک لپاره باید خپل ځان او وړتیاوې د ورانۍ او دربدرۍ نه، بلکې د ابادۍ او پرمختګ په ډګرونو کې وخلوې، د ولس باور او ملاتړ ترلاسه کړې، نو که طالبان د واک وږي وي، نو دغه لوږه یې په جنګ نه، بلکې په سوله، ابادۍ او پرمختګ رفع کېږي. دوی دې د ولس او نظام پر وړاندې له جنګ او دښمنۍ لاس واخلي او د سولې لاره دې اختیار کړي.

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا او تجهیز په برخه کې په تېرو څلورو کالو کې دومره بدلون راغی چې په تېرو دیارلسو کالو کې یې ساری نه لیدل کېږي.  ملي دفاع وزارت کې پام وړ اصلاحات راغلل هغه جنرالان چې په۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو کې د جګړې په پایله کې افغانستان ته په میراث ور پاتې وو هغوی لیرې شول. ۱۵۰ جنرالان تقاعد شول. دا یو مهم پرمختګ دی. د اصلاحاتو دا لړۍ چې اوس مهال تر کار لاندې ده، د تشکیلاتو پر زیاتوالي  متمرکزه نه ده،  بلکې موخه یې له شته سرچینو  سره سم یو موثر ځواک جوړول دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply