ښه حکومتولي/ محمد بشیر یوسفزوی

0 1,209

ښه حکومتولي د ټولو غوښتنه او د وګړو له اساسي حقونو څخه ده، ځکه ښه حکومتولي د اساسي قانون تطبیق او رعایت ته  ژمنه وي. په ښه حکومتولۍ کې د اساسي قانون د حکمونو په چوکاټ کې د قضایه قوې استقلال، د ملي شورا د قانون جوړولو حق په بشپړ ډول رعایتېږي. د حکومت او په ځانګړي ډول د وزارتونو ظرفیت لوړېږي او د کابینې واکونه او مسوولیتونه ورسره پیاوړي کېږي.

دا ټولې هغه کړنې دي چې له لویه سره یې ګټې ملت او وطن ته رسېږي، ځکه دولت د ښې حکومتولۍ له لارې وګړو ته لازم خدمتونه او اسانتیاوې برابروي.  ډېرې  اسانتیاوې یوازې دولت  پورې منحصرې دي، لکه د قانون حاکمیت، د دولتي جوړښتونو مدیریت، د امنیت تامین او داسې نور چې برابرول یې د دولت له مسوولیتونو څخه دي.

که له دولت مه واره، افراد، احزاب او بنسټونه د دغو اسانتیاو د برابرولو هڅه وکړي، له ګټې به یې تاوان زیات وي، ځکه د اړیکو او مناسباتو د ګډوډي، د وګړو تر منځ نه برابرۍ، د اخ و ډب او نامساعدې فضا د رامنځته کېدو لامل کېږي. پر دې بنسټ دغه ډله خدمتونو او اسانتیاو ته د لاسرسي لپاره له دولت مه واره، بل بدیل نشته.

د دې ترڅنګ ډېر داسې خدمتونه او اسانتیاوې هم شته چې متشبثینو، پانګوالو او سیاسي بنسټونو ته یې د سیالي ډګر تعریف کړی او په دغه سیالي کې د فعال ګډون لپاره ورته زمینه برابروي. د بازار مدیریت، د بنسټونو تر منځ د سیالي د اصولو او قواعدو تدوین، انجمنونه او سیاسي ګوندونه، د ویناد ازادي او د رسنیو د فعالیت لپاره د قانوني بریدونو تنظیم او د قانوني مسوولیتونو درک او ترسره کولو ته د وګړو مجبورول او په اساسي قانون کې راغلیو ازادیو ته درناوی د دغو خدمتونو بېلګې دي.

 زده کړې اوروزنې، روغتیایي اسانتیاوې او د پرمختیایي پروژو ترسره کول په تېرو پېړیو کې  د دولت له مکلفیتونو نه ګڼل کېدې. د نولسمې پېړۍ په پای او د شلمې پېړۍ په بهیر کې د دغو خدمتونواو اسانتیاوو برابرول د دولت د اساسي دندو برخه وګرځېده. اساسي قانون او د افغانانوعامه افکار په دې اصل اجماع لري چې دغه ډول خدمتونه او اسانتیاوې باید دولت برابرکړي.

د بشر د حقونو تامین، د ښځو او زیانمنو شویو ډلو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه، چاپيریال ساتنه، د ماشومانو او بې سرپرسته کسانو د خوړو مصونیت، د بې وزلي او وزګارتیا له منځه وړل او د ناورین په شیبو کې د بازار مدیریت هغه خدمتونه او اسانتیاوې دي چې د شلمې پېړۍ په پای کې د هغو برابرول د دولت په دندوکې ور زیات شول.

د ښې حکومتولۍ دغو څلورو ډلو وجیبو ته په پام، نړۍ واله تجربه موږ ته ژوندي درسونه راښیي. د دې تجربې پر بنسټ پوهېږو چې ښه حکومتولۍ په څو عمده اصلونو استواره ده:

د دې لپاره چې دولت خپلې منل شوې وجیبې په ښه توګه ترسره کړای شي، نو لومړنۍ اړتیا یې داده چې دا وجیبې په شفاف ډول د قانون په چوکاټ کې تعریف شي او د عملي کولو لپاره یې د ټاکلو اصولو او قواعدو په چوکاټ کې مشخص جوړښتونه وضع شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply