خلک له جګړې او بې وزلۍ دواړو کړېږي/محمد بشیر یوسفزوی

0 1,019


د څلورو لسیزو په جګړو کې ښکېل هیواد به معلومدار د ناامنۍ، فقر، بې چارګۍ ، بې ثباتۍ او ګڼو نورو ناخوالو څخه ځورېږي او اوسېدونکي به یې د ژوند له ډېرو لومړنیو اسانتیاوو څخه لا هم محروم او بې برخې وي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په جنیوا کنفرانس کې په افغانستان کې د فقر او لوږې ستونزې ته په اشارې وویل: ”افغانان نه یواځې له تاوتریخوالي، بلکې د بې وزلۍ له امله هم ځورول شوي دي. زموږ شاوخوا ۴۰ سلنه خلک د بې وزلۍ له کرښې لاندي ژوند کوي. ښځې، ځوانان او د بې وزلۍ له منځه وړل زموږ د پراختیايي ستراتیژۍ په زړه کې ځای لري. د دې لپاره چې له بېوزلۍ سره معنی لرونکې او اساسي مبارزه وشي، دا طبقه باید په نظر کې ونیول شي.“

د افغانستان دښمنان د خلکو له همدغو مجبوریتونو څخه په استفادې هغوی دېته اړ کوي او یا یې هڅوي چې باید وسله واخلي، د خپلو خلکو او نظام پر وړاندې د جنګ لپاره د دوی لیکو ته ورشي. د طالبانو په لیکو کې ټول جنګېدونکي وسله وال د خاص ایډیالوژۍ له مخې نه جنګېږي، بلکې په هغوی کې ډېر داسې کسان هم شته چې له وزګارتیا، فقر او ناچارۍ څخه د وسلوالو په لیکو کې جذب شوي دي.

هغوی ښه په دې پوهېږي چې دوی د حق پر وړاندې د باطل ملګري دي، مګر بیا هم دغه بدمرغه جګړه پرمخ بیایي، نو په افغانستان کې د جګړې د پایته رسولو او د وسله والو طالبانو د لیکو د کمزوري کولو لپاره باید د فقر او لوږې له منځه وړلو ته اساسي پام وشي. په دې برخه کې د نړیوالو همکارۍ هم رول لرلی شي. د افغانستان د حکومت هیله او هڅه همدا ده چې نړیوالې مرستې په دې برخه کې د حکومت د برنامو او لومړیتوبونو په اساس عیارې او ولګول شي چې موثریت یې زیات شي او خلک له فقر څخه راووځي.

د فقر پر ضد مبارزه په حقیقت کې د ترهګرۍ او افراطیت ضد مبارزه ده، که چېرې په افغانستان کې د فقر کچه راټیټه شي، نو وسله وال مخالفین به د اوس هومره په اسانۍ د افغانستان په اطراف او کلیو کې وزګار او مجبور ځوانانو خپلو لیکو ته جذب نشي کړای، ځکه هغوی به هم د یوې مړۍ ډوډۍ او د یو مناسب روزګار لرونکي وي.

افغان حکومت له اداري فساد، فقر او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په جدي اقداماتو او بېلابېلونوښتونو او د برنامو په تطبیق بوخت دی، خو له یوې خوا د روان جنګ او له بل لوري د بنسټي شوي فساد او ناخوالو له امله دغو هڅو لا تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې او لا هم ورباندي کار روان دی، ځينې یې نوي تمرکز او سرعت ته اړتیا لري.

د حکومت دغه پراخه او هراخیزه مباره داسې وخت ادامه لري چې لا هم  په بېلابېلو برخو کې له زیاتو ګواښونو سره مخامخ یوو، مګر دغه ګواښونه به د افغانانو په عالي مورال هیڅ اغېز ونه لري او نه به یې د خپل هیواد له روښانه راتلونکي څخه نهیلي کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply