ناورین پسې ناورین/ژباړه او لنډیز: وحید احمدزی

0 763

تاریخ ښیي چې ملتونو یو په بل پسې د خپل پېر لوړې او ژورې تر شا پریښي. ځینې مهال لسیزې او حتی پېړۍ په زوال کې پاتې شوي او ځینې مهال یې پيړۍ پېړۍ خپل شوکت او عظمت نمانځلی. دا لوړې او ژورې تقریباً د نړۍ اکثره ملتونو تجربه کړې دي.

اروپایانو د علومو (فلسفه او منطق) د تاریخي لرغونتوب باوجود پېړۍ په تیاره کې او وروسته پاتې و. څو زره کاله یې لوړې او ژورې وګاللې، خو کله یې چې نړۍ لید او د کلیسا د قدرت جوړښت چې پر دوی یې راج چلېده وننګول او  پرځای یې پر محسوسو تجربو او پایلو ولاړ افکار خپل کړل، نو ایله له تاریکۍ ووتل.

د اروپا په ګاونډ کې د روسیې پنهاور سیمه چې په ځلونو یې د اروپایي امپراتورانو د پرمختګ مخه نیولې وه د کمونیستي انقلاب (۱۹۱۷) میلادي په پای کې یې د  پخواني شوروي د رقیب د ایډيالوژۍ پر وړاندې زیات دوام ونه کړ، سره له دې چې روسان تراوسه د نړۍ په سیاسي – نظامي لوبو کې رول لري.

د اتلسمې پېړۍ په منځ کې چې امریکایان له اروپایي استعماره رنځېدل، د احمدشاه ابدالي امپراتوري تر ۱۷۵۶ میلادي پورې پنجاب، سند، کشمیر او ډهلی فتح کړي و او د افغانستان پولې یې د هند بحر او خلیج فارس پورې غځولې وې؛ ایا اوسمهال د افغانانو لپاره داسې قدرت د تصور وړ دی؟ هغه څه چې د اتلسمې پېړۍ نیمایي کې د خلکو لپاره هیڅ د پوښتنې وړ نه و. هغه مهال امریکایانو د اروپایي استعمار د څو سوه کلن استعمار وروستي زجرونه ګالل او موږ له کوم غیر واقعي خوب پرته دغسې لوی عظمت درلود.

د نړۍ ډېر ملتونه  له موږ څخه په زیات فکري، سیاسي او دولتدارۍ ناورین کې و، مګر بیا هم هغوی د پردیو له بار څخه خپلې اوږې سپکې کړې. لکه جرمنیان چې د امریکا، انګلیس او فرانسې یرغل  د المان جغرافیه د تاریخ په تورو کندو بدله کړه، خو له هغوی یې د خپلې ازادۍ جرئت ا وصلابت وانخیست. جرمنیان دوه ځله له داسې وضعیت سره مخ شول او دواړه ځله د نورو زور ته تسلیم نشول. جاپانیان حتی له جرمنیانو بدتر دام کې نښتي و. روسان د کمونیزم د ایډیالوژۍ له پاشل کېدو وروسته له داسې روزګار سره مخ نشو چې له نړیوالو معادلو څخه څنډې ته شي.

پورتنی یو ناورین هم زموږ له اوسني بحران سره مطابقت نه لري، نه له سیاسي او نه هم له جغرافیایي او زماني پلوه، اما هغه څه چې کولی شي د نورو ملتونو ناورینونو سره د افغانستان د بحران مشترکه وجه بیان کړي د هغه سیاسي والی دی، هغه بحران چې له داخلي پلوه خپلې فکري او اجتماعي ننګونې لري او له خارجي پلوه د سیمې او حتی نړۍ له ننګونو سره غوټه شوی دی.

احتمالاً هغه ننګونې چې زموږ د ناورین تداوم یې زیات کړی دی اقتصادي، سیاسي او حتی فرهنګي او اجتماعي والی یې دی. له شک پرته د دې هرې ننګونې د له منځه وړلو لپاره  شاید ظرفیتونه ولرو خو دا به ناسمه وي چې مطلق نورو ته تسلیم شو داسې تسلیمي چې راتلونکي ته هیڅ هیله پاتې نه شي.

له داخلي پلوه له شک پرته سیاسي پوهه له هغو عمده ننګونو څخه ده چې زموږ ټولنه ورته سخته اړتیا لري، خو په دې برخه باید نورو ته  منتظر نشو ځکه په تېرو اولسو کالو کې یې له سیاسي، اقتصادي او نظامي پلوه څه ونه کړل، خپله باید لاس په کار شو.

موږ پر دې هره پورتنۍ ستونزه او ننګونه بریالي کېدای شو، خو په دې شرط  چې د خلکو سیاسي – تاریخي پوهې له عام، له اوسني وضعیت او همدارنګه له تېر څخه باید زده کړه وکړو تر څو د اوسني بحران په لاملونو او حل لارو پوه شو. نور باید خپلو موخو، خوبونو او ارمانونو ته د رسېدو لپاره لاس په کار شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply