کانونو  سپړنه کولای شي، افغانستان ډیر ژر له نړیوالو پرمختللو هېوادونو سره سیال کړي 

0 1,018

حمیدالله فیضي

د نړۍ د هېوادونو ترمنځ ویش په مناسب ډول ترسره شوی دی، ځینې هېوادونه خوږې اوبه لري، ځینې هېوادونه بیا سمندري اوبه په واک کې لري، ځینې نور بیا چې اوبو څخه په واټن کې پراته دي له ځمکنیو زیرمو څخه ګټه پورته کوي چې افغانستان هم یو له هغو هېوادونو له ټولګې څخه دی چې په وچه کې راګیر دی او سمندري اوبو څخه په واټن کې پروت دی، خو غرونه یې له قیمتي ډبرو، دښتې یې له تيلو ګازو او درې یې له روانو اوبو ډکې دي. ۲۱ پیړۍ لاهم افغانان نه دي توانیدلي چې له خپلو دغو زیرمو څخه ګټه پورته کړي چې اوسمهال د نړۍ په ډیریو هېوادونو کې دا زیرمې له کمښت سره لاس او ګریوان دي او هڅه کوي چې د نورو هېوادونو له زیرمو څخه ګټه پورته کړي.

د امریکایې ځمک پیژندونکو په اند، افغانستان پرته له یورانیمو د ۳ تریلیون ډالرو په ارزښت ځمکنۍ زیرمې لري چې په سپړلو سره یې به یې د افغانستان اقتصادي وده غښتلې، اوزګارتیا به پای ومومي او په زرهاوو بهرني کاروکوونکي به هم افغانستان ته د کار په هیله راشي. د معلوماتو له مخې په دغو زېرمو کې اوسپنه، مس، ليتيوم، نیوبیوم، سره زر او کوبالت کانونه ترڅنګ تیل، یورانیم او ګڼ شمیر نور توکي شامل دي چې نړیوال ورته اړینه اړتیا لري.

که چېرې د افغانستان پر ليتيوم طبيعي توکو کار وشي، نو له سعودي عربستان سره به خپل ځان سيال کړي او اړتیا به نه وي چې افغانستان د بیارغاونې په موخه د نورو پرمختللو هېوادونو مرستې ته محتاج وي.

په افغانستان کې لاهم د قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو کانونه په ناقانونه توګه سپړل کيږي، خو افغان حکومت ډاډ ورکوي چې تر ډېره يې د دغو سپړنو مخه نيولې ده او هڅه کوي چې ناقانونه سپړونکي د قانون منګولو ته وسپاري او سختې سزاوې ورته واوروي، ځکه دا شتمنۍ د افغانستان د ټولو وګړو اړوند دي او ساتل او سپړل یې بیا د دولت کار دی، څو د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او بساینې لامل وګرځي.

که چیرته حکومت د طبیعي زیرمو د سپړلو لپاره مسلکي کارکوونکي په کار  وګماري، مسلکي کارکوونکي وروزي او پرمختللي ټکنالوژۍ له نورو هېوادونو څخه وپیري، کیدلی شي په مسلکي ډول کانونه وسپړل شي، اوزګارتیا به پای ومومي او  افغانان به بهرنیو هېوادونو ته د تلو پرمهال د سمندري کبونو ښکار نشي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ادارې (سیګار) په خپل یوه راپور کې ویلي وو، د امریکا له خوا د کانونو په سکتور کې تراوسه ۴۸۸ میلیون ډالره لګول شوي، خو لازمه اغېزه یې نه ده لرلې او لاهم هڅې روانې دي چې بهرني پانګه اچوونکي د افغانستان د کانونو په سپړنه پانګونه ډیره کړي.

اوس مهال هم د افغانستان د کان کیندنې سکتور د ګډوډۍ په یوه ناوړه دوران کې دی، ځکه نا امني او وسله وال مخالفین سره وسله والې جګړې د کانونو په سپړنې خپل منفي ا غیز شیندلی دی.  دولت ته پکار ده چې داسې ستراتیژۍ پلي کړي چې له یوې خوا د ناقانونه کیندنو مخه ډب کړي او له بل پلوه له ځمکې لاندې شتمنۍ د ټولو لپاره په ملي شتمنۍ بدلې کړي. د افغانستان د طبیعي زیرمو د پیژندنې او ګټې اخیستنې په اړه فعالیتونه په جدي توګه بیا پیل شوي دي او دا په ګوته شوه چې د افغانستان په اوږد مهاله اقتصادي ټیکاو کې د کانونو سپړنې چارې حیاتي رول لري. د دغو چارو د ترسره کولو په خاطر د منرالونو د استخراج او ګټې اخیستنې چټکه وده لازمي کڼل کیږي، خو تر هغه چې د نا امنۍ مخه ونه نیول شي او په بشپړه توګه قانون حاکمیت پیدا نه کړي د کانونو سپړل به بېلابېلې قومي او سمتي جګړو ته لارې چارې برابرې کړي.

د افغانستان ځان بساینه او اقتصادي ثبات کرنیز سکتور، صنعت او تریو حده د خدمتونو پورې تړلی، خو له اقتصادي پلوه ځان بساینه يوازې او یوازې د کاني سرچینو په پراختیا پورې  اړوندې دي. د کورني لګښت او دې موخې ته رسېدلو لپاره کان کیندلو، د توکو تبادلو او مالي اسانتیاوو چوکاټ اساسي زینې ګڼل کیږي، همدا لامل دی چې افغان دولت او نړیواله ټولنه د دې سکتور د پراختیا او پرمختګ ترڅنګ په دې سکتور کې د افغان سوداګرو او متشبثینو په پراخې پانګې اچونې ټینګار کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو د ځمکې پېژندنې ادارې (USGS) او د بریتانیا د ځمکې پېژندنې ادارې (BGS) د افغانستان د ځمکې پېژندنې له ادارې سره په ګډې همکارۍ، د کان کیندنې د سکتور د پرمختګ او چاڼ په برخه کې ډېرې مطالعې، څېړنې او سروې ګانې ترسره کړې دي.

د همدې څېړنو او مطالعاتو په پایله کې څرګنده شوې چې افغانستان د بډایه کاني سرچینو له پلوه د نړۍ په کچه ځانکړی مقام لري. د افغانستان بې سارى جغرافیایي موقعیت او د دوو پرنفوسو او د کاني سرچینو اړمندو هېوادونو (هند او چین) ګاونډيتوب د ډېرو غټو کاني شرکتونو توجه جلب کړې ده. چې افغانستان کولی شو له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره د کان کیندنو د سیمه يیزو کمپنیو له لارې ډېره ګټه پورته کړي.

د معلوماتو له مخې افغانستان د نړۍ په کچه د اومه نفتو، د طبیعي ګازو، مسو، سرو زرو او قیمتي ډبرو بې شانه کانونه او سرشاره سرچینې لري. که څه هم د سترو کانونو د کیندلو لپاره د نړۍ په کچه ستر شرکتونه جذب شوي او ځينو لیوالتیا ښودلې چې په دې وروستيو کې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ترمپ هم په دې اړه د خپل هېواد او سوداګرو لیوالتیا په ډاګه کړې ده او ټینګار کوي چې د افغانستان په ځمکنۍ زیرمو باید پانګه اچونه ترسره شي.

حمیدالله فیضي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply