طنز /محمود نظری

0 627

کوم غل

سیاستوال لکه سپي بی باداره ژوند کولای نسي

لکه خر تګ د ایخ اوایش پرته  دخاوندکولای نسي

سیاستوالان چې ان داسلام کلمه وایي هغه مه منه

دهغه غاړه لکه اوښ کږه ده  ان تګ بې پېزوند کولای نسي

خوارپاچا غل ،اجراییه غل  ،  وزیر غل

رییس غل ، لچر وکیل غل ، سفیرغل

دوطن د دیوال کمبود خښته به پوره نسي

قراردادي غل ، دولت غل، کارګر غل اجیر غل

خدایه  موږ ددې غلو سمدم خلاص کړې

قاضی غل ،څارنوال غل کارمن  صغیر هم کبیر غل

دکاندار غل ،تجار غل ،خان لالا دلال غل

ترافیک غل ،پولیس غل  ،کاتب غل  مدیر غل

پوه سیاستوال غل، ادیب غل،  ډاکټر غل

مست ناروغ غل   ، دارو غل ،اکسیر غل

بیا هم ټوله سره  غله یو سم سره چلیږو

هم ښکیل د سیاست غل هم ګوښه ګیر غل

مولوی غل، ملا غل ،ان هغه   وچ چلي غل

وجدان غل ، نفس غل ، سپين ضمیر غل

یو سړک ،تعمیر ان  پياده رومو سم نه سو

ریګ غل ،رولر غل  خښته او تور قیر غل

 مکتب غل ، دفتر غل لوړ اپارتمان  غل

پلان غل ، نخشه غله ،ګاډر او تیر غل

به هر وطني کار کې هرومرو غل لاس لري

خورد غل ،خروار غل دروند او حقیر غل

غل په غل ګردان دی واه ماشاءالله ټول وطن غل

ماشوم غل ځوان غل د زکندن غوټه او پير غل

په  دي د غلو وطن کې ان اشغال ګر غل

ناتو غل ،امریکا غل، دیورپ ټول بهیر غل

زه غل، هغه غل  او ته غل  او دا غل

څوک د دین څوک دایمان څوک د جاګیر غل

دمشرانو بیانیه غله، وعده غله ،عمل غل

دکشرانودلاسو کړپا غله هورا غله ناره تکبیرغله

هغه چې رښتیا نه وایي هغه هم لوی غل دی

د اسرار غل ،  کوڼ غل   دخلکو دږغ   غل دتکفیر غل

هیڅ څوک نسته چې دلته غل نه وي

سپور غل، پلی غل ، شتمن غل اوفقیر غل

اوس غلا د ښو لویو خلکو ښه چار سوی

چوک غل ،سترګي پټي غل او سترګې څیر غل

هم ګودغل ،هم کړوپ غل، هم سیده نیغ غل

هم توغ سترګی غل هم ټپ ړوند غل  هم بصیر غل

تلویزیون غل ، خبر غل، هم ځوان خبر یال غل

عکاس غل ، کمره غله  او ان مکمل تصویر غل

بس غل ،ټکسی غل ،  الوتکه لویه غله

اشترنګ غل ، بیریک غل کلچ او د  ګیرتغیر غل

څوک د نوم ،څوک د پیسو، څوک د مقام  غل

ددې دولت هر ورځ ولس ته په ګوټه کشمیر غل

طالب غل ، داعش غل   امنیتي ارګان غل

ځان وژونکی غل ، توپک غل کمان غل تیر غل

ملګری ملتونه غل ، د امنیت شورا سره غله

د بشر دحقوقو کمیسون غل دهغه رقم او ویر غل

په دنیا کي  هم متجاوز غل او ملا ماتی  زهیر غل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply