د اشغال کټ تر نیمو شپو دی – طنز /محمود نظری

0 1,322

خلک ټوټه ټوټه کوي وایي شنه ډیموکراسي ده

خلک ذره ذره کوي وایي دا سپينه اسلامي ده

دا اسلامي او دا ډیموکراسي نه ده ژیړه  بیشرمي ده

دهر یوه په ویاړخولۍ پر سر د سپين تورمریي ده

خدایه یو مشر دي سم دم سړی نه کړ

دایو دي د وطن د یوې سور غویی نه کړ

ځینې وایي په غلامي کي سړیتوب دی

هیڅکله اصلي تاریخ یو سپي  زمری نه کړ

د ازادي یاغیتوب چې دنیا يې ډیر  بد بولي

سر په ډبره وهلو یې اشغالګر لیونی نه کړ؟

دا چې هر وطنپلور د هر بل ډول ته نڅیږي

دې بشري مغزونو  یو هم سم ملي  سړی نه کړ

وطنپلور تر وطنپرست ډیري غرغړې وهي

په دې کړ د ملت نس کله هم غړومبی ونه کړ؟!

غله د ارګ پر تخت ناست دي « اعتراض» کوي

دې ولسي تخت کله هم   دماتیدو خرپی ونه کړ؟!

د دنیا د رحمت باران یوازې دلته په غلو اوریږي

یو وار یې په خوارو پښتنوهم شرپی ونه کړ؟!

توله شیان دلته قومي سوي دغلو بیشرمي ګوره

پښتون یې په لیدو هیڅکله غاښ ماتی ونه کړ؟!

اوس چې بیا د سولې د راتګ اوازي خپرې سوې

غلام دولت ورته تر اوسه ان یو خرشی ونه کړ؟!

دغلام پای اخیر دبادار په لغته  وهل او ګمشودی

په چا يي اخیر الا داد په چا یې اخیر خوسی ونه کړ؟!

مشرانو بس کړی نو ر دا د چوپړ بغارې مو

د وړونو تر منځ مو دبل په لمسون ډباری ونه کړ؟!

دادي نه دي اوریدلي چې داشغال کټ تر نیمو شپو دی

بس ده د وطن یو غل بدلاری او کډوسری مو سړی نه کړ

هر څه مو دځان د بقا لپاره وکړه نه د ملت لپاره

د غل، وطنفروش او لواط سره مو جوړجاری ونه کړ؟!

بس ده په دې وطن کې مو له بد خلکو ډیره لمانځنه وکړه

دې وطن کې غلو د بچه سقاو له بلواڅخه قدردانی ونه کړ؟!

مرییانو ته تل د بادار ښه درناوي په کار ده

هرچا په مرییو دولتونو هر وخت ساتیری ونه کړ؟!

زموږ ته تر اوسه زموږ باچاهان ګرانو بادارانو ټاکلي

دنیا زموږ په تاریخ باندې په سپینه ورځ تیری ونه کړ؟!

اعتراض ( دپرو یوه لوبه ده )

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply